لیکنېمقالی اوتبصرې

د رسنيو څار او مديريت څومره مهم دی؟

کله چې د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ د غربي ټلوالې د ۴۸ هېوادونو په ملتيا په ۲۰۰۱ م کال پر افغانستان نظامي يرغل وکړ، نو تر څنګ يې فکري يرغل ته هم مټې رابډوهلې او د دغه یرغل د توجیه او مشروعیت ورکولو لپاره يې له شتو امکاناتو څخه په استفادې پراخ تبليغات په لاره واچول.دهغوی دغه تبلیغاتي جګړه د يو پراخ او منظم پلان له‌ مخې له پوځي يرغل سره په همغږۍ پر مخ روانه وه او په دې برخه کې يې پانګونه هم له نظامي برخې کمه نه ‌ګڼل کېده. يرغلګرو لومړی له خپلو تبليغاتي وسايلو او امکاناتو په استفادې د ډيموکراسۍ، بیان آزادۍ، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره مبارزې او … په څېر ځانګړې اصطلاح‌ګانې رامنځته او د هغو د ترويج لپاره يې پراخ تبليغات وکړل. په همدې موخه يې د ۱۳۸۲هـ ش اساسي قانون د ۳۴ مادې مطابق د « ټوليزو رسنيو قانون» تقنيني سند جوړ کړ،چې له امله يې په سلګونو چاپي، غږېږو او انځوريزو رسنيو ته د فعاليت زمينه برابره شوه. که څه هم د دغه قانون د ۳۳ مې مادې مطابق د رسنيو د امتياز خاوند د اړوندې رسنۍ د مالي تمويل سرچينو په اړه د معلوماتو پر ورکولو مکلف ګرځول شوی و،خو رسنيو ته د جواز ورکولو په مواردو کې هېڅ کله هم دغه ټکی په پام کې نه نيول کېده لکه څنګه چې د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزير «سيدمخدوم رهين» د ۱۳۹۲ کال په غبرګولي مياشت کې د پارلمان په عمومي ناسته کې وويل چې حکومت د رسنيو د تمويل وړتيا نه‌لري او ډېری رسنۍ د بېلابېلو بهرنيو هېوادونو او بنسټونو له‌خوا تمويلېږي،چې په دې لړ کې له ۹۰۰ زياتو رسنيو د فعاليت جوازونه ترلاسه کړل چې ۵۲ ټلويزيوني شبکې، لس خبري آژانسونه، ۱۷۷ راډيويي چينلونه او له پنځو زرو څخه زيات خبري سايټونه په‌کې شامل وو او ډېرو يې له بېلابېلو بهرنيو هېوادونو او مؤسسو څخه مرسته ترلاسه کوله.
په دې برخه کې « موبي ګروپ رسنيز بنسټ» چې طلوع نيوز، طلوع، لمر او فارسي ون ټلويزيوني شبکې د آرمان او اراکوزيا راډيوګانې، باربت او کابورا د موسيقي د توليد پروډکشن او انګليسي مجله شامل دي، له ټولو مخ‌کښ وو.
د دغه بنسټ مؤسس سعد محسني د اشغال د تبليغاتي جګړې يو له هغه بنسټ‌ګرو څخه دی، چې په ۲۰۰۲ کال کې له خپلو دوو وروڼو « جاهد» او « زيد» او خپلې خور « وژمه محسني» سره افغانستان ته راغلل او لومړی يې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې (USAID) په مالي مرسته او ۱۸ بهرنیو سلاکارانو (چې ډېری يې امریکایان او استرالیایان وو) په ملتيا د «آرمان اف ام» په نوم راډيو او ورپسې يې په ۲۰۰۴ کال کې د طلوع په نوم ټلويزيوني شبکه فعاله کړه چې د سيګار د يو راپور پر بنسټ د امريکا پرمختيايي ادارې يوازې د دغې شبکې پر تأسيس ۲.۲ ميليونه ډالر ولګول،چې ورپسې يې د لمر او طلوع نيوز په نوم ټلويزيوني شبکې، آراکوزيا راډيو، کابورا او باربت پروډکشنونه هم فعاله کړل.د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې دغه رسنيز بنسټ د اشغال پر ضد د وسلوال مقاومت د بدنامولو ترڅنګ د فاحشو سريالونو، موسيقۍ او نورو پروګرامونو له لارې د کورنۍ مفهوم له منځه وړلو، اتييزيم ( بې دينۍ) خپرولو، د سقط جنين عادي ښودلو، د کورني حريم پر وړاندې د بې تفاوتۍ ترويج، د واده په پرتله له نورو سره د ژوند کولو او فيمينيزم عامولو، په کورنۍ کې د والدينو او اولادونو ترمنځ د اړيکو له منځه وړلو او په ځوانانو او ځلمکيانو کې د تاوتريخوالي ترويج لپاره په پراخه کچه تبليغات کول.د نیویورک ټایمز خبریال کن اولیټا په وينا امریکا د موبي‌ګروپ کارونو لاښه پرمختګ لپاره په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو حتی يوه هيلي‌کوپټر سعد محسني ته سپارلې وه څو د کارکوونکو د لېږد په برخه کې ورڅخه استفاده وکړي.
دا يوازې د موبي‌ګروپ نه بلکې د ډېری هغو خصوصي رسنيو وضعيت و چې د اشغال پر مهال يې په افغانستان کې فعاليت پيل کړ او د افغانانو په تېره بيا د ځوان نسل د اذهانو په انحراف کې يې مهم رول لوبولی دی. که څه هم د اسلامي امارت په حاکميت سره د رسنيو په تفريحي او فرهنګي پروګرامونو کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی، ډېری مبتذل او فاحش سريالونه او هغه تفريحي پروګرامونه چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وو، بند او يا اصلاح شوي او ځای یې اغېزناکو تربيتي او روزنيزو پروګرامونو نيولی،خو د خبري او تحليلي پروګرامونو په برخه کې يې لاهم ډېرې ستونزې ليدل کېږي. کوچنيو منفي خبرونو ته په پراخه کچه انعکاس ورکول، د مثبتو لاسته‌راوړنو کمرنګه ښودل او په سياسي بحثونو کې د نظام ضد او غرب‌ځپلو څيرو ته د څېړونکو او کارپوهانو په توګه بلنه ورکول چې له روان وضعيت څخه پوره معلومات نه‌لري او يا يې ليدلوری منفي وي، هغه څه دي چې لاهم په دوامداره توګه د ډېری رسنيو په خپرونو کې ليدل کېږي.نو پر رسنيو د اشغالګرو دغه ډول پراخې پانګونې ته په پام سره چې لايې هم ځينې په ډېر مهارت سره د هغوی موخې تعقيبوي،د دغو خصوصي رسنيو فعاليتونو کره او دوامداره څارنه اړينه چاره ګڼل کېږي څو له دې لارې د منفي خپرونو مستندولو او ورسره شريکولو له لارې هغوی خپلو قانوني مسووليتونو ته متوجه او د راتلوونکو تخريبي کړنو مخنيوی يې وشي.

ابوالیاس جهادوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *