افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسي کمېسیون د دوحې غونډې مذاکراتو ارزونه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه؛ په دوحه کې د وروستیو مذاکراتو په اړه بحث وشو
د ریاست‌ الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ، د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه.ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې، د هېواد پر وروستیو سیاسي تحولاتو او پرمختګونو، دوحې ته د اسلامي امارت د پلاوي پر سفر او هلته پر شویو مذاکراتو بحثونه وشول.همداراز په دې غونډه کې، د یو شمېر مهمو موضوعاتو او مسایلو په اړه لازم تصميمونه هم ونیول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *