
د دولتي ادارو له ویندویانو او مطبوعاتي مسئولانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د دولتي ادارو له ویندویانو او مطبوعاتي مسئولانو سره، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رهبرۍ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې ناسته کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس مولانا نعیم الحق حقاني، د اطلاع رسونې بهیر د چټکتیا او پیاوړتیا، له رسنیو سره د تعامل کچې لوړولو، د دولتي ادارو د نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونو د لا ښه والي او په دوامداره ډول د لاسته راوړنو شریکولو په اړه خبرې کړې دي.
په ناسته کې دغه راز د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د ناستې ګډونوالو هم په خپل وار سره، د نظام د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رول او ځای ځایګي، شته ستونزو، د نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونو د لا ښه والي او د لاسته راوړنو د شریکولو په اړه خبرې کړې او د خپل وظیفوي رسالت په ترسره کولو او له مرکز سره یې پر زیاتې همکارۍ ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د رهبرۍ او د رسنیو د مدیر مسئولانو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې، د دولت او رسنیو ترمنځ پر زیاتې همکارۍ ټینګار وشو.