
د ریاست الوزرا په لارښونه د بامیان ــ دوشي لارې ارزونه شوې
ډاکتر ملا عبدالواسع د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په لارښوونه د یوه پلاوي په مشرۍ د بامیان شیبر ولسوالۍ او د بغلان دوشي ولسوالۍ تر منځ په غځېدلې سړک د موټرو د تګ راتګ او په دې مسیر کې د مسافرو د ستونزو حل په موخه، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر کړی.یاد پلاوی بامیان ته له رسېدو سره سم د دې ولایت شیبر ولسوالۍ ته نژدې د غوربند له دوه لارې سیمې څخه بیا د بغلان تر دوشي ولسوالۍ پورې د غځېدلې لارې لیدنه او ارزونه کړې او پر دې لاره یې د شته ستونزو د حل او مسافرو ته د لا زياتو اسانتیاوو برابرولو په موخه د بامیان له والي سره لیدنه کړې.په دې لیدنه کې پرېکړه شوې، چې له غوربند دوه لارې بیا د بغلان تر تاله او برفک سیمې پورې به د بامیان ټولګټو چارو ریاست مربوط ټول وسایل اماده کېږي او د اړتیا پر مهال به په یاده لاره کې د ستونزو او مشکلاتو د رفع کولو په موخه کارول کېږي.ډاکټرملا عبدالواسع د دې سفر په لړ کې، د بغلان له والي، او د دې ولایت له یو شمیر مسولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې د سالنګونو اړوند ټول وسایل او د ټولګټو ریاست مربوط ټول تجهیزات به د یاد ریاست په همکارۍ له دوشي ولسوالۍ څخه بیا د بامیان ولایت تر سرحد پورې په مشخص ځای کې اماده کېږي، ترڅو د ضرورت پر مهال په دې لاره کې د مسافرو او موټر چلونکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د بامیان – دوشي پر سړک وروسته له هغه ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته او مسافر له ستونزو سره مخ شوي، چې د اسلامي امارت له لوري په اساسي ډول د جوړېدو په موخه سالنګ لويه لار په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ وتړل شوه او دا مهال مسافرين د بامیان-دوشي له لارې تګ راتګ کوي.