سرمقالې

د راستنېدونکو پالنه یوه لویه ملي اوتاریخي ذمه واري ده !

څرنګه چې افغان ولس دتېرو څلورولسیزو په موده کې له خوراظالمانه یرغلونو،انقلابونو اوبدلونونو سره مخ شوی ،ثبات،امنیت اوقانونیت يې له منځه تللی اودبې ساري بشري ناورین له کبله يې انتهایي درانه مصیبتونه ګاللي، همداوجه وه چې دهېواد تقریباً څلورمه برخه وګړي دخپل کور- کلي په پرېښودو مجبور اونوروهېوادونوکې دېره شول. دا چې پرته له شکه پردی کټ له نيمو شپو وي، ځکه خودا وخت وينو چې ګڼ شمېرهېوادوال موله ترکيې ،ایران اوپاکستانه په بدحال راشړل کېږي اوپه داسې حال خپل هېوادته را روان دي چې له یوې خوايې د ورځني ژوند لومړني وسایل له لاسه ورکړي، له بلې خوايې خپله هستی اونیستي په کرايه کې لګولې ، له کور او سرپناه محروم ،بې روزګاره اودژمي سختې ستونزې ګالل لازیاتی ورپه غاړه دي.همدارنګه پرهېواد واکمن نظام هم نوی اودنړۍ دزیاترو ځواکمنو بدماشانوله بندیزونو اومقاطعې سره مخ دی.مطلب دا چې یقیناً دغه په ميلیونو راستنېدونکي هېوادوال له هرپلوه درپه دره،بېوزلي او دهرراز مرستې مستحق دي. خو دا چې اسلامي امارت هم له ژورو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، حتمي ده چې په ناڅاپي توګه ددومره زیات شمېروګړو پالنه ډېره ګرانه ښکاري،البته پېښه همداسې شوه چې داسلامي امارت مجاهدينو همدغه شان نورهم ډېردرانه مسوليتونه په غاړه واخیستل، مثلاً خپل هېواد د پرديو له اسارته خلاصول،یوشرعي اوملی حاکمیت قایمول،ملی وحدت اوځمکنۍبشپړتيا ساتل،سترې اقتصادي پروژې پيلول، امنیت ټینګول،دملوک الطوایفي له منځه وړل او دادی بالآخره هېوادته دميليونو راستنېدونکوبې وزله هېوادوالو پالنه او ځای پرځای کول. پورتنۍ ټولې چارې هغه درانه وظایف اومسوليتونه دي چې ترسره کول يې فقط په الهي نصرت اودخپل ولس په همغږۍ، اخلاص اوملاتړسره ممکن دي، ښايي هرمنصف اوپرواقعیت ولاړ حقیقت ليدونکی شخص باوري وي چې ددغه ډول سترو تاریخي چارو سرته رسول اوپکې بریا ترلاسه کول یوازې دهغو حکومتونو اونظامونو په وس پوره وي چې خپل خالق ته مخلص اورعیت اوخلکو سره خواخوږی وي. په دې صورت کې نوطبعاً دخلکو اونظام یوداسې پیاوړی وحدت منځ ته راځي چې بې له شکه هرډول درانه پیټي اوچتولی اوهمدغسې لويې اوتاریخي کارنامې په یادګار پرېښوولی شي. په دې لړکې دغه مهال ټول افغانان دسرپه سترګو ویني چې دادی نن – سبا هره ورځ په لس ګونو زره کډوال له مختلفو بندرونو هېوادته را روان دي خو دحکومت دمسوولینو اوڅه ناڅه شتمنو هېوادوالو دخپل منځي تفاهم،اخلاص اوهمغږۍ له برکته په ډېره ښه توګه دهغوی پالنه اوخدمت کېږي چې ترڅه حده يې مهمې اړتیاوې پوره کېدی شي .قادر خدای جل جلاله له دې افغانانو ته همدغسې لوړ همت ،همېشه ورپه برخه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *