دینې لیکنېلیکنې

د روژې لپاره څنکه استقبال وکړو ؟

دا چې روژه را نږدې شوې ده؛ په کار ده چې غوره استقبال يې وکړو او ځانونه ورته تيار کړو، روژې ته د استقبال لپاره بايد لاندې څو ټکي په پام کې ونيول شي:
۱_ دروژې د راتګ دعا کول
انس بن مالک (رض) وایي: کله چې به د رجب مياشت داخله شوه؛ رسول اللهﷺ به وویل « يا الله! په رجب او شعبان کې زموږ لپاره برکت پيدا کړه او موږ تر رمضان پوري ورسوه» (احمد او طبراني)
صحابه کرامو او سلفو صالحینو به تر روژې شپږ مياشتې وړاندې دعا کوله چې يا الله! موږ تر روژې پوري سالم ورسوه او له روژې شپږ مياشتې وروسته به يې بيا دروژې د قبوليت دعا کوله.
۲_ درمضان په رارسېدو سره شکر ايستل
امام نووي رح وایي: دهغه چا لپاره چې نوی نعمت ورکړل شي او يو تکليف ترې پورته شي؛ شکر ايستل مستحب کار دی [الاذکار] رسول اللهﷺ به ویل: تاسې ته د رمضان مبارکه میاشت راغله چې په دې کې الله تعالی پر تاسو روژه فرض کړې ده، په دې مياشت کې دجنتونو دروازې خلاصېږي، دجهنم دروازې بنديږي، سر کشه شيطانان تړل کيږي او په دې مياشت کې یوه شپه تر زرو شپو غوره ده، څوک چې ددې شپې له خیره بې برخې شو؛ هغه له لوی خيره بې برخې ده (بهيقي او نسائي)
ابن رجب رح وایي: دغه حديث ددې اصل ده چې مؤمنان يو بل ته دروژې په راتګ سره مبارکي او زیری ورکوي؛ ځکه مؤمن ته به ولي دجنت ددروازو په خلاصون سره زیری نه ورکول کېږي او ګنهګار ته به ولي د دوزخ د دروازو په تړلو زيری نه ورکول کيږي.
له دې امله د روژې راتګ د مؤمن لپاره یو ستر نعمت دی او دنعمت شکر بايد ادا کړل شي.
۳_ دګناهونو د پریښودلو عزم کول
په شعبان (برات) مياشت کې د بنده ټول زاړه اعمال الله تعالی ته پورته شي، درمضان مياشت داعمالو پيل دی؛ ځکه نو مؤمن ته په کار ده چې هغه عمل نامه چې تر اوسه له ګناهونو څخه ښه پاکه ده؛ په ګناهونو خرابه نه کړي او له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسي. له ځيني اسلافو را نقل شوي دي: څوک چې په روژه کې يوه ګناه پريږدي؛ الله تعالی به يې په ټول کال کې بیا له هغې ګناه څخه وژغوري.
۴_ د غوره اعمالو لپاره برنامې په کار اچول
ځيني کسان تر روژې وړاندې د دنیوي کارونو لپاره ښه ترتیب ونيسي، کارونه سره بیل کړي او د هر کار لپاره وخت تعين کړي؛ خو له دې سره بايد د اخروي کارونو لپاره هم ځانګړی ترتيب په پام کې ونيول شي، د کورني ژوند، عباداتو، معاملاتو، ملاقاتونو، خوب، اذکارو، تلاوتونو، او…. ترمنځ باید تقسيم اوقات وشي، پلانونه منظم شي او د نورو مياشتو په څېر يې کارونه سره ګډ نه شي.
۵_ عبادت په همت او خوشحالۍ سره پیل کول
الله تعالی فرمايي « ای يحی! (عليک السلام) کتاب په قوت در واخله!»[سورة مريم۱۲] له دې څخه روښانه شوه چې د هر کار په ځانګړي توګه د عبادت پیل بايد په قوي اراده او خوشحالي سره وي؛ ځکه کوم کار چې په ښه توګه پيل شي؛ په ښه توګه ترسره کیږي. ابن عطاء الله اسکندري رح وايي: دکارونو چې پیل سم وي پايله به يې هم سمه وي. ځيني کسان روژې ته ډير وارخطا او بې زړه وي چې دا ناروغۍ بايد تر روژې وړاندې له ځانه ايسته شي، عاجزه نه شي او بايد له الله تعالی څخه کومک وغواړي.
۶_ د اسلافو تاريخونه کتل
تر روژې وړاندې باید د اسلافو تاريخونه وکتل شي چې هغوی په عبادت کې څومره پياوړي وو؛ سفيان ثوري رح به د رمضان په رارسېدو سره خپل ټول کارونه پريښودل او دقرآن کريم تلاوت ته به يې مخه کړه، وليد بن عبد الملک به دروژې په هرو دريو ورځو کې يو ځل قرآن کريم ختمولو او په ټول رمضان کې به يې اوولس ځله ختمولو، امام ابوحنيفه رح او امام شافعي رح به په رمضان کې دیر ختمونه کول.
۷_ روح او نفس ته خوښي وربښل
تر روژې وړاندې باید هغه کتابونه، رسالې او مقالې مطالعه شي او هغه غږيز درسونه او خپرونې واوريدل شي چې د روژې په بهتري را څرخي؛ تر څو په روح او نفس کې خوښي پيدا شي او عبادت په نفس دروند تمام نه شي. رسول اللهﷺ به هم تر روژې وړاندې خپلو اصحابو ته دروژې د فضيلت په اړه خبرې کولې، روژې ته به يې تیارول او زيری به يې ورکول.
۸_ ناوړه عادات پريښودل
تر روژې وړاندې باید ناوړه او بې ګټې عادات پريښودل شي لکه: له ماخوتن وروسته ډير کېنستل/خبري کول، ډير خوب او خوراک کول، بې ګټې مجلسونه، ډيري اړیکې پالل، په بازارونو کې بې ګټې ژوند تیرول، د انټرنیټ ډير استعمال او داسې نور؛ تر څو دا کارونه يې د عبادت لپاره خنډ نه وګرځي.
۹_ د ضروري مسائلو زدکړه
روژه هم د نورو عباداتو په څېر شرايط، آداب، مفسدات او مکروهات لري؛ ځکه نو تر روژې وړاندې باید په پورته ټولو شیانو هر څوک ځان خبر کړي؛ که عالم نه وي؛ باید له علماوو څخه مسئلې زدکړي؛ ترڅو عبادت يې له فساده وژغورل شي او په ښه توګه قبول شي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *