
د خپرونو چارو معین:خلکو ته د مؤثقو معلوماتو ورکول د ولس او دولت ترمنځ غښتلی باور رامنځته کوي
شریعت: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې اطلاعاتو ته لاسرسی د ملت حق یاد کړ او زیاته یې کړه چې مؤثق معلومات کولای شي، د ولس او دولت ترمنځ باور نور هم غښتلی کړي.
شریعت: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې اطلاعاتو ته لاسرسی د ملت حق یاد کړ او زیاته یې کړه چې مؤثق معلومات کولای شي، د ولس او دولت ترمنځ باور نور هم غښتلی کړي.
په یاده غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، مرستیال ویاند بلال کریمي، د وزارتونو وياندويانو او ازادو خبریالانو هم ګډون درلود.
اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست مشر هدایت الله هدایت په غونډه کې د ریاست پر مسؤلیتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اړتیا او اهمیت وغږید او ژمنتیا یې څرګنده کړه چې یاد ریاست به د خپلو مسؤلیتونو په تر سره کولو کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي اطلاعاتو ته لاسرسی د ملت حق یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې مؤثق معلومات د ولس او امارت ترمنځ غښتلی باور رامنځته کولی شي.
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر ویاندویانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست پر کارکوونکو او پر ټولنیزو فعالانو غږ وکړ چې د معلوماتو په خپرولو او ولس ته رسونه کې لازیات زیار وباسي چې د شایعاتو مخه ونیول شي.
هغه له ویاندویانو غوښتنه وکړه چې له رسنیو سره په خپل وخت معلومات شریک کړي چې ملت او رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ناهیلۍ سره مخ نه شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خپلې مشورې، غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل او مسئولینو ورته د عملي کولو ډاډ ورکړ.
د یادوني وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسې پخواني کمېسیون اوس د اطلاعاتو فرهنګ وزارت تر چتر لاندې د ریاست په توګه خپل فعالیتونه تازه پیل کړي دي.