لیکنېمقالی اوتبصرې

د رشوت تباه کوونکې وبا!

اسلامي ټولنې ته په پاکه او حلاله روزي ګټلو امر شوی، باید یو مسلمان د خپلې کورنۍ لپاره پاکه روزي تر لاسه کړي له حرامې او پلیتې روزي څخه ځان وساتي، الله جل جلاله د پاکې روزۍ خوړلو امر کوي او وايي؛ژباړه: اې خلكو! په ځمكه کې چې كوم حلال او پاك شيان دي، هغه خورئ! او د شيطان په قدمونو پسې مه ځئ، بېشکه پوه شئ چې هغه ستاسو ښكاره دښمن دی. [سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۱۶۸] د حلال رزق او روزي ګټلو لارې ډېرې دي، همدا شان د حرامو ګټلو او خوړلو لارې او ذریعې هم بیخي ډېرې دي، خو زموږ دین د حلالو ګټلو او خوړلو امر کوي.
د حرامو ګټلو او مصرفولو په سلسله کې یو رشوت دی. لومړی به یې تعریف وکړو:
رشوت په اصطلاح کې: حاکم ، واکمن او یا بل چا ته د دې لپاره مال یا بل څه ورکول دي چې د هغه پر اساس یا په هغه شخص (حاکم/ واکمن) باندې حق باطل کړي او یا باطل پرې حق ثابت کړي. یعنې حکم کوونکي یا یوه مسؤل شخص ته د دې لپاره څه ورکړل شي،چې له هغه څخه په بدل کې حق ور باندې واخیستل شي.
که کوم سړی څه حکومتي دنده یا صلاحیت لري او ته د تحفې/ ډالۍ په نوم کوم شی ورکړې نو دا به په رشوت کې راځي.
رشوت له کبیره ګناهونو څخه ګڼل کېږي، لویه ګناه ده، باید مسلمانان څان ورڅخه وساتي. رشوت ډېر بد خوی او خصلیت دی، د یهودانو عادت و. الله تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې ویلي:ژباړه: دوى د دروغو اورېدونكي او د حرام مال خوړونكي دي. [سُوۡرَةُ المَائدة : ۴۲] په یو مبارک حدیث کې بیا ویل شوي: ژباړه: له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دي؛ وايي:( رسول الله صلی الله علیه وسلم په رشوت اخیستونکي او رشوت ورکوونکي باندې لعنت ویلی). [ أَبُو دَاوُدَ ـ تِّرْمِذِيُّ] یعنې دواړه د الله جل جلاله له رحمته لرې کړل شول، څنګه چې پړی (رسۍ) څاه ته اوږدېږي همدا شان هغوی دواړه هم په دې سره پردی حق په باطل سره خپلوي. یا په بل عبارت په باطل سره د بل انسان حق اخلي، یا لکه یو مامور په ناحقه له نورو انسانانو څخه یو څه اخلي، باوجود د دې چې هغه (مامور، مدیر…) په یاد مال (نغدو پیسو یا…) کې کوم قانوني حق نه لري، هسې قسما قسم بهانې او پلمې لټوي، څو یو انسان اړ باسي او یوه اندازه شتمني ترې وصول کړي.
رشوت اخیستل او ورلول په هره طریقه حرام دي او په ټولنه کې. ډېر بد او ناوړه عادت دی، ځکه د یهودو کړه وړه دي. الله جل جلاله وایي:ژباړه: دوى د دروغو اورېدونكي او د حرام مال خوړونكي دي. [سُوۡرَةُ المَائدة : ۴۲] همدارنګه په بقره سورت کې وایي: ژباړه: او په خپلو منځونو کې د یو بل مال په ناحقه مه خورئ! او د هغه دوسیه واکمنو ته د دې لپاره مه ور وړئ چې د خلکو د مالونو یوه برخه په ناحقه وخورئ او تاسو پوهېږئ! [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۸۸].
له پورتنیو ایتونو او حدیث شریف څخه ثابته شوه چې رشوت اخیستل او ورکول په هر ډول حرام دي، ځکه ټولنه فاسدوي، تر دې چې واکدارانو ته تحفه او ډالۍ هم اخیستل حرام شوي. که یو انسان له چا په بهانو او پلمو رشوت اخلي، دا قطعاً حرام دي. رشوتخور باید له رشوت اخیستلو څخه کلکه توبه وباسي، له دې پرته بله لاره نه شته.
رشوتخوري ډېر ډولونه لري، چې نن سبا یې په هر ځای کې بېلګې وینو او خلک ورته بېلا بېلې هیلې جوړوي، چې باید مخه یې ونیول شي.

لیکنه: خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *