دینې لیکنې

د روژه تي هراندام باید روژه وي

روژه له سپیده داغ نه ترماښام پورې د ورځې په اوږدو کې نه یوازې د خوراک ، څښاک او جماع څخه لیرې والی اوامتناع ده ، بلکې دروژې له اصولوسره سم د روژه تي هراندام باید روژه وي ،له ذکرشویوشیا نو وروسته د ژبې کنترول د روژې د اصولوپه اهمیت اومهمیت کې راځي ځکه که سړی په نورځان روژه وي خوژبه یې روژه نه وي اود کوم ناخوال یا درد د لیدویا اورېدوپه صورت کې ژبې ته داسې واک ورکړي ٬ څه چې په خوله ورځي هغه ووایی ، نوپه دې صورت کې به دهغه په خوله د نیول شوې روژې څه حال وي ؟ معلومیږي چې یوازې به یې ځان وږی او تږی ساتلی وي.
روژه نه یوازې درسول الله مبارک پرامت فرض ګرځول شوې بلکې الله پاک په قرآنکریم کې فرمایلي ژباړه : ای مومنانو روژه په تاسې فرض ګرځول شوې ، لکه څنګه چې فرض ګرځول شوې وه له تاسې نه د مخه په امتونو، مفسرینو کراموددغه آیات شریف په ضمن کې لیکلي چې روژه نه یوازې د ورځې لخوا د خوراک اوڅښاک څخه امتناع اوپرهیزته ویل کېږي بلکې د روژه تي هراندام باید له ټولومنهیاتوڅخه روژه وي ، په غوږو داسې څه وانه وري چې د الله پاک نا رضایتي اومعصیت پکې نغښتې وي لکه غیبت ، بهتان ، سندرواورېدلواو ورته نورې معاصي .
په ژبه هم باید روژه وي درواغ ونه وایي ، دچا غیبت ونکړي خوپه روژه کې ترټولولویه اوستره ګناه « بهتان» ده ځکه په روژه کې په چا پسې د بهتان غږول روژه له هېڅ سره مخ کوي ، ځېنې کسان دیته پاملرنه نه کوي چې روژه دی ، نوپه کلام کې له بوزې تېرې ارتاویزې په روژه کې بادوي اوبیا پړه هم پرروژه وراچوي چې ګواکي روژه یم ، مغزاوفکرمی کارونکړ، چې دا (عذربدترله ګناه) وي.
سترګې هم باید روژه وي اوداسې څه ته روژه تی ونه ګوري چې روژې ته زیان پیښوي لکه په اوسنۍ تکنالوژۍ کې ناوړه فلمونه اوقبیح تصویرونه ، نفس هم باید داسې روژه وي چې روژه تی د نفساني خواهشاتوترهوا اوهوس اواغیزلاندې رانشي اوددې ترڅنګ په زړه هم باید روژه وي ددنیا محبت ته په زړه کې ځای ورنکړي ، له پورتنیو(یادونو) معلومېږي چې روژه د ازمایښت اوله شیطاني هوا،او هوس سره د جګړې داسې مبارزه میاشت ده چې دمنهیاتو په مقابل کې د روژه تی مقاومت پکې معلومېږي ، د نیک روژتي ذکراوفکرټول د الله ج لوري ته متوجې وي ، له بل پلوه روژه دیوه نازولي میلمه په توګه په کال کې یوځل د یوې میاشتې په موده پرمسلمانو را ګرځي نوپه هرمسلمان لازمه ده چې د روژې له اصولو سره سم ددغه الهي میلمه درناوی اوپه اخلاص یې میلمه پالنه وکړي .
روژه د برکتونواوثوابونومیاشت ده اوقرآنکریم هم د روژې په میاشت کې نازل شوی دی. د روژې ترټولولویه ښیګڼه داده چې هېڅکله روژتي ته ځورنه ورکوي اود قمري (سپوږمیز) تقویم له مخې د کال په څلوروفصلونوکې خوځنده اوګرځنده ده ، که په لمریزتقویم د هغه نیټه ثابته پاته شوي وای هغه هم د اوړي په ګرمۍ کې ، نودا به روژتي ته ډېره ګرانه تمامه شوی وای خوداچې کله اوړی ، کله مني ، بیا ژمي اوکله هم د پسرلي په موسم کې راځي دا د مسلمانانولپاره یوه بله ښیګڼه ده ، لنډه داچې خدای پاک نه یوازې په روژه بلکې دټولودینې مناسکو په ادا کې پرخپلوبندګانوداسې سختې نه ده رواکړې چې مسلمان یې په اداینه ونه توانېږې اویا یې دومره کمزورې کړې چې له پښویې وغورځوې ، الله پاک د اسلام ټول احکام دخپلوبندګانود توان اوذغم سره سم عیارکړې دې ، د ضرورت پروخت یې په هغه کسرهم را وستې اود اقتصادې کمزورتیا په صورت کې یې د اسلام د پنځوبناوو دوه رکنه (حج او زکات) دواړه ورته بښلې هم دي . په الهې احکاموکې هغه رکن چې ترک یې په هر ډول شرایطو کې روانه دې ګرځول شوۍ یوازې کلمه مبارکه ده چې اقراربالسان و تصدیق بالقلب یې ډېرآسانه او یوازې د ژبې په څرخولواو د زړه په یقین سره هروخت ادا کېدای شي.
په هرصورت روژه یوځانګړی کیفي او روحاني اغیزهم لري چې دا روح پالونکی روحاني اغیزله روژې پرته په نورو ورځوکې یوه مسلمان ته چې هرڅومره وږی هم شي نه محسوسېږي ، دا د روژې ترټولولوړاعجازهم ګڼل کېږي ، په روژه کې د الهي نعماتوکیفیت او ارزښت ترنورو وختونوښه معلومېږي اوهمدارنګه شتمن د بیوزلوله حال څخه خبریږي اوپه زړه کې یې رحم پیدا کېږي چې په دې توګه یوڅه د بیوزلوروژتیانود (څکې) لپاره هم ترې زیاتېږي ، واقعي مسلمان هغه څوک دی چې په روژتیانو له خپل مال نه روژه افطارکړي اودا د ځان لپاره ثواب وبولي، چې واقعا لوړاجراو ثواب هم پکې نغښتی دی، داسې ثواب چې مرتبه یې ترټولوخیراتونواوذکاتونو لوړه هم ده ، خو افسوس د هغه سوداګرپه حال چې د نفس د غوښتنې په حکم یې دروژې په مبارکه میاشت کې د بیو د لوړوالي له امله دخرڅلاووپه توکوڅوک روژه افطارنشي کړای او(ده ) بیا له سهاره ترماښام خوله تړلې وي وایي چې ما هم روژه نیولې ده .

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button