سرمقالې

د رییس الوزرا مناسب ځواب؛ پاکستان بې ځایه پرېکړه کړې

په داسې حال کې، چې د پاکستان پوځ او پولیس له دغه هېواد څخه د افغانانو د په زوره وېستلو لړۍ روانه ساتلې او په تېرو څو ورځو کې یې زرګونه افغانان له دغه هېواد څخه بهر کړي او په ډېر بد حالت کې یې له فرضي کرښې را اړولي د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا په خپلې تازه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې که پاکستان له اسلامي امارت سره او یا له افغانستان سره کومه بله ستونزه لري نو هلته پر افغان کډوالو د فشار راوړلو پر ځای دې کابل سره مخامخ د خبرو مېز ته کښېني.
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخند دغه څرګندونې بیخي په سیاسي تول برابرې او له روانو حالتو سره سمې دي، ځکه شاوخوا پنځوس کاله کيږي، چې افغانان هلته اوسېږي او که ولیدل شي نو د پاکستان اقتصادي سیستم هم تر ډېره په افغانانو پورې تړلی، هلته یې کاروبارونه رامنځته کړل او ګڼ شمېر پاکستانیانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړه، نو که افغانانو په پاکستان کې ستونزه جوړوله نو له لومړیو وختونو به یې جوړه کړې وه او که نه یې جوړوي نو بیا هرو مرو یې ستونزه بله خو هغه په عامه اصطلاح زور یې په پښتونخوا او پاکستان کې له مېشتو افغانانو باسي، چې دغه کړنه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او باید پاکستان پرې له سره غور وکړي.
دغه راز پاکستان د ملګرو ملتونو، ځینې هېوادونو او نورو سازمانونو هغه وړاندیزونه هم رد کړي چې هلته یې د افغانانو د مېشت پاتې کېدو د وخت د غځېدو غوښتنه کړې وه، چې دا هم له نړیوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او باید ملګري ملتونه، هېوادونه او سازمانونه یې پر وړاندې اصولي او قانوني ګام واخلي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دې پرې بندیزونه ولګوي تر څو له دغه ډول سرغړونو څخه ډډه وکړي.
ورته وخت کې راپورونه وایي، چې پاکستان ځواکونه د تخلیې پر مهال ان د افغانانو د لاس ساعت هم اخلي، چې دا په بشپړ ډول یوه سیستماتیکه غلا ده او باید نړۍ د دغه ډول کړنو پر وړاندې چټک او قوي غبرګون وښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *