
افغانستان
د ديني عالمانو پر رول بحث وشو
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولايت د علماوو شورا له غړیو سره وکتل.باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دیني عالمانو پر رول، اسلامي نظام او همدارنګه د وزارت پر فعالیتونو او لاسته راوړنو خبرې وشوې.په دې کتنه کې د هېواد مشهور دیني عالم شيخ الحديث والتفسیر عبدالحمید حماسي او د کابل ولايت د علماوو شورا نورو غړیو ګډون کړی و.