روغتیا

د روغ بدن شکریه پکار ده!

الله پاک پر خپل نازنین مخلوق- انسان بې شمېره انعامات لورولي، د هغو له جملې یو سالم او روغ بدن دی، د دې نعمت قدر هغه وخت انسان ته معلومېږي، چې کله د دې انعام زوال راشي ،لکه څنګه چې ورته رسول الله(ص) اشاره کړې؛ فرمایي: پنځه شیان مخکې له پنځو شیانو غنیمت وګڼه … روغتیا مخکې له ناروغۍ نه… د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله (ص) یو کس ته د نصیحت په پار وفرمایل:  پنځه شیان مخکې له پنځو څخه غنیمت وګڼه:  ځواني مخکې له بډاتوب نه، روغتیا مخکې له ناروغۍ نه ، هستي مخکې له نیستۍ نه، فراغت مخکې له شغل نه او ژوند مخکې له مرګ نه.  اخرجه الحاکم في المستدرک.

د جمعې په ورځ مازدیګر ناوخته د ننګرهار ولایت پچراګام ولسوالۍ یوې لرې پرتې سیمې ته د یو کس کور ته د فاتحې په پار ورغلو .کور ته د رارسېدلو سره سم مو په ولاړ جومات کې په ملا امام سترګې ولګېدلی ، چې غبرګو سترګو ړوند و. اودس مې تازه کړ، په همدې امام پسې مې د مازدیګر لمونځ وکړ، زه مسبوق وم، پاتې لمونځ مو پوره کړ ،دعا مې وکړه، را ولاړ شوم،د نورو ملګرو سره همهاله مې د کوربه سره ستړی مشي وکړل ،ما قرئت ولوست او مولوي صاحب دعا وکړه. لږ وروسته بل سپین ږيری راغی،چې د مړ کس ورور و.بنډار پیل شو او ملګري هغه کس ته چې د مړي ورور و په زوره د خبرو ځواب ورکاو ، حیران شوم چې څه پرې شوي، وروسته پوه شوم چې دی عمر خوړلی خو د اوریدلو توان او ځواک لاسه ورکړی او سم نه اوري،  څه ګړی وروسته بیا د باندې راووتم ؛ د کلیوالي هوا نه مې خوند اخیسته ،چې ګورم یو ضغیفه او کمزوری ماشوم راغی، په څنګه نمونه به یې مثال درکړم لکه وچ لرګی داسې و، پوښتنه مې ترې وکړه چې څوک یې ؟ د پلار د نوم په ښودلو سره یې ځان را وپېژاند،چې د هغه ړوند ملا امام زوی و چې د دې کور میلمستون ته د داخلیدلو سر همهاله مې تر سترګو شوی و.د جمعې په ورځ ماخستن له کوره د مسجد په لور روان وم، چې د کور څخه د راوتلو په مهال د جماعت درېدلو ته درې دقیقې پاتې وې ، زما سره یو مېلمه مل و،چې هغه د یوې پښې له خوا معذوره و ، مسجد ته راورسېدلو ،د جماعت دوه رکعته راڅخه تېر وو .ما چې ژوند کې دغه څلور معیوب او معذور خلک د سر په سترګو ولیدل دا احساس راسره پیدا شو چې موږ د خواهشاتو په لور مخه کړې او د دوی د ژوند ستر آرمان د خپل بدن د عیب جن اندام روغتیا ده او موږ چې روغ یو د ښو جامو،موټرو،موبایلو،ملګرو،کورو، پیسو ، بنګلو او ماڼیو فکر وړي یو ؛ د دې نه پوره کیدونکي ارمان په لار خپل ژوند تباه کوو او بس .ګرانه لوستونکیه! شکر وباسه او الله جل جلاله ته سر په سجده شه،  الله جل جلاله پر ما او تا د نورو انعاماتو سره سره روغ صحت او روغ بدن هم پیرزو کړی.له فرصته ګټه واخله! او د الله جل جلاله عبادت وکړه، اخرت ته توښه برابره کړه ،ناروغه خلک چې ووینې د هغوی به په دنیا کې ستر ارمان خپله روغتیا وي،نو ته خو الحمد لله روغ یې موقع له لاسه مه ورکوه او د الله بندګي په معیاري بڼه ترسره کړه. پای

محمد عبدالعلي ترابي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button