افغانستان

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته په سفر کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران ته په سفر کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی. هغه په ايران کې له مېشتو افغان پانګه والو غوښتي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره یې امنیت خوندي شوی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار کوي.
د هغه په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس یې د ثبات پر مسیر ګامونه اخیستي، د هېواد د زېربنا رغولو په موخه د لویو پروژو چارې پيل شوې دي، صادراتو مو وده کړې، د اسانه پانګونې او مثمرې سوداګرۍ لپاره مو سیسټم له فساد او بیروکراسۍ څخه پاک شوی او په هېواد کې مو د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان پانګوالو له لوري جوړ شوي کنفرانس ته وویل، اوسمهال په افغانستان کې د صنعت لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا وسعت لپاره یې د برېښنا د تولید او هغو برېښنایي پروژو د بشپړولو هڅې روانې دي چې چارې یې ناتکمیلې دي.
همداراز صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه شوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې ده چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار او سالنګونو لویې لارې او د اورګاډي د شبکې جوړولو اړوند نورې پروژې دي.
د دې لارو په رغولو سره به سوداګري وده وکړي او له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د اموالو په انتقال او ترانزیټ کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتو مالیه لوړه شوې چې موږ یې په هېواد کې تولید لرو او په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي دي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې له افغان پانګوالو سره په مشارکت د ترکي، ایراني، عربي، برېتانوي او نورو شرکتونو له لوري د مختلفو کانونو د استخراج قراردادونه ترلاسه کول او پانګونه ده.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې پانګوال په دولتي ادارو کې سرګردان او له بیروکراسۍ سره مخ نه شي، د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه جوړه یوه قوي کمېټه رامنځته شوې، څو په یو وخت کې په ټولو ادارو کې د پانګوالو کارونو ته رسېدنه وشي او په سرعت سره یې چارې پر مخ ولاړې شي. د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امنیتي تهدیداتو، اداري فساد، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او د کوکنارو د کښت پر ځای غنمو، پنبې او د نورو زراعتي توکو کښت ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
نوموړي، د لومړنیو خوراکي توکو او په ښه کیفیت د درملو تولید، انرژۍ، کانونو، زراعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده، چې شتمن وروڼه باید لومړیتوب ورکړي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د آبادولو مسؤلیت لري، راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو په ایران او نوره نړۍ کې پر مېشتو ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ کوم، چې راشي، د هېواد په بېلا بېلو برخو لکه کانونو، زراعت، برېښنا تولید، بندونو جوړولو، ترانسپورټ، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړي او له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.
هغه وویل: «موږ به خپل هېواد په خپله جوړوو او دا د شکر ځای دی چې الله تعالی د سیمې په کچه یو غني هېواد راکړی دی او زه یوځل بیا پر تاسې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې پر مېشت افغان پانګوالو غږ کوم چې راشئ په خپل وطن کې پانګونه وکړئ، ځکه دا وطن پر تاسې حق لري، د دغه وطن په غېږه کې رالوی شوي یاست، له پاکو اوبو او ښکلې هوا مو یې استفاده کړې ده، اوس دا خاوره پر تاسې حق لري چې له ۴۰ کلونو کړاوونو او جنګونو وروسته یې له اوسني راغلي فرصت څخه په استفادې خپله شتمني په ابادولو کې مصرف کړئ. »
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د غونډې په پای کې وویل، عزت او ابرو په خپل کور کې وي، دا نن چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره څه روان دي موږ او تاسې یې ټول شاهدان یو، له خپل کور د باندې تل انسان پردی وي، ښه به وي چې له خپلو کورنیو او اولادونو سره په عزت او ابرو خپل هېواد ته راستانه شئ.
اسلامي امارت او نور ټول افغانان هغو وروڼو ته چې د کډوالۍ اوږده مسافري او فراق یې تېر کړي دي، هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *