دینې لیکنېلیکنې

د ریـــاء پېژندنه اوعلاج

رسول الله «ص»فرمايي: هغه څوک چې خپل نېک اعمال په خلکو اوري، الله تعالی به يې ور واوروي او څوک چې خپل نېک اعمال په خلکو ویني، الله تعالی به يې ور وویني[بخاري ج ٢ باب الرقاق] محدثینو د دغه حدیث څلور ډوله تشریح کړې ده:
١- الله تعالی به د رياکار نېک اعمال په دنيا کې خلکو ته ور وویني، خو په آخرت کې به يې هيڅ ثواب په برخه نه وي.
٢- الله تعالی به په آخرت کې رياکار ته خپل ټول نېک اعمال ور وویني، خو ثواب به ځينې وګرځوي.
٣- الله تعالی به په آخرت کې خلکو ته د رياکار اعمال ور وویني چې دغه سړی په دنيا کې زما لپاره نه، بلکې د خلکو لپاره اعمال کاوه.
٤- په رياکار که تر یو وخته د خلکو هر ډول ښه ګمان وي، خو اخر به يې الله تعالی خلکو ته رسوا کوي،چې دغه سړی رياکار دی.
ریا څه ته وايي؟
خپل عبادت خلکو ته د دې لپاره ښکاره کول چې هغوی د ده درناوی او ستاینه وکړي؛ دې ته ریاء ويل کېږي او که څوک له عبادت پرته نور کارونه خلکو ته د همدې هدف لپاره ور ویني لکه خلکو ته خپله ځیرکتیا، شاعري، مالداري، دنیوي أسباب، او…. ښیي، دې ته ریاء نه ويل کېږي، البته دې ته فخر او تکبر ویل کېږي چې دا هم د ریاء په شان خطرناک مرض دی.
د ریاء صورتونه
١- یو عبادت سراسر د خلکو لپاره وي او د الله تعالی لپاره په کې هيڅ نيت نه وي لحاظ.
٢- په یو عبادت کې د خلکو نيت هم وي او د الله تعالی نيت هم وي،خو د خلکو لپاره نيت غالب وي، يعنې په یو کار کې هم د ثواب نيت وي او هم د خلکو، خو که خلک نه وي بيا عبادت نه کوي.
٣- په یو عبادت کې د خلکو او الله تعالی نيت دواړه یو برابر وي.
٤- په عبادت کې د خلکو نيت نه وي، بلکې نیت د الله تعالی لپاره وي، خو د خلکو په ليدلو خوشحاله کېږي.
٥- په عبادت کې د خلکو نيت نه وي، خو که په عبادت يې خلک وویني؛ نو په دغه نيت نه شي خوشحاله چې خلک به مې صفت او عزت وکړي، بلکې خوشحاله له دې امله شي، چې اوس که يې پټ په ګناه ليدلای وای. د ریاء لومړی درې صورتونه مردود دي، په څلورم کې د ثواب امید شته او پنځم غوره صورت دی.
دریاء ډولونه
١- په بدن کې ریاء: د مثال په توګه؛ یو څوک ځان ډنګر کړي او خلکو ته په پام کې دا ورکوي چې زه د ډېر عبادت له امله دومره ډنګر شوی یم.
٢- په شکل کې ریاء: د مثال په توگه؛ یو څوک ځان په سنت طريقه برابر کړي، اوږده کالي، لوړې پايڅې، اوږده ږيره، زړې جامې، ببر سر او سترګې سرې، دا ټول په دغه نيت چې خلکو ته ځان ښه سړی معرفي کړي.
٣- په خبرو کې ریاء: د مثال په توگه؛ یو څوک حديثونه، عبرتناکه کیسې او د بزرګانو خبرې يادوي او په هر مجلس کې یې په دغه نيت بيانوي چې خلکو ته ځان نېک او عالم سړی معرفي کړي.
٤- په عمل کې ریا: چې په عبادت کې الهي نيت له سره نه وي او عبادت سراسر د خلکو لپاره وي.
٥- په تعلق کې ریا: د مثال په توگه یو څوک له نیکانو او علماوو سره تعلق ساتي، یا هغوی خپل کور ته را بولي او یا دی دهغوی مجلسونو ته ورځي او په دغه ډول تعلق سره خلکو ته ځان ښه سړی ور پېژني.
د ریا علاج
د ریا کار هدف دا وي چې خلک زما درناوی او ستاینه وکړي؛ نو د ریا یوازینی او غوره علاج دا فکر کول دي چې که د نړۍ ټول خلک ما په نیکو کړنو وستايي او دغه کړنې الله تعالی ته د قبول وړ نه وي؛ نو د دوی ستاینه به ماته په آخرت کې د ذرې په اندازه ګټه ونه ورسوي او که د دنيا ټول خلک ما په داسې حال کې وغندي چې زما نيکې کړنې الله تعالی ته قبولې وي؛ نو د دوی غندنې او غيبتونه به ماته هېڅ زيان ونه رسوي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *