
د رسول الله (ص) اخلاق
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه
الله عزوجل فرمايلي؛ژباړه: او یقیناً ته د اخلاقو په لوړه درجه کې یې.( قلم ۴ ایت). رسول الله صلی الله علیه وسلم په غوره او ښو اخلاقو کې لوړې درجې ته رسېدلی او د همدې غوره خویونو لپاره یې بلنه او دعوت کولو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وايي: (انما بعثت لأتمم مکارم الأخلاق). ژباړه: [بېشکه زه د دې لپاره استول شوی یم، چې غوره، نېک اخلا ق بشپړ کړم]. احمد، حاکم ۲/۳۵۸
همداراز له عایشې رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خویونو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې ورته وویل: (کان خلقه القرآن) ژباړه: د هغه اخلاق قرآن کریم و. (مسلم ۱/۲۶۴) یعنی د قرآن امرونه یې په ځان پوره پوره عملي کول او له نهي (منع شویو څيزونو) څخه یې په کلکه ځان ساتلو، د قرآن هر څه یې په خپل ژوند کې پلي کړي وو.
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وايي: (کان رسول الله صلی الله علیه وسلم أحسن الناس خلقا) ژباړه:(رسول الله ص په ټولو خلکو کې د ښو غوره خویونو څښتن و). [مسلم۸۸۲] نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به بیا هم د ښو خویونو لپاره ځان ته دعا کوله او ویل یې:( اللهم اهدنی لأحسن الأخلاق، لا یهدی لأحسنها الا أنت، وأصرف عنی سیئها لایصرف عني سیئها الا انت). ژباړه: اې الله! د غوره ښایسته اخلاقو لوري ته مې لارښونونه وکړه، له تا پرته بل څوک د ښو خویونو لور ته لارښوونه نه کوي. او له ما بد ناوړه خویونه (لرې) وګرځوه، چې له تا پرته بل څوک له ما بد او ناوړه اخلاق نه شي ګرځولی. [ مسلم ۲۷۵]
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول غوره خویونه څوک نه شي بیانولی، دلته به په لنډون سره یو څو ذکر کړو: (د هغه تواضع، رحمت او شفقت، سخا، شجاعت او زړورتیا، صدقه، صبر، زغم، امانت، حیاء او په وعده باندې وفا:
۱ ـــ تواضع، عاجزي او خاکساري یې:
تواضع یو غوره صفت دی، ښایسته ښکلې طبع ده، معنی یې دا ده چې کبر او غرور نه کول، پر ځان باندې اعتزاز کول. دا داسې غوره خوی دی چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړی و او دا یوازې فاضلانو، پوهانو او هوښیارانو ته ورکړل شوی، هغو ته چې حق پېژني او په رښتیا سره یې پېژني. (ما تواضع احد لله الا رفعه) ژباړه: (هر چا چې د الله جل جلاله د رضا له پاره تواضع غوره کړه، الله جل جلاله به هغه شخص لوړ او هسک کړي). [مسلم: ۴/۲۱]
الله عزوجل رسول الله (ص) ته واک ورکړ چې نبي او پاچا وي، یا نبي او بنده؟ نو هغه نبوت او بنده ګي غوره کړل. [هذ الحبیب یا محب: ۴۲۲] نو د ده لپاره د الله جل جلاله له خوا دا شرف بس دی، چې په عبد (بنده) سره یې موصوف کړی. الله جل جلاله فرمايلي: ژباړه: سپېڅلی دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې شپې له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پورې بوتلو. (سورة بني اسرائيل لومړی ایت). نبي کریم صلی الله علیه وسلم به خپل اصحاب رضی الله عنهم له دې ایسارول چې د ده ستاینه وشي، لوړ وګڼل شي، سره له دې چې هغه د حضرت ادم علیه السلام د اولاد سردار دی، ویل به یې: (فانما انا عبدالله، فقولوا عبدالله ورسوله). ژباړه: نو بېشکه زه د الله جل جلاله بنده یم، نو تاسو (ما ته) د الله بنده (عبدالله) او د هغه رسول ووایاست. [فتح الباری: ۸/۳۰۸]کوم کس هغه (رسول الله) ته غږ وکړ (یا خیر البریه) نو ده ورته وویل: هغه ابراهیم علیه السلام و. [مسلم ۴/۹۷]
او تر ټولو جالبه او هیښوونکې دا چې ده ساتونکي او دربانان نه لرل، که چا به وغوښتل چې له ده سره وګوري نو هر وخت یې ورسره کتلی شول. یوه ورځ یو سړی هغه ته ورغی، ولې په هغه سړي هیبت راغی او ورپېده، ورته ویې ویل: پر خپل ځان دا کار اسانه کړه، زه کوم پاچا نه یم، زه د یوې داسې ښځې زوی یم چې وچه غوښه (د لاندې غوښه) به یې خوړله. [سنن ابن ماجه: ۳۳۱۲] نبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول کارونه په خپله کول، خپل کارونه یې په نورو نه ترسره کول، بلکې د نورو کارونه به یې هم ورسره کول، له امهات المؤمنین سره به یې د کورونو په چارو کې مرسته کوله.
۲ ــ رحمت او شفقت یې: الله جل جلاله خپل بنده او رسول صلی الله علیه وسلم د مخلوقاتو لپاره رحمت استولی و. الله تعالی وايي: [اې پېغمبره!] موږ ته د ټولو جهانونو لپاره رحمت رحمت جوړ کړی استول یې!.). [سورة انبیاء/۱۰۷] د ټولو مخلوقاتو لپاره یې رحمت داسې و، نېکانو ته یې د ښو پایلو زېری ورکړ او بدان یې له بدو پایلو څخه ووېرول. د حق لوري ته یې راوبلل او له باطله یې وډار کړل، ځکه یې ډارول څو له ناوړه اعمالو څخه ځان وساتي، دا یې رحمت او شفقت و. الله جل جلاله وايي: ژباړه: ( [اې خلکو!] تاسې ته داسې رسول صلی الله علیه وسلم راغلی چې له تاسو څخه دی، هغه ته ستاسو هر کړاو ډېر ګران (سخت) معلومېږي، هغه ستاسو په ګټو ډېر حریص دی، په مؤمنانو ډېر مشفق، خورا مهربان دی). [توبه/۱۲۸]
په خپل امت خورا رحیم او مهربان و، کله چې د طائف وګړیو هغه په کاڼو وویشت، د مبارک سر وینې یې پښو ته ورسېدلې، خو هغو ته یې ښېرا و نه کړې. بلکې دعا یې ورته وکړه، اې الله! زما قوم ته هدایت وکړي؛ ځکه هغوی نه پوهیږي!
په خپلو اُمتیانو دومره مشفق، رحیم او مهربان و چې کله به یې لمونځ اداء کولو او د ماشوم ژړا به یې واورېدله، نو لمونځ به یې لنډ کړ. [ مسلم/۱۷۵] له انسانانو پرته پر حیواناتو هم مهربان و، وايي: «واذا ذبحتم فاحسنوا الذبحة» ژباړه: کله مو چې ذبحه کوله نو په ښه طریقه یې وکړئ. [مسلم/۸۵۲] .
او همداشان کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګران زوی ابراهیم وفات شو، له سترګو یې اوښکې وبهېدې، نو حضرت سعد بن عباده رضی الله عنه ورته وویل: دا څه شی دي؟ ځواب یې ورکړ: دا رحمت دی چې الله جل جلاله د خپلو بنده ګانو په زړونو کې ایښی. او بېشکه الله جل جلاله له خپلو بنده ګانو څخه په رحم کوونکو او مهربانو باندې رحم کوي. [مسلم: ۲/۳۹].
۳ ـــ سخا او کرم یې: سخا او کرم یو ښکلی صفت دی، سخي، کریم او جواد انسان؛ ورکړه، عطا او سخا کوي، خپل مال د الله جل جلاله د رضا لپاره لګوي، له نېستۍ او غریبۍ څخه نه ویرېږي. او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اخلاقو څخه یو خوی و، حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وايي: (کان النبی أجود الناس بالخیر…) ژباړه: نبي کریم صلی الله علیه وسلم له ټولو خلکو څخه په سخا او ورکړه کې ډېر سخي او جواد و. [مسلم/۷۳].
سخا،کرم او جود د رسول اکرم صلی علیه وسلم له اخلاقو او صفاتو څخه و، چې کله به څه ورسره پیدا شول، نو هغه یې د سبا لپاره نه زېرمه کول: (کان النبی لا یدخر شیئا لغد) ژباړه: نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د سبا لپاره هیڅ شی هم نه ذخیره کاوه. [ترمذی مختصر الشمائل ۱۸۵].
۴ ـــ شجاعت او زړورتیا یې: شجاعت او زړورتیا یو غوره صفت دی. الله جل جلاله خپل نبي صلی الله علیه وسلم په دې صفت نازولی و، نو په ټولو وګړیو کې شجاع او زړور انسان و، چې په ډېرو سختو مواقفو کې به کلک ولاړ و:
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وايي: (کان رسول الله اشجع الناس) ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو خلکو څخه خورا شجاع او زړور و. [مسلم ۴/۷۲].
په ټولو غزاګانو کې به د لښکر په سر کې روان و، هیڅکله له دښمنه نه وېرېده، بلکې دښمنان به له ده څخه ډارېدل. او همداشان په ځينو وختونو کې به اصحاب کرام په ده باندې راغونډېدل. هیڅکله له دښمنه نه دی تښتېدلی، بلکې دښمن یې ځغلولی دی. اُبی بن خلف غږ وکړ چې محمد صلی الله علیه وسلم چېرته دی؟ که هغه له ما خلاص شو، زه به و نه ژغورل شم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوري ته راوړاندې شو، مسلمانانو یې مخه نیوله، خو ده (رسول الله [ص] ورته وویل: پرې اېږدئ! بیا یې هغه په نېزه وواهه چې په اساس یې له اسه وغورځېده. [هذالحبیب یا محب:۴۱۲].
یو ځل د مدینې منورې هستوګنو یو غږ واورېده او ووېرېدل، نو د هغه غږ لور ته یې منډې کړې، که ګوري رسول الله صلی الله علیه وسلم بېرته د غږ له لوري راروان دی، توره یې په غاړه او د ابو طلحه رضی الله عنه په اس سپور دی. [فتح الباري: ۷/۴۵۱ او مسلم ۴/۷۲]
له دې پېښې څرګندیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زړور انسان و، د نړۍ د نورو مشرانو غوندې نه و چې خپل ځانونه په خپلو ساتونکو باندې ساتي، چې د دښمن له خوا ستر غږ څه چې د مرغۍ (پَر) هم واوري، بیا پټیږي.
۵ ـــ رښتیا او رښتونولي یې: رښتیا او صداقت دا له غوره او نېکو صفاتو څخه شمېرل کیږي، نو الله جل جلاله خپل وروستي نبي صلی الله علیه وسلم ته دا خوی هم وربښلی و، تر دې چې له نبوته مخکې هم په صادق او رښتین سره یادېده، تل به په خپله ژمنه کلک ولاړ و. مشرکانو په صادق او رښتین سره پېژانده، الله عزوجل وايي: «فانهم لا یکذبونک ولکن الظلمین بآیت الله یجحدون». ژباړه: ځکه دوی تا نه دروغژنوي، بلکې دا ظالمان د الله جل جلاله له ایتونو څخه انکار کوي. [انعام/۳۳].
کله چې رسول الله د روم واکمن هرقل ته لیک واستاوه او هغه(هرقل) د لیک په محتوی د ځان پوهولو لپاره حضرت ابو سفیان رضی الله عنه (چې لا مشرک او د رسول الله مخالف و) راوغوښت، هرقل ورته وویل: آيا تاسو کله هغه په دروغو ویلو لیدلی؟ یا هغه له دې (نبوته) وړاندې دروغ ویلي؟ نو حضرت ابو سفیان رضی الله عنه ورته وویل: نه. [د بخاري شرح فتح الباري ۱۰: ۹۴ او ۹۵]
همدارنګه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت په مقام او منزلت ونازول شو نو خدیجې رضی الله عنه ته یې د نبوت او بعثت زېری ورکړ، ولې له دې یې وېره درلوده چې خلک به یې دروغژن وګڼي، نو هغې ورته وویل: (…وتصدق الحدیث…) ژباړه: او ته تل رښتیا وینا کوي. [فتح الباري ۱۱/۱۴۶].
مشرکان او د رسول الله دښمنان د ده په صداقت او رښتینولي سره شاهدان او ګواه وو؛ سعد بن معاذ [رض] عمرې ته لاړ، هلته له مشرکانو سره مخ شو نو ځينو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صداقت شاهدي ورکړه، نو رښتیا وینا کول او رښتیا خبرې کول د هغه له خویونو څخه و. باید مونږ هم تل رښتیا ووایو او په دې ایت عمل وکړو: ژباړاه: (اې مؤمنانو له الله جل جل جلاله ووېرېږئ او له رښتینو سره شئ). [توبه:۱۱۹].
لومړۍ برخه ـ محمد علي عظمت