افغانستان

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان حکومت د ګډون شرطونه پوره شوي

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي د دوحې د درېیمې غونډې جوړېدو ته په نغوتې په خپل اېکس لیکلي چې افغانستان په ډپلوماټیک ډګر کې پرمختګ کړی او له نړۍ او لوېدیځو هېوادونو سره د تعامل پلوی دی.

نوموړي وړاندې لیکلي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د تېرو هغو پر خلاف د اسلامي امارت د ګډون لپاره شرایط برابر شوي او په یاده ناسته کې به د خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسایلو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وشي .هغه زیاته کړې: «دا ځل د دوحې د تېرې غونډې پر خلاف د افغانستان د حکومت پلاوي لپاره شرایط برابر شوي، خو بیا به هم ولیدل شي چې په راتلونکو نږدې لسو ورځو کې د دې غونډې اړوند پرمختګونه پر کومه ځي.» جلالي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو له اوسنۍ جوړې شوې اجنډا سره افغان حکومت همغږی دی او قطر ته یې د خپل پلاوي د لېږلو ژمنه هم کړې ده.

ملګرو ملتونو نږدې یوه میاشت مخکې وویل چې د دوحې راتلونکې غونډه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د جوړوونکي تعامل زیاتوالي په موخه ټاکل شوې جوړیږي. د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ په لسمه او یوولسمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټرېش په کوربه‌توب د ځینو هېوادونو د استازو په شتون د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د ویلو ده چې لاتراوسه افغان حکومت ددې پلاوي غړي نه دي په ډاګه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button