
د ديني مدرسو تدريسي نصاب او ميتود
د حالاتو په بدلون سره د شرعي احکامو په تطبيق کې هم بدلون راځي او هم راغلی دی، نو که په درسي نصاب کې هم د استعدادونو او د وخت له غوښتنې سره سم بدلون او نوښت راشي، دا به ډېر ګټور وي.په دې بدلون سره د زده کوونکو د تفهيم او د تدريس کيفيت بدلېږي او ښه کېږي، که څه هم ټول هم هغه مفردات او موضوعات دي کوم چې پخوانيو علماوو ليکلي او تحرير کړي دي، يوازې نوي نسل ته د وړاندی کولو ميتود او کيفيت به بدل وي،کاش چې د پخوانيو علماوو کتابونه د هغوی له غوښتنې سره سم تدريس کېدای، خو هغسې يې څوک نه تدريس کوي، مثلاً؛ نحومير چې د علم النحو له ابتدائي کتابونو څخه دی، خو د تدريس پرمهال شاګردانو ته په کې له شرح جامي څخه تشريحات کېږي، شاګرد بيچاره هم ډېر اندېښمن او له يادولو څخه يې عاجزه شي،نو داسې بايد ونه شي ، مصنف هغه کتاب ځکه مختصره ليکلی چې شاګرد يې پوره په ياده زده کړي، خو په دې ميتود سره هدف شاګردانو ته بيا په لاس ور نه شي، ځکه چې هغه ته ټول د اسمان ستوري په همدې کتاب کې ور ښودل شوي وي او د اسمان ستورو شمېرل نا ممکن دي،همدا راز کافيه څومره مختصر متن دی، نو دا بايد همداسې په مختصر ډول تدريس کيدای او متن يې شاګردانو حفظ کولای،نو بيا به يې سينه په شرح ملا جامي باندې د ښه پوهېدو لپاره پراخه وای، خو برعکس يوازی په (الکلمة) کې يوه مياشت تشريح روانه وي، نو خلاصه دا ده؛چې پخوانی نصاب هم سم دی خو د تدريس ميتود يې په صفر کې ضرب دی. اکثره وروڼه(مدرسين) په کتاب پوهېږي خو کتاب چې له کوم علم څخه بحث کوي، دا بيچاره پنځه سلنه هم د پام وړ پوهه پرې نه لري.
ضياءالحق أزهر