اقتصاد او رغونه

د دوبــۍ د پــرمختـــګ راز او څـــو درسونه! اسد مبارز

دوبۍ یوازې په څلوېښتو کلونو کې د شګو ډک وچو صحراوو څخه د نړۍ دولسم مالدارهېواد شو؛ ډیر ملګري ممکن فکر وکړي چې د دوبۍ پرمختګ کې د تیلو ستره ونډه ده اماً حقیقت دادی

دوبۍ یوازې په څلوېښتو کلونو کې د شګو ډک وچو صحراوو څخه د نړۍ دولسم مالدارهېواد شو؛ ډیر ملګري ممکن فکر وکړي چې د دوبۍ پرمختګ کې د تیلو ستره ونډه ده اماً حقیقت دادی چې د دوبۍ په اوسني GDP کې یوازې یو سلنه د تیلو ونډه ده او د تیلو ذخیره یې په نړۍ کې اوم نمبر باندې حسابېږي؛ تیل د پرمختګ یوازینۍ دلیل نشې کیدای ځکه د تیلو لومړۍ ډیر ذخیره لرونکی هیواد وینزویلا دی چې همدا اوس په اقتصادي لحاظ له سخت حالت سره مخ دی، د انفلاسیون کچه یې په نړۍ کې ساری نلري خو دوبۍ کې بیا د نړۍ له غوره ۵۰۰ کمپنیو څخه یې ۱۴۰ دلته خپل فعالیت کوي او د نړۍ سوداګریز مارکیټ ګڼل کېږي. دوبۍ دا پرمختګ څنګه وکړ؛ کومې پریکړې یې ددې پرمختګ باعث شول؟ دا او دېته ورته پوښتنې په دې لیکنه کې د جوابولو هڅه کوو تر څو ترې افغانستان لپاره څو درسونه زده شي چې په عملي کولو یې دلته هم پرمختګ ته لار هواره شي. دوبۍ له ۱۹۶۰ وړاندې له شګو ډکې صحراوې وې؛ دومره وروسته پاتې هېواد وو چې له یو ښار بل ته سفر پر اوښانو کیدل. په ۱۹۵۸ کال کې په لومړي ځل دوبۍ د تیلو د استخراج پیل وکړ چې څلور کاله وروسته یعني په ۱۹۶۲ کال کې یې لومړۍ جوپه تیل برطانیه ته صادر کړل؛ یو تصادف دا وشو چې د تیلو بیې په ۱۹۶۰مو کلونو کې ډیرې لوړې شوې چې له صادراتو یې په میلیونونو ډالر دوبۍ ته راغلل. د تیلو استخراج په وخت کې د دوبۍ حاکم شیخ راشد بن سعید المکتوم وو چې د استخراج خبر ویلو سره یې خپل ولس ته وویل «مونږ تاسې ته ښه او بد دواړه خبرونه لرو؛ هغه دا چې تیل مو استخراج کړل خو تیل زیات نه دي». د شیخ راشد دې جمله کې یوه خبره له ورایه ښکاري؛ هغه دا چې یوازې په تیلو تکیه نشو کولی، نورې لارې چارې یا عایداتي سرچینې به هم لټوو تر څو پرې وپایو او دې شیخ بالکل همداسې وکړل.
شیخ راشد لومړۍ د دوبۍ ستراتیژیک موقعیت ته متوجه شو چې له دې موقعیت څخه د ګټه اخیستنې لپاره یې د «جبل علي» بندرګاه جوړه کړله؛ دا ځای د نړۍ سوداګرۍ لپاره ډیر مهم دی ځکه د منځني ختیځ هېوادونو سره ډیر نږدې دی او له ایران او فارس اوبو ته لار لري. له بل پلوه دا دومره ستراتيژیک موقعیت لري چې عربي سمندرګي او هند سره نښلوي او د مرکزي آسیا هیوادونو له لارې روسیې، یوکراین او اروپا او بل پلو افریقا ته رسېږي. ددې بندرګاه موقعیت دومره مهم دی چې د اوبو او هوا دواړو له لارې پورته سیمو ته نږدې لاسرسۍ لري. د یوه راپور له مخې هغه وخت دې بندرګاه نږدې یو میلیارد وګړو ته لاسرسۍ درلود. ددې بندرګاه جوړولو لپاره شیخ ډیر پور وکړ تر څو له بندرګاه څخه شګه لرې کړي چې محکم او ژور بندر جوړ کړي تر څو د اجناسو لېږد رالېږد لپاره زمینه جوړه او د نړۍ سترې سوداګریزې بیړۍ یې ورته مهیا کړلې. نن د جبل علي بندرګاه د نړۍ مهم لوجستیکي مرکز ګڼل کېږي او د لوجستیکي خدماتو سربېره یې د سړوخونو سهولت هم برابر کړی تر څو د ژر خرابیدونکي اجناس او یا هم د دوا، آرایشي توکي او جاکلیټو په شمول مهم توکي پکې وساتي. نن د جبل علي بندرګاه د نړۍ نهم مصروف ترینه بندرګاه ګڼل کېږي او د کال په اوږدو تر ۱۴ میلیونه کانټینرو ته لوجستیک خدمات وړاندې کوي. د ۲۰۱۸ کال راپور له مخې خام تیل د دوبۍ یوازې یو فیصد GDP جوړوي خو جبل علي بندرګاه څخه ۷ سلنه GDP لاسته راوړي. دویمه ستره پریکړه چې شیخ راشد په ۱۹۷۶ کې وکړله هغه د فري زون (Free Zone) پریکړه وه چې له مخې یې د نړۍ سترې کمپنۍ دوبۍ کې فعالیت ته تشویق کړلې؛ د فري زون پریکړې له مخې هره کمپنۍ چې دوبۍ کې فعالیت پیلوي نو څو ګټې کوي:
* سل سلنه ملکیت خپلولی شي او هیڅ اړتیا نشته چې دوبۍ کې د فعالیت لپاره کومې داخلې کمپنۍ سره شراکت وکړي؛
*سل سلنه ګټه او سرمایه بېرته خپل هیواد ته لیږلی شي او هیڅ ډول ممانعت په دې برخه کې نشته؛
*سل سلنه د صادراتو او وارداتو ګمرکي تعرفه معاف او
*سل سلنه د عاید څخه مالیه معاف
پورته پریکړې په خپل وخت کې بې سابقې وې؛ هیڅ هیواد داسې پریکړه نه وه کړې چې خارجي کمپنۍ ته دې دومره آسانتیاوې برابرې کړي. دوبۍ ظاهراً او په لنډمهال کې په دې پریکړه ډیره ګټه نه کوله اما غوښتل یې تر څو په دې پریکړې د نړۍ سترې کمپنۍ دوبۍ کې فعالیت ته تشویق کړي چې لس کاله وروسته پرې که هر څومره مالیه او ګمرکي تعرفه وضع کوي نو دوی به یې په خوشالۍ سره ادا کوي. هماغه وو چې د نړۍ له ۵۰۰ سترو کمپنیو څخه د ۱۱۴ کمپنیو د ایپل، ګوګل او ټیسلا په شمول خپل فعالیت په دوبۍ کې پیل کړل.
دریم ستر او عُمده دلیل د سیاحت (Tourism) سکتور ته وده ورکول وو؛ دوبۍ د شل څخه تر پنځو سانټي ګریډ ګرم هیواد د نړۍ د سیاحت ستر مرکز باندې بدل کړل، ستر ستر بلډنګونه او لوی لوی سړکونه یې کړل، پارکونه، پنځه او اوه ستوریز هوټلونه او حتی د واورو پارکونه یې هم جوړ کړل چې د سیاحیتو توجو یې ځانته جذب کړله. ددې هر څه سربېره یې ورزشي پارکونه او بالخصوص د کرکټ لپاره ستر لوبغالي جوړ کړل تر څو له هر ممکن لارې خلک جذب کړي. پورته دریو سترو پریکړو د دوبۍ پرمختګ کې د پام وړ برخه اخیستې.
د افغانستان موقعیت هم له ستراتیژیک پلوه ډیر مهم دی او مرکزي آسیا له جنوبۍ آسیا سره نښلوي؛ که لږ له هوښیارۍ او نړۍ سره د تعامل سیاست خپل شي نو افغانستان به د اتصال مرکز وي چې یوازې د ټرانزټ له عاید څخه د افغانستان عادي او انکشافي بودیجه پوره کیدلی شي.
دویم ستر درس چې د دوبۍ له پرمختک زده کولی شو هغه افغانستان ته د سیاحینو جذبول دي؛ افغانستان ډیر طبیعي ښکلي او سرسبزه سیمې لري، پخوانۍ تاریخ او د بودایي دین ډیر پاتې شوني لري چې یو وخت یې د نړۍ له مختلفو سیمو څخه سیاحین جذب کړي وو. اوس هم دا کار کیدای شي خو که لږ له سیاسي درایت څخه کار واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *