مقالی اوتبصرې

د روڼتيا نړيوال سازمان ولې اعتراف ته اړ شو؟

س.سعيد غلجی

عموماً هر مخالف هڅه کوي، چې د مقابل جانب منفي نقطې څرګندې او مثبتې کړنې يې پټې کړي، بلکې په دې هکله ډېره زياته مبالغه هم کوي. کله نا کله په مقابل جهت پورې داسې منفي نقطې تړل کيږي، چې هغوی کې به موجودې نه وي، يا يې له مثبتو نقطو يو مخ انکار کيږي.
دغه حالت سره موږ هم مخ يو، زموږ مخالفين هم په دې هکله هيڅ درېغه نه کوي. نه يوازې دا چې زموږ مثبتې نقطې نه راسره مني، بلکې داسې منفي نقطې را پسې تړي، چې موږ کې هيڅ موجودې نه وي. شل کاله يې د سلګونو تبليغاتي چينلونو له لارې شپه، ورځ دا نارې وهلې چې طالبان ترهګر دي، په فساد او قاچاق کې ښکېل دي، د ابادۍ دښمنان دي، هېواد ورانوي، د پرديو مزدوران دي، مرتجعين دي او دغه شان نور بلا تورونه يې راپورې وتړل. زموږ مثبت ټکي خو هيڅ بيان نه شول، بلکې داسې منفي ټکي يې راپورې وتړل، چچې اصلاً هيڅ حقيقت يې نه درلود.
اوس هم چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، دوی هماغه شان خپلو درواغو ته کش ورکړی، بلکې لا يې پسې زيات کړي، هره ورځ يې رسنۍ او نړيوالې ادارې داسې بې اساسه او بې ثبوته راپورنه خپروي، چې هيڅ حقيقت نه لري او هر راپور يې له خپلو اصولو سره په ټکر کې وي.
وايي: په افغانستان کې د پخواني حکومت منسوبين ترور کيږي، حال دا چې داسې هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې، بلکې اوس هم حکومت کې هماغه شان پر خپلو دندو پاتې دي. اصلاً دوی عمومي عفوې غصه کړي، د دوی ارمان دا ؤ چې دلته د دوی تر وتلو وروسته هم جګړه دوام وکړي او افغانان خپلو کې سره ووژني.
وايي: افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی، حال دا چې موږ پخوا هيڅ اقتصاد نه درلود، ټول حکومت په پرديو مرستو او ګدايي چلېده، خو اوس الحمدلله؛ د ټولو حکومتي منسوبينو معاشات له خپلې ملي بوديجې اجراء کيږي او تر څنګ يې په هره برخه کې د ابادي او بيا رغونې بنسټيزې پروژې هم روانې دي. نو دا څنګه اقتصادي بحران دی؟! البته؛ د تجارت برخه کې چې کومې ستونزې موجودې دي، د هغو عاملين هم خپله همدغه (نړيوال بشر دوستان!) دي، د دوی د بنديزونو له امله زموږ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ دي.
وايي: سږ کال به دومره ميليونه ماشومان له يخنۍ ومري او دومره به له لوږې ومري، خو دغه وړاندوينې يې هم پوچ درواغ دي.
وايي: داعش او د مقاومت جبهه! به داسې سخت بريدونه پيل کړي، نا امني به زياته شي او حالات ډېر د اندېښنې وړ دي. لکه درې مياشتې وړاندې، د عقرب پر څلورمه چې امريکا غږ راډيو د (ګالوپ تحقيقاتي ټولنې) پر حواله خبر نشر کړ، چې يادې ادارې پر خپله سروې کې ويلي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو نا امنه او سنګاپور تر ټولو امن هيواد دی (!!)، حال دا چې په ټول هېواد کې پر يوه واړه کلي هم مخالفين ولکه نه لري، هيڅوک د بغاوت او جګړې جرأت نه شي کولای، ټول هېواد کې بشپړ امنيت تأمين او امنيتي ځواکونه برلاسي دي.
نو دغه شان ټولې ادعاوې او راپورونه يې له حسده ډک، مغرضانه او يوازې پر تشو افواهاتو بناء دي. ځکه چې ټولې نړيوالې ادارې، څېړنيز بنسټونه، ټولنې او رسنۍ د هماغه ماته خوړلي دښمن له خوا استخداميږي، له دوی څخه د خير تمه نه شي کېدای.
خو دا چې کله نا کله پر يوه مثبته نقطه اعتراف کوي، دا د دوی د بې وسۍ وروستی حد دی. معنی دا چې کله نا کله زموږ پرمختګ دومره لوی او ښکاره وي، چې دوی يې له پټولو عاجز شي، نو بيا يو وړوکی اعتراف پرې کوي.
لکه څو ورځې وړاندې چې نړيوال بانک اعتراف وکړ، چې د افغانستان صادرات پراخ شوي او د خوراکي توکو او نفتي موادو بيې هم راښکته شوې دي.
همدغه شان؛ د روڼتيا د نړيوال سازمان اړ شو چې د اسلامي امارت پر شفافيت اعتراف وکړي. ياد سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان د نړۍ د لسو مفسدو هېوادونو له جملې وتلی او اوس د شفافيت له اړخه د نړۍ په (۱۸۰) هېوادونو کې (۱۵۰م) ځای لري.
حقيقت دا دی، چې الحمدلله، دلته په حکومتي ادارو کې فساد يو مخ پای ته رسېدلی او ټولې ادارې په پوره شفافيت خپلې چارې مخ ته وړي. البته ځينو ادارو کې به فساد وي، خو هغه ډېره کمه فيصدي جوړوي او ښايي دومره فساد به د نړۍ پرمختلليو هېوادونو کې هم وي. دلته ډېر لوی تحول رامنځ ته شو، دا وطن له هغو څو تابعيته چارواکو خلاص شو، چې دلته يوازې د جيب ډکولو لپاره راغلي وو، اوبه يې خړولې او ماهيان يې نيول. هغوی بيرته ولاړل، اوس الحمدلله؛ دلته داسې خلک واکمن دي، چې فساد د شهيدانو له وينو سره خيانت ګڼي، له الله تعالی څخه ويريږي، د اسلامي نظام لپاره يې بې سارې قربانۍ ورکړې او دغه وطن خپل وطن ګڼي.
نو د دومره لوی تحول او مثالي شفايت له امله به حتماً د روڼتيا نړيوال سازمان هم مجبوريږي، چېچې لږ تر لږه د نړۍ له لسو مفسدو هېوادونو مو وباسي او د شفافو هېوادونو په لړ کې (۱۵۰م) مقام راکړي. دا د دوی اعتراف دی، حقيقت کې اسلامي امارت د نړۍ په لسو شفافو هېوادونو کې ځای لري.
د دې لپاره چې نور هم شفافيت زيات او هر ډول فساد په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي، بايد چې مسؤلين دې موضوع کې لا زيات جديت خپل کړي. مفسدينو سره دې سخت چلند وشي، هيڅوک دې له قانون څخه مستثنی نه ګڼل کيږي، بلکې له خپلو نژدې او باوري ملګرو سره دې تر ټولو سخت حساب وشي. موږ هم د الله تعالی پر وړاندې مسؤل يو، هم د رسول الله، هم د خپلو شهيدو ملګرو او هم د دغه ځورېدلي او کړېدلي ملت پر وړاندې.
فاتقوا الله!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *