دینې لیکنې

د رسول الله صلي الله عليه وسلم  وفا!

شرر ساپی

د بدر له غزا وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ که چا ابو البختري بن هشام ولید چې مړ یې نه کړي، که څه هم د مسلمانانو پر وړاندې جګړې ته راکوز شوی ، ځکه یې رسول الله ص له مرګه خپل ملګري منع کړل چې په مکه کې ابوالبختري  هغه ظالم پرېکړه لیک څيرې کړی و چې مشرکینو د مسلمانانو په وړاندې لیکلی او په کې په رسول الله ص او ملګرو یې اقتصادي بندیزونه  لګول شوي وو.د بدر په بندیانو کې یې زوم ابوالعاص هم و، هغه یې هم له فدیې پرته پرېښود،ځکه چې کله د ابو لهب دوه زامنو د رسول الله دواړه لورګانې (رقیه، ام کلثوم) طلاقې کړې او قریش ابو العاص ته کېناستل چې د محمد لور زینب طلاقه کړه، د مکې په هره جینۍ چې لاس کېږدې دربه یې کړو، هغه ورته وویل چې زه د زینب یو نوک په ټوله مکه نه ورکوم.کله چې د بدر بندیان ونیول شول او په مقابل کې ترې فدیې اخیستل کېدې،نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل، که مطعم ژوندی وای، نو دا ټول بندیان مې له فدیې پرته ورخوشي کول او دا ځکه چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم له طایفه راوګرځېد نو مکه کې مطعم پناه ورکړه.په بدر کې یو بندي رسول الله ص ته وویل چې یا محمده، په کور کې مې لورګانې له ما پرته څوک نه لري، پیسې هم نه لرم، د هغوی په خاطر مې پرېږده، رسول الله صلی الله علیه وسلم، ورته وویل ځه ته ازاد یې.دا یوازې د بدر په غزا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفا نمونې وې، د هغه صلی الله علیه وسلم ژوند ټول زموږ لپاره نمونه ده. اللهم صل علی محمد و علی ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علی ال ابراهیم انک حمید مجید

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button