افغانستان

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون ناسته وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ نن د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار رئیس عبدالواحد ریان، د یوشمېر رسنیو استازو او د
کمېسیون غړیو ګډون کړی و؛ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون د کړنلارې، د ژورنالیستانو صندوق او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
دغه راز د کمېسیون غړیو د یادو موضوعاتو په اړه خپلې نظریې او وړاندېزونه
شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *