دینې لیکنېلیکنې

د رسول الله(ص) د مېرمنو د ډېروالي لاملونه

د یو سړي لپاره د ډېرو میرمنو ساتل له اسلامه وړاندې هم تقریباً په ټولو ادیانو کې جائز ګڼل کېده. په عربو، هندوستان، ایران، مصر، یونان، بابل، اسټریا او د نورو ملکونو په هر قوم کې د ډېرو ودونو دود جاري و. او د دې له فطري اړتیاوو څخه نن هم انکار نشي کېدای. اوسمهال اروپا د خپلو پخوانیو دودونو خلاف د ډېرو ودونو د ناجائز بللو کوښښ کوی؛ خو بریالۍ نشوه او بالاخره فطري قانون پرې برلاسی شو اوس د دې (ډېرو ودونو کولو) رواج عامولو کوښښ کوي.
مسټر ديون پورټ چې یو عیسوي پوهاند دی، د ډېرو ودونو کولو په ملاتړ کې یې د انجیل د ډېرو آیتونو له نقلولو وروسته لیکلي: له دې آيتونو څخه جوتیږي چې د ډېرو ودونو کول یوازې غوره او خوښ کار نه دی، بلکې الله جل جلاله یو ځانګړی برکت په کې اېښی. (لائف: د جان ديون پورټ لیکنه ۵۰ مخ وګورئ).
دا د کتلو وړ خبره ده چې: له اسلامه وړاندې د ودونو د شمیر هېڅ حد نه و، یو شخص ډېری ښځې ساتلی شوې. د عیسویانو پادریانو د ډېرو ودونو کولو عادت درلود. تر اوولسمې عیسوي پيړۍ پورې په جرمني کې دا عام دود و. د فلسطین واکمن او د هغه ځایناستو خورا زیاتې ښځې درلودې.
همداراز له (ویدي) تعلیم نه برېښي چې تر نامعلوم شمیره پورې ودونه کول یې روا ګڼل او له هغه څخه د لسو لسو، دیارلسو دیارلسو او اوه دیرشو اوه دیرشو ښځو په یوه یوه وخت د یو ځای کولو اجازت معلومیږي.
لنډه دا چې: له اسلامه وړاندې د ډېرو ودونو کول، په نامحدود ډول رواج و، تر دې چې: د ادیانو او هېوادونو له تاریخ څخه څرګندیږي، چې هیڅ دین او هېواد حد نه و ورته ټاکلی، نه یهودو، نه نصاراؤ، نه هندوانو، نه اریایانو او نه پارسیانو. د اسلام په لومړنیو وختونو کې هم پرته له تحدیده (بریده) دا رواج روان و. د ځينې اصحابو کرامو رضی الله عنهم په نکاح له څلورو زیاتې ښځې وي. د حضرت خدیجې رضی الله عنها له وفاته وروسته د ځينې ځانګړو اسلامي اړتیاو مطابق د رسول الله صلی الله علیه وسلم په عقد کې تر لسو پورې بیبیانې جمع شوې.
بیا وروسته د ډېرو ودونو کولو له امله د ښځو حق وهل کېدل (له منځه تلل) پيل شول، په سر کې خلکو هم ډېرې نکاح ګانې کولې، بیا یې د هغو حقونه نه شو ادا کولی. قرآن عزیز کې ابدي قانون، چې له نړۍ څخه ظلم او زور له منځه وړي، نازل شو، هغه فطري اړتیاو. ته پاملرنه وکړه، د ډېرو ودونو کول یې بیخي منع نه کړل، خو د هغه د ناوړه پایلو سمولو په موخه یې د یو حد ټاکلو په اساس دا الهي لارښوونه نازله شوه. چې اوس تر څلورو پورې میرمنې په نکاح کولی شئ په دې شرط چې: تاسو د څلورو واړو حقوق په مساوي توګه ادا کړي. او که داسې نشي کولای، بیا له یوې څخه د زیاتو کول ظلم دی. د امت په اجماع سره له څلورو ښځو څخه د زیاتو په نکاح سره جمع کول حرام دی. هغه اصحاب کرام رضی الله عنهم چې له څلورو زیاتې ښځې یې په نکاح کې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم ورته وکړ. هغوی څلور وساتي او نورې به یې طلاقې کړې، حدیث شریف کې راځي، حضرت غیلان رضی الله عنه چې مسلمان شو، نو لس ښځې یې په نکاح کې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته امر وکړ چې: څلور له ځان سره وساته او پاتې نورو ته طلاق ورکړه. همدارنګه نوفل بن معاذ رضی الله عنه اسلام راوړ او د هغه په نکاح کې پنځه ښځې وې. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د یوې طلاقولو حکم وکړ. (تفسیر کبیر ۱۳۷ مخ ۳ ټوک).
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سپېڅلې بیبیانې هم د دې عام قانون له مخې باید له څلورو څخه زیاتې نه وي؛ خو دا هم څرګنده ده چې: امهات المؤمنین د نورو ښځو غوندې نه دي، خپله په قرآن عزیز کې ارشاد دی: اې د نبي صلی الله علیه وسلم میرمنو تاسو د نورو ښځو غوندې نه یاستئ!
هغوی د ټول امت میندې دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلته وروسته یې څوک نشي نکاح کولی. که د عام قانون لاندې له څلورو پرته نورو ته طلاق ورکړي او جلا یې کړې، نو دا پر هغوی څومره ظلم دی، ځکه هغه به د ټول عمر لپاره معطلې وي. او رحمة للعالمین څو ورځنۍ ملګرتیا به د هغوی لپاره عذاب جوړ شي، چې دلته د فخر عالم صلی الله علیه وسلم له ملګرتیا نه خلاصې شوې او بل خوا دوی ته د دې اجازه نشته چې بل ځای خپل غم غلط کړی.
له دې وجهې هیڅ مناسب نه و، چې سپېڅلې بیبیانې د دې عام قانون لاندې راشي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو په اړه چې د دوی نکاح له دې امله شوې وه، چې خاوند یې په جهاد کې شهید شوی و. او بې سره و سامانه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې د زړه ساتلو په موخه نکاح ورسره کړې وه. که چیرې یې هغه طلاقه کړې وای، نو پر هغې به څه تېرېدل، نو دا ښه خواخوږي او همدردي وه، چې هغه د ټول عمر لپاره له نکاح څخه بې برخې کېده. له دې امله د الهي حکم سره سم له څلورو څخه د زیاتو بیبیانو ساتل یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځانګړ تیا شوه. همدارنګه د هغه د کورني ژوند حالات چې د امت لپاره د دین او دنیا ټولو معاملاتو کې تګلاره ده، هغه مونږ ته یوازې د پاکو بیبیانو په واسطه رارسېدل. او دا یو داسې هدف دی، چې د هغه لپاره نه (۹) میرمنې هم لږ دي. چې هغو حالاتو ته پام وشي، ایا داسې څوک ویلی شي (معاذالله) چې دا ځانګړتیا پر نفساني غوښتلو راڅرخېده؟
له دې سره سره دا خبره هم د پام وړ ده، چې: پر دې مهال ټول عرب او عجم د مخالفت لپاره ولاړ وو، د قتل دسیسې یې جوړولې، ډول ډول عیبونه یې لګول (لټول)، بهتان یې پرې وایه، لیونی یې باله او درواغجن یې ګاڼه، لنډه دا چې په ځلیدونکي لمر یې د خاورو اچولو کوښښ وکړ، خپله په خاوروګردجن شول، دا هر څه یې وکړل. خو یوه کافر هم د نفساني غوښتنو او ښځو په معامله کې پر هغه باندې تور ونه تړلو او هیڅکله یې ونه تړلو. دلته د افتراء (تور پورې کولو) هڅه نه ده شوې، که نه د یو ښه شخص د بدنامولو لپاره له دې څخه ښه دسیسه نشه (نه وه). که چیرته لږ د ګوتې اېښودلو ځای هم وای، د عربو کفار چې د کور جاسوسان وو، ټول به راپاڅيدل پر هغه یې عیبونه ولګول؛ خو هغوی دومره ناپوه نه وو چې له مشاهداتو انکار وکړي او خلکو ته خبرې بې ارزښته کړي. ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلي ژوند کې تقوی په علمي بڼه خلکو ته ښودل شوې وه. هغه د ځواني یوه لویه برخه په مجردتوب او ګوښه توب کې تېره کړه. کله یې چې عمر مبارک پنځه ویشت کلنۍ ته رسیږي؛ نو حضرت خدیجې رضی الله عنها ته د نکاح پيغام وراستوي، چې هغه هم کونډه او د اولادونو مور وه او عمر یې څلویښت کاله و، چې د لویوالي مهال یې و. او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وړاندې یې دوه ځله نکاح کړې وه، (د دوو زامنو او د دریو لورانو مور وه) په نبوي دربار کې یې چې: د نکاح عریضه وکړه، هغه رد نه کړه. او بیا یې ډېری عمر د دې په نکاح کې تېر کړ او هغه هم دا ډول چې (میرمن) به یې پرېښودله او د حراء غار ته به لاړ، چې هلته به په وران ویجاړ غار کې تر یوې میاشتې پورې د الله جل جلاله په عبادت بوخت و. او د عمر یوه ستره برخه یې پر دې نکاح واړوله. له دې امله د ده جنتي اولاد ټول له حضرت خدیجې رضی الله عنها څخه شوی دی.
هو! د حضرت خدیجې رضی الله عنها له وفات وروسته چې د ده عمر له پنځوسو کلو اوښتی و نو دا نکاح ګانې شوې دي، هغه هم د ځانګړیو اړتیاوو له مخې دا لس میرمنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نکاح کې شاملې شوې، هغه هم په داسې حال کې چې له حضرت عایشې رضی الله عنها پرته ټولې کونډې او ځينې د اولادونو مېندې وي.
دې حالاتو ته چې: پام وشي ګومان نه کیږي کوم سلیم الحواس انسان دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیبیانو ګڼوالی (معاذالله) د نفساني غوښتنو پایله وښيي.
که کوم ښاپېرک د نبوت د لمر عظمت او دبدبه هم نه وي لېدلې؛ خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خویونو، اعمالو، تقوی، پاکوالي، زهد، ریاضت او سپېڅلي ژوند خوا و شا یې سترګې اړولې راړولې وي، نو خپله به هغه د ګڼو نکاح ګانو کولو، پېښې او حالات پر دې اړ کړي چې ووايي: رښتیا د ګڼو ودونو کول پر ځاني غوښتنو باندې نه و بناء، ځکه هغه له یوې عمر خوړلې ښځې سره ډېر کلونه تېر کړي.
په ځانګړې ډول، چې د عربو کفار او د قریشو مشران د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه اشاره د ټاکلی ښایست او ښکلا ځارولو ته تیار وو. لکه څنګه چې د سیرت او تاریخ معتبر کتابونه د دې شاهد دي. او له دې پرته د مسلمانانو یو ستر ټولی هم په دې ډګر کې تر لکونو پورې دې ته حاضر وو. هره میرمن دې ته چمتو وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نکاح کې داخلیدل یو مناسب او د دواړو جهانونو د بریالیتوب کار ګڼلو. دا هر څه و؛ خو د نبوت د سرخیل په نکاح کې تر پنځوس کلنۍ پورې یوازې خد یجه رضی الله عنها وه، چې د هغې عمر هم د نکاح په مهال څلویښت کاله و. له هغه وروسته هم چې د ده په نکاح کې کومې میرمنې داخلې شوې، له یوې پرته سراسر ټولې کونډې او د اولاد والا وې. د امت بې شمیره پېغلې لوڼه یې بیا هم په نکاح کې شاملې نه شوې (نه کړې). په دې لنډه (وړوکې) رساله کې نه ځاییږي، که نه دا به مو څرګنده کړې وه، چې هغه دا ګڼ ودونه د څومره ډېرو شرعي اړتیاوو په بناء کړي وو. همدارنګه که دا نه وای شوي؛ نو ډېر هغه احکام چې د ښځينه وو په واسطه امت ته رارسېدلي، هغه به پټ پاتې شوی وو. دا څومره بې حیايي او حق وژنه ده
چې د رسالت په څښتن حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د ودونو ګڼوالی په ځاني غوښتنو باندې حمل کوي، که چیرته د باطل پرستو عقل او حواسو څه لیدلی، نو کوم کافر به همداسې نه کول.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه (۹) بیبیانې پرېښودې او له نړۍ یې رحلت وکړ، د هغه له کوچ کولو وروسته تر ټولو سپېڅلیو بیبیانو مخکې زینب بنت جحش رضی الله عنها وفات شوه او تر ټولو وروسته حضرت ام سلمې رضی الله عنها له دنیا کډه وکړه.

محمد علی عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *