ټولنه اوکلتور

د دوو بنو خوندوره کیسه

یوه مېرمن وایي: بن مې له مېړه راباندې ګرانه وه! سره له دې چې هغه پر ما بن راغلې وه او په راتګ یې سخته خپه او غوسه شوې وم، خو بیا هم هغه زما نږدې ملګرې او لکه خور داسې شوه، ډېر ځله ما د هغې په حق کې غلطۍ کړې وې، هغه مې ځورولې او کړولې وه، خو هغې هر ځل زه بښلې وم او زما پر تېروتنو یې سترګې پټې کړې وې؛ ځکه هغې غوښتل ژوند وکړي. اخیر زه هم راضي شوم، مال له یوې بلې مو خلاصون نشته، نو جوړه مې ورسره وکړه او سره ملګرې شوو.
مګر متاسفانه ما له هغې سره لا هېڅ ښېګڼه ونه کړه چې د سرطان کرغېړنې ناروغۍ ونیولم (الله مو وساته) ، وزن مې ډېر کم شو او وېښتان مې ټول تویې شول! د مېړه مې نفرت رانه کېده، سخت بد چلند یې راسره پيل کړ، آن خبره دېته ورسېده چې د طلاق اراده یې وکړه ! او غوښتل یې په ډاګ مې وغورځوي! خو نادره دا رامنځته شوه چې بنې مې په زغرده ورته وویل: که دې ته دې د طلاق اراده کړې وي؛ اول ما طلاق کړه، زه له دې پرته ژوند نه شم کولی.
څلور پینځه کاله له هر شي عاجزه وم، هېڅ شی مې نه شوی کولی، هغې به مې ټول خدمت کاو، په غېږ کې به یې ګرځولم، هېڅکله یې په تروش تندي هم نه دي راته کتلي، د کور ټول کارونه یې لا ځان ته په غاړه وو! هر وخت به یې ماته له ځانه ښه خوراک راکاو او همیشه به یې راته ویل: ان شاء الله روغه به شې، ډېره مه خپه کېږه.
خو د الله تعالی امر بل رقم و، داسې چې زموږ په ګومان کې هم نه و! زه له سرطانه روغه شوم! ناڅاپه د الله فیصله وشوه، خپل امانت یې واخیست او هغه وفات شوه! د هغې وفات زما د ژوند له ټولو سخت خبر و! له خپلې مور نه په هغې زیاته خپه شوم، څو میاشتې مې پر هغې وژړل ، کله مې چې د پلار میراث ترلاسه کړ! اکثره مې هغې پسې خیرات کړ او تر مرګه به یې یادوم. ځکه هغه پر ما زما له کورنۍ، مېړه او لوڼو زیاته مهربانه وه.
پایله: کوم انسان مو چې په ژوند در شریک شي ؛ دا شراکت یې د الله تعالی له پرېکړې سره سم په ورین تندي ومنئ او د الله د امر تابع واوسي ، زموږ ټولنه کې د بنو ستونزه لوی عذاب ګرځېدلی، په دې کې لکه څومره چې د نارینه د ناسم او غیر شرعي چلند برخه د بنو یوه بله نه منلو هم رامنځته کړی وي.

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *