مقالی اوتبصرې

د خپل شخصیت ساتنه وکړئ

په یوې ټولنې او یوې ادارې کې د خپل شخصیت ساتنه کول د ځان د دروندوالي، سنګینۍ او محترموالي په ګټه تمامېږي، لکه څرنګه چې هر سړی د خپل مقام او مرتبې په اندازه منزلت او احترام لري، باید هر شخص همدغه شان د خپل شخصیت ساتنه وکړي، د یو چا ښه شخصیت د هغه کس د ښه احترام کولو سبب کېږي، که د یوه کس شخصیت دروند و،هغه کس د خلکو په منځ کې محترم دی، خو که یې خپل شخصیت له لاسه ورکړی و،بیا نو د خلکو په منځ کې احترام نه لري بلکې څرنګه چې یې د ځان شخصیت خلکو ته ورپېژندلی نو خلک یې هم په هغه شخصیت پېژني، له ځانه د اسلام په چوکاټ کې داخل ښه شخصیت جوړول د انسان پر ښه والي، نیکۍ، انسانیت او ښه استعداد دلالت کوي.

راځئ پوه شو چې شخصیت څنګه له لاسه وځي او انسان څنکه د خلکو په وړاندې خپل شخصیت بربادوي

څو لامله کېدای شي:

۱- مسخرې او ټوکې کول

هر ځای د هر چا مخته مسخرې او مزاغ کول، ټوکې کول او بې ځایه او بې معنی حرکات او په هر مجلس کې پوچ او پاش ویل د انسان اصلي شخصیت لمنځه وړي.

۲- له ځانه ګپاوو جوړول

ګپاوو دې ته ویل کېږي چې په هر شي باندې کار لري په مجلس کې په هر شي کار درلودل، هر چاته یوه سپکه خبره کول او پر هر چا مسخرې کول، یا داچې په مجلس کې یو شخص منځ ته کړي مسخرې پرې کوي او نور ورته خاندي دا کار د دې مسخره کوونکي شخصیت لمنځه وړي.

۳- د هر چا په کار کې کار درلودل او بېله مسؤلیته څخه کار کول

د هر چا په کار کې مداخله کول او هر هغه کار چې ترده پورې اړه نلري د هغه کول دا د انسان شخصیت ته بې ځایه زیان رسوي

۴- بې له غوښتنې ځان ځایول

د شخصیت لمنځه وړلو یو سبب دادی چې څوک بې له غوښتنې او بې له طلبه څخه د بل کس ځان په یوه کار یا یوه ځای کې ځای کړي، یعنې چې یوې ادارې یا دفتر یا کور والا و نه غواړي چې ته په دغه ځای یا دغه مقام وشي خو ته سربېره پردې ځان په زوره ځای کوي، یا د چا خوښه نه وي چې ته تبلیغ ورته وکړي خو ته بیا هم په زوره هغوی ته تبلیغ کوې ځان ځایوي، نو پوه شه چې ته هېڅ د ارزښت وړ نه یې او نه هم کوم شخصیت لرې

۵- د سپکو انسانانو سره ناسته او ولاړه

هغه کسان چې د آدب او علم څخه پاتې دي، د ځینو کارونو په کولو سره یې ځانونه خلکو ته سپک او بي احترامه ښودلي د هغوی سره ناسته او ولاړه کول، انډیوالي کول د انسان ښه شخصیت په بد شخصیت بدلوي او د دې تر څنګ چې د سړي شخصیت خرابېږي بلکې سړی په ټولنه کې د خلکو په وړاندې بې ارزښته کېږي

۶- د فاسقو انسانانو سره ملګرتیا کول

د فاسقو انسانانو ملګرتیا او انډېوالي کول د دې تر څنګ چې سړی د دوی په رقم جوړوي بلکې د سړي ټول ارزښتونه او شخصیتونه ختموي او لمنځه یې وړي

۷- بې دعوته مراسمو ته ورتلل

بې له دعوت او خبر څخه د واده، مېلمستیا او نورو مراسمو ته تلل لکه څرنګه چې شرعاً جائز نه دی دغه شان د یوه انسان او مسلمان د شخصیت سره داسې کار کول نه ده مناسبه.

۸ – بې ځایه او اټکلي انتقادونه او نیوکې کول

پر هر چا باندې بېځایه او غیر سالم انتقادونه او نیوکې کول د یوه مسلمان د شخصیت سره نه دي مناسبه، انسان هغه وخت خپل شخصیت له لاسه ورکوي چې هر ځای پر هر چا باندې داسې نیوکې او انتقادونه وکړي چې د یوه پلوه غیر سالم وي او د بل پلوه ترده پورې هېڅ ربط ونه لري او هېڅ ګټه د اصلاح لار هم نه وي په کې.

۹- چاپلوسي کول

د منصب، مقام، چوکۍ او پیسو یا عزت د لاسته راوړلو لپاره د یوه مشر، ريیس، یا آمر چاپلوسي کول د انسان شخصیت ختموي، انسان ټولنې ته سپک او بې عزته معرفي کوي او د خلکو په وړاندې دغه انسان خپل اعتبار له لاسه ورکوي

۱۰- وعده کول او نه عملي کول

له چا سره داسې وعده مه کوئ چې عملي کولی یې نه شئ ځکه ارزښت او شخصیتونه مو را کموي، ځينې خلک د یوه کار په شروع کې ډیرې وعدې درکوي خو بیا وروسته یې د پوره کولو توان نه لري، چې په نتیجه کې دی په ټولنه کې او د خلکو په منځ کې بې اعتماده او بې باوره کېږي او هېڅوک یې په خبره عمل نه
کوي.

م ح عبدالله طیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button