نړۍ

د روسیې جنګي الوتکو تور سمندر کې د اوکراین یوه کښتۍ په نښه کړې

د روسیې دفاع چارواکي وايي چې د دغه هېواد جنګي جېټ الوتکو په تور سمندر کې د اوکراین یوه «کشفي» کښتۍ په نښه کړې ده.دغه وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې جېټ الوتکو هغه مهال د اوکراین دغه کښتۍ په نښه کړه چې د روسیې د ګازو تولید د تاسیساتو پر لور روانه وه.په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي چې څه ډوله کښتۍ له‌منځه وړل شوې او په کوم ځای کې ویجاړه شوې ده.د روسیې د دفاع وزارت پر خپل ټېلګرام لیکلي: «نن شپه، د تور سمندرګي د SU-30cm الوتکو په تور سمندر کې د روسیې د ګازو د تولید تاسیساتو په سیمه کې د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو یوه کشفي کښتۍ ویجاړه کړې ده.»په تور سمندرګي کې د دواړو غاړو ترمنځ بریدونه وروسته له هغې زیات شوي چې روسیه له هغه تړون ووتله چې د اوکراین د غلو لېږد ته په خوندي توګه اجازه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *