لیکنېمقالی اوتبصرې

د دې نظام ملاتړ په کار دی!

دا چې الله جل جلاله پر موږ خپل عظیم نعمت (فتح او بریا) ولوروله؛ کفار یې مات او موږ ته یې کامیابي را په برخه کړه، دا نو زموږ کوم کمال او یا توره نه
وه/ده. دا د الله متعال هغه ستره لورېینه وه، چې د نړۍ په ټولو مسلمانانو کې یې یوازې موږ افغانانو ته رانصیب کړه، موږ کمزوري افغانان یې د نړۍ په زبر ځواک طاقت، چې په دې نړۍ یې د خدایي دعوه کړې وه؛ مات او له تلپاتې رسوایۍ سره مخ کړل.
الله جل جلاله تل کمزوري او کم مسلمانان په ډېرو قوي او کبرجنو کفارو غالب او کفار یې ورته مغلوب کړي دي، یو ښایسته مثال یې موږ او تاسو ته د بدرغزا ده، چې رسول الله مبارک او ملګري یې۳۱۳ تنه وو او کفار۱۰۰۰ تنه وو، مسلمانان د اسبابو له لحاظه، په ډېر ضعیف حالت کې قرار درلوده یعنې نه په تورو، نېزو او زغرو سمبال وو، نه یې آسونه، اوښان، فیلان او د سورلۍ نور اسباب درلودل، چې د جنګ میدان ته پرې لاړ شي او هلته پرې وجنګېږي، نه یې جنګیالي زیات درلودل چې دښمن پرې وډاروي.
خو بل خوا، دښمن پوره په اسلحو سمبال او د جنګ میدان ته په ډېر کبر او غرور راغلي وو. د مشرکینو لویان او د سر خلک لکه:عتبه ،شیبه ،ابوجهل او همدارنګه نور سرداران هم راغلي وو او غوښتل یې، چې د مسلمانانو دا کمزورې او کمه ډله له منځه یوسي، خو د الله جل جلاله فیصلې بدلې وې. دغه د کفارو په نظر کمزورې او بې وسه ډله، خو په الله جل جلاله ريښتیني مینان او په ایمان قوي خلک، یې په جابرو او مغرورو مشرکینو کامیاب او داسې یوه شرمونکې ماتې یې د الله جل جلاله په نصرت هغو مغرورو او کبرجنو کفارو ته ورکړه، چې هغه لویان او سرداران یې ورته ووژل، ځینې یې ژوندي ورڅخه ونیول او پاتې نور یې په تېښته بریالي شول او الله متعال له خپل رسول او مؤمنانو سره کړې وعده رښتیا کړه. نو خبره مې دا کوله چې اوس فتح راغلې او په هېواد کې سرتاسري امن او سوله ده؛ نو موږ باید د الله جل جلاله شکر ادا کړو، ځکه چې زموږ په هېواد کې کومې ناخوالې نه وې چې تېرې نه شوې. د کفارو ظلمونه، بمباردونه، وحشتونه، چاپې او په زندانونو کې رنګارنګ شکنجې، چې ټولې نړۍ یې مشاهده کوله او پر موږ بې وسه او مظلومه افغانانو تېرېدې، خو هغه وختونه الله عزوجل تېر کړل. اوس چې هغه ظلمونه، وحشتونه او هره ناروا ختمه ده او په ټول هېواد کې اسلامي نظام قایم دی؛ نو موږ باندې فرض ده، چې د الله جل جلاله شکر ادا کړو او شکر ادا کول دا دي، چې د دغه سپېڅلي اسلامي محمدي نظام، په کلکه ملاتړ وکړو او هېچا ته اجازه ورنه کړو، چې د دې نظام په خلاف راپورته شي او دا د کونډو،بورو، یتیمانو، فدایانو، شهیدانو په وینو او غوښو راغلی نظام تخریب او یا کومه صدمه ورته ورسوي. نو فلهذا د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو وروڼو څخه مې یوه هیله ده، هغه دا چې ستاسو له ټولو مهم مسؤلیت دا دی، چې د ولس زړونه لاس ته راوړئ او ډېر پام کوئ، چې درنه خفه نه شي.
د همدې ولس قربانۍ وې، چې نن موږ او تاسو واکمن یوو. هغه شپې باید هېرې نه کړو، چې همدې ولس به خپل مال، ځان او آن خپل ناموس تاسو ته سپر کړی و.
د هر نظام تر شا چې ولس ولاړ نه وي او د هغوی ملاتړ ونه لري؛ نو لکه د تېر جمهوريت غوندې به له ماتې سره مخ وي، اګر که اداره یې په رنګارنګ وسلو سمباله او د ټولې نړۍ ملاتړ ورسره وي، خو چې د خپل ملت ملاتړ ورسره نه وي په هېڅ حساب دي.
د اسلامي امارت اصلي مقصد او هدف په خلکو واکمن کېدل نه؛ بلکې خپلو افغانو وروڼو ته ښه خدمت کول او له ظالمانو څخه د مظلومانو حساب اخیستل دي/وو.
چې لله الحمد، اسلامي امارت تر اوسه په دې توانېدلی، چې د خپلو افغانانو وروڼو دغه ارمان او هیلې تر ډېره بریده حل او فصل کړي، چې ښه او ژوندی مثال یې د صلیبي اشغالګرو او د جهموریت له داړه مارانو څخه د مظلومو او بې ګناه افغانانو خلاصول او د داعش په نوم د خوارجو لویه فتنه لمنځه وړل یې ښې بېلګې دي. الله جل جلاله دې اسلامي امارت ته عمر طویل ورنصیب او په ټوله نړۍ قایم کړي. آمین

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *