افغانستان

د خیـرخـانې کـوتل سـړک د قیـر کـولـو چـارې بشـپـړ شــوې

د خیرخانې کوتل سړک د لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس) له سرای شمالي چوک سره تر نښلولو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د کابل ښاروالۍ د هڅو په پایله کې؛ د خیرخانې کوتل سړک لومړي پوړ قیر چارې ( بیندرکورس) د کوتل له بازار څخه تر سرای شمالي چوک پورې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو رئیس انجینر میر رحمن ناصري په دې اړه وویل چې د دغه سړک د لومړي پوړ د قیر کولو چارې چې، ۳زره ۷۱۰ متره اوږدوالی او ۲۷متره سور لري، په دوو لیکو کې بشپړې شوې او د ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته به د دویمې او درېیمې طبقې قیر چارې ترسره شي.
ناصري زیاته کړه، چېپه دې پروژه کې د لښتیو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، تمځایونو، ګلدانونو جوړول او د یوه معياري سړک ټول جزئيات شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د پرورژې د کار د کيفيت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاوونو کې فني او تخنيکي څارنې ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *