
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې تعامل غواړي
شریعت: مولوي عبدالکبیر د چین لپاره د افغانستان له سفیر سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې تعامل غواړي او هڅه کوي له نړۍ سره ښې اړیکې ولري.
د اسلامي امارت ارګ په یو خبرپاڼه کې ویلي ده چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د چین لپاره د افغانستان سفیر سید محي الدین سادات سره ولیدل.
دغه لیدنه کې. سادات په چین کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او وروستیو پرمختګونه په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، په چین کې افغان سوداګر، محصلین او مېشت افغانان له اسلامي امارت، په ځانګړې توګه له افغان سفارت خوښ دي او له دوی سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړه، زموږ هڅه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا او افغانستان ته د چینایي پانګه والو جلبول دي او هڅه کوو په ياد هيواد کې مېشتو افغان سوداګرو، محصلینو او اوسېدونکو افغانانو ته غوره خدمتونه او اسانتیاوې برابرې کړو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې تعامل غواړي او هڅه کوي له نړۍ سره ښې اړیکې ولري. مولوي عبدالکبیر په چین کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو لا ښه والي په موخه محي الدین سادات ته یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.