دینې لیکنې

د روژې ځيني روغتیايي ګټي

د روژې لپاره ډېري روغتيايي ګټې سته چې په لاندي ډول يې د ځينو يادونه کولای سو:
1 – د معدې او کولمو څخه عفونتي اضافه مواد غورځوي.
2 – معده ورباندي هوسا کېږي.
3 – روژه د ناروغيو په مقابل کې وقايه ده، ډېري ناروغۍ دي چې بې له وقايې په درملني باندي نه جوړيږي او روژه ډيره ښه وقايه ده.
4 – څوک چې د کوچېنيو او لويو کولمو مزمن التهاب ولري روژه ورته ډېره ګټه کوي.
5 – دينې د کمکارۍ په درملنه کې روژه ډېره کټه لري.
6 – د خارش او يا گرولو ناروغۍ ته روژه ډېره ګټه لري.
7 – د الرژي يا حساسيت د ناروغۍ په درملنه کې روژه ډېر تأثير لري.
8 – روژه د چاغۍ په ناروغۍ کې ډېره مفيده ده ځکه چې په روژې باندي وزن ډېر کميږي.
9 – روژه د لوړ فشار د کمولو لپاره ډېره موثره ده.
10 – روژه د ګوردوکانو د ځينو التهابونو په درملنه کې ډېره اغېزمنه ده.
11 – روژه د کېسه صفراء د التهاباتو په درملنه کې ډېره موثره ده.
12 – روژه د زړه د مزمنو ناروغيو په ختمولو کې ډېره موثره ده.
13 – روژه د معدې د ډېرو ناروغيو د درملني لپاره ډېره موثره ده.
14 – روژه د انسان په خوشحاله کولو او سپين ږيرتوب په ځنډولو کې ډېر تأثير لري.
عصبي جهاز او سيستم ته د روژې ګټه:
ډاکتر محمد ابوشوک په يوې مقالې کې چې د (الصوم والجهاز العصبي) تر عنوان لاندي يې ليکلې ده وايي: د روژې د روحانيت له وجهي او پدې خاطر چې روژه نفس صفاء کوي، روح پاکوي، پر ستونزو باندي انسان ته تحمل او صبر ور زده کوي، پر مسکېنانو او اړو انسانو باندي مهربانۍ ته انسان هڅوي، په شهواتو کې د لوېدلو څخه انسان ليري کوي، د انسان نفس په ښو اخلاقو باندي ښايسته کوي لکه په کړنوکې صداقت، په کار کې امانتداري، د خښم او انتقام څخه د انسان ليري کول او د حسد او کېنې څخه د نفس ژغورل.
دا ټوله هغه شيان دي چې بشري روح ته سلامتيا، محبت، دوستي او هغه صفايي وربخښي چې د انسان روح ورباندي ډېر مطمئن او آرام کېدلای سي.ځينو بريتانوي ډاکټرانو ويلي دي: په کال کې يوه مياشت روژه نيول د إنسان په بدن کې د پوره کال کچره او چټلي ختموي.تر ټولو مشهور ليکوال چې د روژې په فايدو کې يې ليکل کړيدي په امريکا کې د بدني ثقافت مشر ماک فادن دی.
نوموړي په امريکا کې په خپل نامه لوی کلينيک جوړکړی دی او د روژې د فوائدو په اړه يې هغه وخت کتاب وليکی چې ده ته په تجربو ثابته سوه چې روژه د ډېرو سختو ناروغيو د درملني لپاره موثره ده نوموړی وايي: روژه بدن ته ګټه لري د ټولو هغو جراثیمو څخه بدن پاک کوي چې د خوړو سره د انسان بدن ته ځي.
هغه ناروغۍ چې نوموړي په روژې باندي معالجه کړيدي:
د معدې او هضمي جهاز ناورغۍ.
د وينو او رګونو ناروغۍ.
نوموړي ډاګټر په خپل کتاب کې د ټولو هغو خلګو نومونه او مشخصات ليکلي دي چې ده په روژې باندي د هغوی درملنه کړېده.
دی وايي: هر انسان دې ته اړتيا لري چې بايد روژه ونيسي بلکې هر مريض روژې ته اړتيا لري. منبع: تحف رمضانية

ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *