دینې لیکنې

د رسول الله ﷺ د شاعرانو ترمنځ شعري سيالۍ

کله چې به نبيﷺخطبې ته ډېر ودرېد، ستړی کېده به، نو د کجورې ډډ يې راوړه، ځای پر ځای يې کړ، بيا به د هغې څنګ ته ودرېد، کله چې به نبيﷺخطبه اوږده کړه، نو په هغې به يې تکيا وکړه، تميم الداري رسول اللهﷺويني چې په ورنونو يې درد راځي، نو تميم ورته وويل:
– ای د الله رسوله، يو منبر درته جوړ نه کړم، په هغې به خطبه وايې، که ستړی کېدلې کېنې به؟
– او منبر څنګه وي؟
– ای د الله رسوله، زه به يې درته جوړ کړم.
ځنګل ته ووت، د بېرې له ونې يې خاخونه پرې کړل، دوه پاټکي يې ورته جوړ کړل، نو رسول اللهﷺد کجورې له ډډ نه چې تکيا به يې پرې وهله، منبر ته وخوت .
خلک مسجد ته راغلل، منبر ته ګوري او په رسول اللهﷺپسې لمونځ کوي، ثابت بن قيس مسجد ته ننوت، غوښتل يې چې کېني، نو هيچا ورته ځای پرې نښود، په رټلي لهجه يې ورته وويل:
ـ ای د فلانۍ زويه.
رسول اللهﷺوويل فلانۍ چا ياده کړه؟
ثابت پورته شو، ويې ويل:
– ای د الله رسوله ما ياده کړه.
– په دې خلکو کې وګوره.
ويې کتل، ويې ويل:
– ثابته، څه دې وليدل؟
سپين پوستي، ژېړ پوستي او تور پوستي مې وليدل.
– نو ته ورباندې له دين او تقوا پرته هيڅ ډول فضيلت نه لري.
نو د الله تعالی له لوري وحی راغله: ﴿ يا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ () قَالَتِ الْأَعْرَابُ آَمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ وَإِنْ تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُمْ مِنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ (الحجرات : ۱۳آيت). «ای خلکو بې شکه چې تاسې مو له يوه سړي او له يوې ښځې پيدا کړي ياست او تاسې مو نژادونه او قبيلې وګرځولی چې يو بل وپيژنئ بې شکه چې د الله په نزد ستاسې ډېر عزتمند ستاسې ډېر ځان ساتونکی دی. بې شکه چې الله پوهېدونکی، خبر لرونکی دی.»
ثابت په غوږونو درون و ، ډېر لوړ غږ يې لره او چې له چاسره به يې خبرې کولې، غږ به يې لوړېده، کله به يې چې هم له رسول اللهﷺسره خبرې کولې، نو غږ به يې لوړېده او رسول اللهﷺبه ځورېده، الله تعالی وحی وکړه: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَنْ تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تَشْعُرُونَ إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَى لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ ﴾( الحجرات: ۲آيت). « ای مومنانو، خپل ږغونه د رسول تر ږغ مه پورته کوئ او له هغه سره په لوړ ږغ خبرې مه کوئ، لکه چې ځينې ستاسې پر ځينو نورو چيغې وهي، (د دغې وېرې له امله) چې ستاسې ټولې ښې کړنې به بابيزه شي او تاسې به پرې خبر نه ياست».
نو ابوبکر هوډ وکړ چې د رسول اللهﷺسره بايد ډېرې په ورو خبرې وکړي.
نبيﷺ ته د بني تميم خلک راغلل، مسجد ته ننوتل، نبيﷺته يې د کوټو تر شا غږ کړ:
– يا محمده… يامحمده…. يا محمده، موږ ته راووځه، زموږ ستاينه ښکلې او زموږ غندنه ډېره بدرنګه ده.
نبيﷺيې غږ واورېده، ور ووت او ويل يې:
– الله دې هغه خلک ذليل کړي چې ستاينه يې ښکلې او غندنه يې بدرنګه ده.
په دوی کې اقرع بن حابس، عيينه بن حصن، زبرقان بن بدر او قيس بن عاصم موجود و، دا هغه څوک و چې د لومړي ځل لپاره يې په عربانو کې د لوڼو خښول دود کړي وو، نو ويې ويل:
– موږ د بني تميم خلک يو، موږ خپل شاعر او خطيب راوستلی، د شعر او خطابې سيالي به وکړو.
– زه خو په شعر نه يم رالېږل شوی او نه په وياړنو راستول شوی يم، خو څه چې لرئ رايې وړئ.
زبرقان بن بدر خپل يو زلمي ته وويل:
– پاڅېږه، خپل فضيلت او د خپل قوم فضيلت په ډاګه کړه.
پاڅيد او ويې ويل:
– هغه ذات ستايم چې د خپلو غوره مخلوقاتو يې وګرځولو او شتمني يې راکړه او چې څنګه مو خوښه شي لګوو يې، موږ د ځمکې له غوره خلکو ياستو او په دوی کې د ډېرو شتو او وسلو خاوندان يو، که زموږ دا خبره څوک نه مني، نو زموږ له وينا دې غوره وينا او زموږ له کړو دې غوره کړه راوړي.
بنو تميم مجوسيان وو، له فارسيانو سره يې ښې اړيکې لرلې، نو ګومان يې کاوه چې د مقام له پلوه له ټولو عربانو لوړ دی او عقيده يې لرله چې دوی د ځمکې پر مخ له ټولو غوره خلک دي، رسول اللهﷺثابت بن قيس ته وويل:
– پاڅېږه او ځواب ورکړه.
پاڅېد او ويې ويل:
– ټوله ستاينه الله لره ده، زه يې ستايم، مرسته ترې غواړم، باور پرې لرم او توکل پرې کوم او په دې ګواهي ورکوم چې له يوه الله پرته بل د عبادت وړ نشته، څوک شريکوال نه لري او په دې ګواهي ورکوم چې محمد د الله بنده او استازی دی. له مهاجرينو او انصارو يې خپل د تره زامن چې له ټولو ښې څېرې او ځېرکتيا لرله اسلام ته راوبلل، هغوی مثبت ځواب ورکړ، نو د الله ستاينه کوم چې د خپل رسول مرستندويان او وزيران يې کړو، موږ د خلکو سره تر هغې جګړه کوو چې تر څو په لا اله الا الله باندې اقرار وکړي،کله چې يې وويله، نو خپل سر او مال يې وساته او که چا ترې انکار وکړ، نو مړ مو کړ او په الله تعالی باندې يې اړ کول سخت کار نه دی، زه مې په دې وينا خبره راټولوم الله دې ماته مومنانو ته او مومناتو ته بښنه وکړي.
زبرقان بن بدر خپل يو بل زلمي ته وويل:
– ای فلانيه پاڅېږه داسې بيتونه ووايه چې خپل فضيلت او د خپل قوم فضيلت په کې بيان کړئ، ځوان پاڅېده او ويې ويل:
موږه داسې عزتمن يو
رسېدی راته څوک نه شي
مشري زموږ په برخه
څلورمه هم وړی نه شي
وچکالۍ کې واړه خلک
مړوو تر حيواناتو
زموږ (نه) به څوک هو نه کړي
او چې ځای د وياړ هم راشي
زموږ وياړ زيات دی تر زياتو
رسول اللهﷺپه حسان بن ثابت پسې سړی وليږه، استازی ورغی او ورته يې وويل:
– څه راته وايې همدا اوس زه له هغه سره ووم؟
-تميميانو خپل شاعر او خطيب د سيالۍ لپاره راوستلی دی، رسول اللهﷺثابت بن قيس ته امر وکړ هغه ځواب ورکړ، د هغوی شاعر شعر ووايه، نو زه يې په تا پسې راولېږلم چې ځواب ورکړي.
حسان راغی رسول اللهﷺورته امر وکړ چې ځواب ورکړي، حسان وويل:
موږ د پاک رسول الله نه
ملاتړ وکړ په نره
او د دين په حق کې موږه
د چا نه منو خبره
په ميدان کې د رښتينو
په مرګي مو پروا نه وه
ککرې مو رغړولې
زموږ دغه سودا نه وه
دا سرونه چې ته ګورې
تر هغو ټولو دي غوره
چې په خاوره يې پل ايښی
مړي هم زموږ بهتره
له هغو نه چې يې سر په اجل ايښی
اقرع بن حابس پورته شو او ويې ويل:
-په خدای ما داسې څه راوړي چې دوی نه دي راوړي، ما شعر ويلی ورته غوږ شه:
– راوړه.
ويې ويل:
چې خبره د وياړ راشي
موږه پيژني وګړي
موږه ياد هم په حجاز يو
موږ په ټولو کې يکتاز يو
څلورمه ده زموږه
په هر جنګ او هر ډګر کې
په ژوره او په غر کې
رسول اللهﷺوويل:
– حسان پاڅېږه او ځواب ورکړه.
د دارم بچوړو واورئ
د وياړونو خلک نه ياست
دا چې ځای د فخر راشي
ستاسې وياړ وې ستاسې شرم
په خپل فخر مو بېځايه
د ناحق ميدان کړ ګرم
تاسې زموږه نوکران وای
څوک (دایې) څوک خادمان وای
که ککرې خپلې ژغورئ
او سرو سپينو ته مو ګورئ
بې شريکه خدای قبول کړئ
د دې پاک نبي په وړاندې
په دارم وياړنه پرېږدئ
او خپل سر د تسليم کيږدئ
د کعبې په رب سوګند دی
که مو دغه فکر نه وي
په لاسو کې به مو توري
کړې په تاسې ميندې بورې
دغه ایات نازل شو: ﴿إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِنْ وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴾( ) «بې شکه هغه کسان چې تا ته(د مومنانو د ميندو) له کورنو له هاخوا چيغي وهي،د دوی ډېر کسان ناپوهان دي او که دوی ستا تر وتلو زغم کړی وای، دا کار به دوی ته ښه و. او الله بخښونکی، لوروونکی دی». اقرع پاڅېده او ويې ويل:
– محمد سالار دی، په خدای که زه پوهيږم چې دا څه وشول، زموږ خطيب وينا وکړه، خو ستاسې د خطيب وينا ترې غوره وه، زموږ شاعر شعر ووایه، خو ستاسې شاعر ترې غوره و.
اقرع بن حابس قران ته غوږ دی او د اسلام رڼا ته په حيرانتيا ورګوري، که په زړه کې يې کبر نه وای، نو مسلمان شوی به و او د لومړنيو مسلمانانو په قطار کې به شمېرل شوی و، خو کله چې الله ورته د هدایت اراده وکړه رسول اللهﷺته راغی، که څه هم د وياړنې لپاره راغلی دی، خو د باور رڼاګانو يې زړه روښانه کړی و، نبيﷺته ورنژدې شو او ويې ويل:
– اشهد ان لا اله الا الله و، وانک رسول الله (ګواهي ورکوم چې له يو الله پرته بل معبود نشته او بې شکه چې ته د الله استازی يې).
نبيﷺورته وويل :
– له دې مخکې ګناهونه دې وبخښل شول.
بيا رسول اللهﷺورته جامې ورکړې، بېرته خپلو کورنو ته راستانه شول او له مخونو څخه يې رڼا څڅېدله.
محمد رسول الله او ملګري يې
د حديبې سوله ۱۵ ټوک

ليکوال عبدالحميد جوده السحار ژباړن شرر ساپی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *