افغانستان

د راستنېدونکو کډوالو لپاره لنډ مهالي پنډغالي جوړیږي

د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند په ځانګړي حکم د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر کړې او د کندهار سرپرست والي رسره یې لیدنه کړې، چي پرمهال یې د کندهار امنیه قومندان 5مخ

مولوي حزب‌الله سمیع‌الله، د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي ولي‌جان بادام او د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم هم شتون درلود.
د کمېسیون مشري د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد کوي او د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضل‌الباري فضلي، د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت مرستیال مولوي سیداحمد مستقیم، د عامي روغتیا وزارت مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي، پيښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت استازی مولوي احمدشاه ذهین او د افغاني سرې میاشتي ټولني استازی ملا صالح محمد اخوندزاده د دغه کمېسیون غړي دي.
د لیدني په پيل کي د کمېسیون مشر او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ویلي؛ تېرو څو لسیزو ناخوالو کي کوم افغان وګړي، چي ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، خو اوس د ایران او پاکستان هېوادونو څخه په اجباري ډول هېواد ته د ستنېدو په پار اخراجیږي.
په همدې موخه یادو ستونزو ته په بېړنۍ توګه د رسېدني او د اوسېدو د ځایونو د تنظیم او ترتیب په موخه کمېسیون ټاکل شوی او یاد ګډ کمېسیون ته دنده سپارل شوې، ترڅو د تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه او د نورو سرحدي پولو څخه راستنېدونکو کډوالو ستونزې د حل په موخه وپلټي.
د اوسېدو لپاره یې لنډمهاله ځایونه تثبیت، ترتیب، تنظیم او د ژوند کولو لومړنۍ اړتیاوي ورته برابري کړي.
د نوموړي په وینا؛ دوی لومړی تورخم ته سفر کړی او هلته یې ټولې اړتیاوې له نژدې کتلي او اوس یې کندهار ته په دې موخه سفر کړی، ترڅو سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ شي او هلته د کډالو د راستنېدو په برخه کې ټولي اړتیاوې پوره کړي او هم به د یوه لنډ مهاله کمپ لپاره ځای انتخاب کړي.
دغه ټول موارد به په ژر تر ژره د ریاست الوزرا مقام سره شریک کړي او د هغوی له لوري به د اجرااتو په موخه اړین ګامونه واخیستل شي.
مولوي عبدالرحمن راشد د کندهار سرپرست والي او هلته د یوشمېر اړوندو ادارو همکاري اړینه بللې او غوښتنه یې کړې، چې ورسره بشپړه همکاري وکړي.
د کندهار سرپرست والی مننه کړې ، چې د داسې مهم کار لپاره یې کندهار ته سفر کړی او له خپله اړخه یې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چي ټولي اړوندي ادارې به ستاسي له کمېسیون سره بشپړه همکاري او همږغي ساتي.
حاجي ملاصاحب ددغه کمېسیون څخه غوښتي، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولي اړتیاوي برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *