لیکنېمقالی اوتبصرې

‏د دوحې تاریخي تړون درې کلن شو!

عبدالحی قانت

کال ۲۰۰۱م کې د امریکا دفاع وزیر رمز فیلډ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د دوی د یرغل اصلي اهداف؛ د طالبانو له قدرته لرې کول او پر ځای یې یو ډیموکراتیک او ماډرن حکومت انسټالول، د القاعدې له بېخه ویستل او ملت جوړونې نوې پروسه پیلول دي.
‏له دې اعلان سره سم رمز فیلډ او کنډولیزا رایس دا اعلان هم وکړ چې طالبانو سره د سولې په خبرو باندې رسمي بندیز دی، یعنې دوی له وژلو یا بندي کېدلو پرته بله لاره نه لري.
ملا محمد عمر مجاهد لا په کندهار کې ؤ چې د سولې آفر یې وړاندې کړ. یرغلګرو د ملا صاحب آفر رد کړ. بیا ملا صاحب د ملا عبید، ملا برادر او طیب آغا په واسطه دوه ځله د کرزي له ادارې سره رابطه وکړه او د سولې په بدل کې یې یواځې د مصؤن ژوند غوښتنه وکړه، کرزي د طالبانو آفر د خپل شخصي امنیت امریکايي مشر په واسطه واشنګټن ته ولېږه. له هغې خوا د سخت رد ځواب ورکړل شو. د جګړې کولو مخکې ملا محمد عمر سولې لپاره خپلې ټولې غاړې خلاصې کړې خو پوه شو چې د سولې له لارې دوی هېڅ نه مني او د ټوپک ځواب له ټوپک پرته په بل څه نه ورکول کېږي.
‏د قدرت سیاست کې محاسبه د زور پر مټ ده، ضعیف خلک په دغه محاسبه کې ځای نه لري. بوش ولاړ، اوباما راغی، اوباما لا پسې زور ته کش ورکړ. امریکايي پوځونه یې د ۴۰،۰۰۰ څخه ۱،۴۰،۰۰۰ ته ورسول. طالبانو بیا مقاومت وکړ.
اوباما یو کال وروسته په دې پوه شو چې ډېر پوځونه هم کار نه ورکوي. ۲۰۱۴ کې یې بېرته پوځونه کم کړل. دا هغه وخت ؤ چې د طالبانو مقاومت او قدرت د رمز فیلډ په «سولې بندیز» ننګولی ؤ.
امریکایانو له یوې خوا د قطر دفتر ومانه تر څو طالبانو سره د سولې رسمي چېنل خلاص کړي بل اړخ ته یې له خپلو افغانو خادمانو سره شرمیدلی امنیتي‌ تړون BSA امضاء کړ.
امریکایانو غوښتل طالبان په نورمال ډول د داسې حکومت برخه کړي چې هغه تیار له امریکا سره امنیتي تړون لري.
دوی فکر کاوه که دې کار کې کامیاب شي هم به له افغانستان څخه ووځي او هم به یې خپل نظامي شتون ساتلی وي.
طالبانو له اول مجلسه امریکایانو ته واضح دا ویلي ؤ چې دوی د امریکایانو یو پوځي بوټ هم په افغانستان کې نه مني او له دې پرته په بله ایجنډا خبرو ته هم نه حاضرېږي.
امریکایانو د قطر دفتر په وخت کې د فشار او خبرو ګډه ستراتیژي پر مخ بېوله. ټرمپ چې راغی سوېل آسیا ستراتیژي یې اعلان کړه. خپلو پوځیانو ته یې وویل له اټومي وسلو پرته هر څه استفاده کړئ، زه یو کال کې نتیجه غواړم. طالبانو بیا بې مثاله مقاومت وکړ.
‏۲۰۱۸ کې امریکایان پوه شو چې دې خلکو سره نه کېږي. خلیلزاد یو نیم کال کوښښ وکړ چې طالبانو سره د امریکايي اډو په اړه یو توافق ته ورسېږي خو طالبانو ونه منله.
‏د ۲۰۱۹ په آخر کې یو ځل ټرمپ خپل خارجه وزیر ته ویلي ؤ چې خلیلزاد توافق ته نه وي رسېدلای، واشنګټن ته یې راپرېنږدې. نو بالاخره امریکایان تړون ته مجبور شول.
د صبر، استقامت او ریښتینې مبارزې دا زور ؤ چې امریکایان او لاسپوڅي یې په داسې شرمیدلي‌ حالت وویستل شول چې چا یې ګمان نشو کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *