
د دوحې راتلونکې غونډې ته د افغانانو هيلې !
ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په تړاو د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت نړیواله غونډه جوړه شي او د نړۍ د هېوادونو استازي په کې ګډون وکړي.که څه هم په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویل شي، خو د مالوماتو پر اساس په دغه غونډه کې به د اسلامي امارت استازي هم ګډون کوي.
څو میاشتې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتیرېش په نوښت د افغانستان په تړاو په دوحه کې غونډه جوړه شوې وه ،چې د ګڼو هېوادونو استازو په کې برخه درلوده،خو افغان لوري ته په کې د ګډون رسمي بلنه نه وه ورکړل شوې،خو په ټوله کې هغه نړیوالې غونډې چې اجنډا یې د افغانستان پر موضوعاتو راڅرخي او د افغان حکومت استازو ته په کې ونډه ورکړل شي له ګټې خالي نه برېښي ،افغان حکومت باید له دغه ډول غونډو بشپړه ګټه واخلي او نړيوالو بهانو او پلمو ته د پای ټکی کېږدي .په هر حال په تېرو نږدې دوو کلونو کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ګڼ شمېر غونډې جوړې شوي، خو تر اوسه په عملي ډول اغېزناکې نه دي تمامې شوي، ځکه د نړۍ او سیمې هېوادونو له لوري د افغانستان قضیې ته ارزښت نه ورکول د دې لامل شوي چې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې بېګټې پاتې شي، ځکه د افغانستان په اړه سیمهييزې او نړيوالې غونډې یوازې د خپلو ګټو لپاره جوړېږي.دا چې اسلامي امارت ټول هغه معیارونه پوره او قانوني پړاوونه وهلي، چې دوه کاله وړاندې په دوحه کې پرې هوکړه شوې وه، خو نړۍ بیا هم ورسره رسمي تعامل نه دی کړی او په رسميت يې نه پېژني، ګنې اسلامي امارت تل په دې ټينګار کړی، چې له نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو نوی باب پرانیزي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو بيا هم امريکا په افغانستان کې د سترې لوبې له سیاسته لاس نه اخلي او افغانانو مشروع غوښتنو ته لومړیتوب نه ورکوي، همدا اوس اسلامي امارت ته د امریکا په مشرۍ په پوره پېمانه ستونزې زيږول شوې، چې له دیپلوماتیکې پېژندنې يې بې برخې کړي، ورځ تر بلې مرستې پرې کمېږي ، له هر ډول بندیزونو سره مخ او شتمنۍ یې کنګل دي.
د امريکا او اسلامي امارت تر منځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړه لاسليک شو. «افغانستان ته د سولې راوستلو تړون» په نوم د دې هوکړې مقصد له افغانستانه د ناټو شل کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل وو.د تړون مراسم ، چې په قطر کې تر سره شول، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د اسلامي امارت له خوا ملا عبدالغني برادر تر منځ د افغان سولې په نامه تړون لاسليک شو.
په تړون کې راغلي چې امريکا او اسلامي امارت له يو بل سره مثبت اړيکې غواړي او تمه لري چې د بين الافغاني مذاکراتو په پايله کې به له جوړ جاړي وروسته د رامنځ ته شوي نوي اسلامي حکومت او امريکا اړيکې مثبتې وي او له دغه نوي حکومت سره به د بيارغونې په چارو کې اقتصادي همکاري وکړي او د دوی په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي.
امریکا خپله له دوحې تړونه سرغړونه کړې او هغه هوکړې يې نه دي عملي کړي، چې د اسلامي امارت له چارواکيو سره پرې توافق شوی و. امریکا په دغه تړون کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د رسمیت پېژندلو او مرستو ژمنه کړې وه، خو اوس سرغړونه ترې کوي، دغه راز امريکا د تړون له مخې مکلفه وه چې د ۲۰۲۰م کال د اګست مياشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې هغه بنديزونه لرې کړي،چې د دوی له لوري په ظالمانه ډول د اسلامي امارت په غړو باندې لګول شوي وو او په دې توګه بايد تور ليست او د جايزې ليست مکمل ختم شوی وای، خو ملل متحد او امريکا نه يوازې دا چې د دې بنديزونو په لرې کولو کې عملي ګام پورته نه کړ، بلکې د بنديزونو د څار کمېټې مشري يې هند ته وسپارله او لا تر اوسه يې د اوسني حکومت د مشرانو نومونه له تور لېسته نه دي ایستلي چې بهرنيو هېوادونو ته په آزادانه توګه سفرونه وکړای شي، امریکا د افغانستان ملي شتمني یې کنګل کړې او د دوحې تړون خلاف يې د افغانستان ملت له دوامدارو سياسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ کړی،همدارنګه د افغانستان فضايي حريم لا هم د امريکا په لاس کې دی او د جاسوسۍ لپاره يې د افغانستان خاوره تر څار لاندې نيولې
ده! په همدې تړاو ټول افغانان هغو غونډو ته ډېره هيله مندي ښيي، چې افغان لوري ته په کې ونډه ورکړل شي، ځکه هغه ستونزې چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ پرتې دي په داسې غونډو کې به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د ګډو اړيکو ټينګښت ته لاره پیدا شي او دواړه لوري به يو بل ته قناعت ورکړای
شي.په دې غونډه کې بايد د اسلامي امارت مشرتابه لومړی د افغانستان په تړاو دوحه غونډه کې له امریکايي سره د افغانستان د اشغال شوي فضايي حريم مسئله مطرح کړي او نړۍ ته په ډاګه کړي چې واشنګټن لاهم د افغانستان فضاء اشغال کړې ده.
دوهم داچې د نړۍ د مشروع غوښتنو په برخه کې له نړیوالو سره تفاهم ته د رسېدو ترڅنګ د غونډې له ګډونوالو وغوښتل شي،چې ټول هغه تښتېدلي جنګي جنایتکاران چې د خپلو شخصي ګټو په پلمه يې شل کاله د افغانانو پر سر هر ډول لوبې وکړې او په يوه او بل نوم يې زرګونه هېوادوال قرباني کړل د محاکمې مېز ته راکش کړي او حساب و کتاب ورسره وشي، ځکه د اسلامي امارت د مشرتابه په ګډون ټول لوړپوړي چارواکي باید ملي ارزښتونو ته په ډېره جدي توګه پاملرنه وکړي، ځکه دا ډېره جدي مسئله ده.
هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتونکي دي؛ تر اوسه یې د اسلامي امارت لپاره د ټول شمولیت واضح تعریف نه دی وړاندې کړی،له همدې امله ټول افغانان دا يوه بهانه بولي او اوس په دې ښه پوه شوي او د دوست او دښمن ښه تفکيک کولای شي! دا،چې د افغانستان په اړه هر څوک ځانته څرګندونې کوي، خپل کار يې دی، خو په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته، چې سیال ونه لري او پر چا بېځايه نیوکه و نه کړي، مهمه دا ده، چې په ټول هېواد کې مخالفت نه شته، ان یو جریب ځمکه هم د مخالفینو تر واک لاندې نه ده او مخدره توکي صفر ته راټیټ شوي دي.
د امريکا په مشرۍ د سيمې او نړۍ هېوادونه که په واقعي توګه د افغانستان او افغانانو د راتلونکې لپاره اندېښمن وي او غواړي افغانستان له سياسي بحرانه خلاص کړي، نو د اسلامي امارت هره مشروع غوښتنه دې په ورين تندي ومني، چې د دوحې په غونډه کې پرې توافق شوی دی.
لنډه داچې اسلامي امارت د يوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه د ناپيلي او بي پرې سياست له مخې له سيمې او نړۍ سره د ديپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا ټينګار کوي او تل يې هڅه کړې،چې د متوازن تعامل پر بنسټ د متقابلو ګټو د خونديتوب لپاره لاره هواره کړي ترڅو د سيمې او نړۍ په کچه له هېوادونو سره د راکړې ورکړې په وړاندې هر ډول خنډونه او ستونزې له منځه ولاړې شي او په سيمه کې د نوي اقتصادي پياوړتیا لپاره د عملي ګامونو په پورته کېدو سره پرمختيايي خوځښت لپاره د ګړنديتوب چاره سمبالښت ومومي.
احمد راشد