دینې لیکنې

د روژې د نيکو اعمالو تأثيرات او ساتنه

په دې خاطر چې د روژې مبارکه مياشت د عبادت، دعا، رحمت او آزادۍ مياشت وه ځکه نو په تېرېدلو يې هر با احساسه او متقي مسلمان خوابدی دی او داسې احساس کوي چې ما ډېر لوی فرصت له لاسه ورکړی،خو خوشحالي دې وي د هغو کسانو لپاره چې د دې مبارکې مياشتې روژه يې نيولې وي، په دې مبارکه مياشت کې يې د فرائضو تر څنګ نوافل عبادات هم ډېر کړي وي او د نيکيو په لاس ته راوړلو کې يې د سيالۍ په څېر زيار او کوښښ کړی وي.
يقيناً چې دغه ډول انسانانو ځانونه د احسان مرتبې ته رسولي او ځانونه يې له هغو کسانو ګرځولي،چې د الله تعالی عبادت يې په پوره توګه سر ته رسولی او د عبادت ټول حق يې په تمامه معنی آداء کړي دي؛ په رښتيا چې دغه انسانان له نورو بېل او متمايز دي ځکه دوی الله تعالی لره خپل اخلاص او صفاوالی د نيت ثابت کړی او د روژې مبارکه مياشت يې په ښو مراسمو نمانځلې ده.
هغو کسانو چې روژه نيولې، ځانونه يې له هر هغه شي ساتلي چې الله تعالی په خښم کوي، خپله روژه يې د هر ډول فساد او نيمګرتيا څخه یې ساتلې،خو د روژې په مياشت کې يې نفلي عبادتونه نه دي کړي په رښتيا چې دوی د اسلام له مرتبې د ايمان مرتبې ته عروج کړی او د دې اميد شته چې الله تعالی به يې روژه او ټول عبادات په خپل دربار کې قبول کړي خو دوی د احسان مرتبې ته لا هم نه دي رسېدلي.
او هغه کسان چې روژه يې نيولې وي خو سمه روژه يې نه وي نيولې،بلکې په روژه کې يې خپله ژبه له غيبت، بهتان، درواغو چغلګرۍ نه وي ساتلې، خپل غوږونه يې د باطل او بدو شيانو له اورېدلو نه وي ساتلي، خپلې سترګې يې د ناروا کتلو نه وي خوندي کړي، خپل نس يې له حرام خوړلو نه وي ژغورلی او خپل لاسونه او پښې يې له حرامو نه وي راګرځولي که څه هم دوی د روژې فرض آداء کړی،خو روژه يې له ثوابه خالي ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم د داسې خلکو په اړه فرمايي: رُبَّ صَائِمٍ لَيْسَ لَهُ مِنْ صِيَامِهِ إِلاَّ الْجُوعُ.[سنن إبن ماجه1690] ژباړه: ځينو روژتيانو لره د دوی له روژې بې له لوږي بل هېڅ ګټه نه رسېږي.
يعنې دوی ته له روژې يواځې لوږه رسېدلې وي نور ثواب يې پر روژه مرتب نه وي.
د روژې د عبادتونو مثبت تأثير څنګه حس کړو؟
دا معلومه خبره ده چې په هر عبادت کې الله تعالی مثبت تأثير ايښی دی؛ روژه هم له هغو عبادتونو ده چې الله تعالی د بنده لپاره ډېر مثبت تأثيرونه په کې ايښي دي.
د دې تر څنګ چې روژه د انسان ظاهري روغتيا ته ګټه لري د انسان لپاره د ګناهونو پاک کوونکې مياشت هم ده ځکه نو بايد په روژه باندې د انسان ايمان قوي شي، اخلاق يې برابر شي او له نيکو کارونو سره يې علاقه مندي ډېره شي.
که د روژې مياشتې د تېرېدلو وروسته په کوم انسان کې له عبادت سره مينه موجوده وه، پر جماعت او نورو عبادتونو يې پابندي کوله، له خپلوانو سره يې صله رحمي ټينګوله، د مور او پلار سره يې پوره نيکي کوله، د صدقاتو او نفلي عباداتو سره يې مينه درلودله، د ځان او نورو مسلمانانو تزکيه يې کوله، همداسې د حرام خوړلو، حرام ويلو، حرام کتلو، حرام اورېدلو او حرام کولو يې د ځان ساتنه کوله يقيناً چې په دغه انسان کې روژې پوره تأثير کړی او روژه يې الله تعالی قبوله کړې ده.
د روژې مياشت د حمام کولو حيثيت لري لکه په حمام کولو چې انسان د ظاهري چټليو او بديويۍ ساتل کېږي په روژه هم انسان د ګناه له چټليو ساتل کېږي او په هره برخه کيې تهذيب او تزکيه د انسان په برخه کېږي.
د روژې مياشتې اعمال به څنګه ساتو؟
د هر نيک عمل د کولو وروسته د هغه عمل ساتل ډېر مهم دی ځکه که عمل و نه ساتل شي نو هغه عمل ضائع او خراب شو انسان ته يې هېڅ ګټه نه رسېږي الله تعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ.[محمد33] ژباړه: اې مؤمنانو د الله تعالی اطاعت وکړئ، د رسول اطاعت وکړئ او خپل عملونه مه باطلوئ.
يعنې خپل عملونه په ګناهونو مه باطلوئ ځکه په ګناه د انسان صالح اعمال له منځه ځي لکه په حديث شريف کي چې راځي: إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ.[سنن ابي داود4905]ژباړه: ځانونه له حسده وساتئ ځکه کينه نيکي داسې خوري لکه اور چې بوټي خوري.
همداسې په حديث کې راځي: عن حذيفة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: قذف المحصنة يهدم عمل مائة سنة.[مساوئ الأخلاق للخرائطي703] ژباړه: حذيفه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې ده وفرمايل: پر پاکې ښځې تهمت ويل د انسان د سلو کلونو عملونه خرابوي.
همدارنګه په حديث کې راځي: إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ عَلَيْهِ السَّلامُ كَانَ يَقُولُ: اتَّقُوا عَلَى حَسَنَاتِكُمْ، وَلا تَنْسَلَّ مِنْكُمْ كَمَا يَنْسَلُّ الْمَاءُ مِنْ يَدِ أَحَدِكُمْ، قَالُوا: بِمَاذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: بِالاغْتِيَابِ.[الجامع في الحديث لإبن وهب341] ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ويل: خپلې نيکۍ وساتئ او ستاسې څخه دې په ناخبرۍ کې نه ځي لکه اوبه چې ستاسې د لاس څخه ځي، صحابه وو وويل: په څه شي نيک اعمال زموږ له لاسه ځي يا رسول الله؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په غيبت کولو.
يعنې که تاسې د نورو مسلمانانو غيبت وکړئ نو ستاسې نيک اعمال ورسره له منځه ځي. لکه د ګناه په ځان ساتنې چې د انسان صالح اعمال ساتل کېدلای شي پر نيکو اعمالو په استقامت هم نيک اعمال د ضائع کېدلو ساتل کېدلای شي. علماوو فرمايلي دي: که څوک په لاندې پنځو شيانو کې استقامت وکړي ارومرو به يې مخکني نيک اعمال قبول شي او په را روان وخت کې به د نورو نيکو اعمالو توفيق ورته په نصيب شي:
۱ – د الله تعالی پر توحيد او يووالي استقامت.
۲ – پر عباداتو او طاعاتو استقامت.
۳ – پر اخلاص او حسن نيت استقامت.
۴ – د وينا او عمل پر يووالي يعنې لکه په خوله چې ښې خبرې کوي په عمل کې هم ښه کارونه وکړي استقامت.
۵ – د ظاهر او باطن پر يووالي يعنې لکه په ظاهره چې انسان ځان له ګناه ساتي په باطن کې هم ځان له ګناه وساتي.
نو مسلمان بايد خپل ټول صالح اعمال د کولو څخه وروسته وساتي تر څو ضائع نه شي او له ثواب يې محروم نه شي.

مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *