
د خیریه بنسټ له لوري ۶۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي
د قیس ارغندیوال په نوم یو خیریه بنسټ ژمنه کړې چې په ټول هیواد کې به ۶۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي.د دې خیریه موسسې مشر محمد قیس ارغندیوال ویلي چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې یې د ۶۸ ښوونځيو د سرپناه جوړونې ژمنه کړې. د اراغندیوال له انده چې له دې چارې یې موخه په هیواد کې د غوره زده کړیز چاپیریال رامنځته کول دي.
ده ویلي چې دا لړۍ یې له جوزجانه پیل کړې او اوسمهال په هغه ولایت کې د ښوونځیو پر ترمیم بوخت دي.قیس ارغندیوال، دا لړۍ په داسې حال کې پیلوي چې پرون چهارشنبه په هغه ولایت کې د شهید جنرال عبدالحکیم قهرمان په نامه د یوې لیسې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د جوزجان ولايت د پوهنې رئيس محمد طاهر جواد ویل چې دا ښوونځي ټولټال اته تدریسي خونې لري. ده ویل چې پر دې ښوونځي دوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.د جوزجان د پوهنې رئیس وړاندې وایي چې دا لېسه اوسمهال درې زره نارینه اوښځینه زده کوونکي لري؛ خو د نوې ودانۍ په رغونې سره به دا ښوونځی د ۱۵۰۰ نورو زده کوونکو د منلو ظرفیت ولري.
تر دې مخکې د جوزجان د پوهنې رئیس ویلي و چې په دې ولایت کې ټولټال ۱۲۷ ښوونځي ودانۍ نه لري او تر ۴۰ زرو ډېر زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.