دینې لیکنې

د روژې فضلیت او تقوا

روژه د مهمو فرضي عملونو څخه یو فرض عمل دی. الله (ج) د قرآن عظیم الشان په سوره البقره (۱۸۳) نمبرآیات کې داسې امرکوي
ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسې روژې فرض شوې، لکه څنګه چې تاسو څخه مخکې خلکو باندې فرض شوې وې؛ د دې لپاره چې تاسې تقواداره شئ.
د رمضان میاشتې روژه د اسلام په ارکانو کې یو مهم رکن دی، چې د روژې په نیولو سره د مسلمان ایمان کاملیږي. د رمضان روژه په هرعاقل، بالغ، نر او ښځه باندې، چې د نیولو طاقت یې لري؛ فرض عین ده، پرته له هغه چا څخه، چې عذر ولري او یا هم مسافر وي؛ نو په هغو یې نیول فرض عین نه دي. کله چې د مسافر سفر ختم شي او مریض روغ شي؛ نو بیا به بېرته قضایي راوړي. که یو کس په ځان روژه نذر ومني؛ نو دغه روژه په دې کس فرض ګرځي. همدارنګه د قضا او کفارې روژې هم فرض دي، چې باید ونیول شي.
روژې ته په قران کریم کې صیام ویل شوی دی. د صیام لغوي او اصطلاحي معنی څه ده؟ غواړم په دې اړه لنډ معلومات وړاندې کړم.
د صیام لفظ لغوي معنا ده، له یو عمل نه ځان بندول یعنې که یو څوک ځان د خبرو او یا هم د خوراک څخه بند کړي؛ نو دغه کس ته په عربۍ کې صائم ویل کېږي. د دې خبرې ثبوت لپاره د قران کریم یو آیت ښه دلیل دی.
د سورة مریم (۲۶) نمبر آیت کې داسې ویل شوي. ژباړه: بېشکه ما د رحمن رب لپاره، روژه نذر منلې ( یعنې کله چې د بي بي مریم څخه عیسی علیه السلام بغیر له پلاره پیدا شو؛ نو خلک ورته راغلل، چې تا څنګه بغیر له خاونده بچی پیدا کړی دی؛ نو هغې په جواب کې ورته وویل، چې ما له خبرو کولو څخه ځان بند کړی دی، ماشوم ته یې اشاره وکړه، چې له هغه څخه پوښتنه وکړئ). دا خو يې لغوي معنی وه او په اصطلاح کې صوم یا روژه دا ده، چې انسان ځان د صبح صادق څخه تر لمر ډوبېدو پورې د خوراک، څښاک او نفسي خواهشاتو څخه بند کړي. چا چې د صبح صادق څخه تر لمر ډوبېدو پورې ځان له یادو اعمالو وساته نو دغه عمل ته روژه ویل کېږي او دغه کس ته صائم ویل کېږي.
هر عبادت خپل خاصیت، فایدې او اجرونه لري. لمونځ، زکات او حج ځان ته خاصیتونه لري، د یوه عبادت خاصیت او فایده په بل عبادت کې نشته. په حدیث قدسي کې راځي، الله جل جلاله فرمایي: چې روژه زما لپاره ده او زه به یې اجر ورکوم. په یو بل حدیث شریف کې راغلي، چې د روژه دار د خولې بوی الله جل جلاله ته له مشکو او عنبرو بهتر دی.
روژه د الله تعالی په نزد خاص اهمیت او ځای لري، روژه د تقوا موندلو مهمه وسیله ده. الله جل جلاله د روژې هدف د تقوا حصول بللی دی. یوولس میاشتې انسان د دنیا په مشغولتیا سره، د الله له ذکر نه لرې شوی او همدارنګه په ګناهونو کې ډوب شوی وي، نو داسې یو عمل ته اړتیا وي، چې انسان د هغه عمل په واسطه ځان د ګناهونو څخه پاک کړي او الله جل جلاله ته نږدې کړي. په دغه میاشت کې انسان د تقوا په وجه د الله قرابت باندې مشرفیږي. په دغه میاشت کې د انسان په بدن کې د نېکو اعمالو له وجې حقیقي تقوا پيدا کېږي. د همدې تقوا له وجې انسان سره دا احساس پیدا شي، چې کوم کارونه زه کوم، دا روا او که ناروا دي؟ په خپل هر عمل کې د شریعت لاره تعقیبوي. د آخرت فکر ورسره پیدا شي. کله چې د دغو کارونو سوچ او فکر ورسره پیدا شو؛ نو دغه تقوا ده. د همدې لپاره د روژې عبادت فرض شوی دی. په همدې روژې سره انسان د ګناهوهنو نه پاک او تقوادار شي. زړه د ګناهونو نه پاک شي، د الله قرابت ورته حاصل شي. یوولس میاشتې بیا د دې انسان په بدن کې د عبادت اثرات وي او د روژې له برکته د تقوا ژوند ور په برخه شي، همدې متقیانو ته الله جل جلاله داسې جنتونه تیار کړي، چې لاندې ترې نهرونه بهیږي او دوی به تل تر تله په همدې جنتونو کې وي، هیڅکله به دوی نه غمجن کېږي. الله جل جلاله دې موږ متقیان کړي.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *