تاریخي کتابونه

د زبیر شفیقي صاحب (شېر شاه سوري)

انس حقاني

زه په پنځه کلن زندان کې څه باندې څلور کاله تنها او په تنگو کوټو او تشنابونو کې وم، د زندان ساتونکي هم له ما سره له غږېدو بند وو؛ نو زما ښه ملګری چې هلته و هغه کتاب و. د روحي او جسمي تعذیب او دردونو د کمولو او د صبر او استقامت د موندلو لپاره تر ټولو بهترینه نسخه همدا د خپلو اسلافو تاریخي اثار لوستل وو. کله به چې له کومې لارې یا د نورو بندیانو وروڼو له خوا د حجازي ناولونه او د شفیقي صاحب ژباړې را ورسېدې، دومره خوشالي به مې محسوسوله چې حد یې نه و. هیڅ به د زندان په غم او درد نه پوهېدم، کله کله به مې بسته کتاب په یوه ورځ او شپه کې خلاص کړ. تر ټولو مهمه دا وه چې د څه وخت په مخه به یې له ځان سره د زندان له دېوالو او بامه وایستلم، یوې بلې جغرافیې او زمانې ته به یې یووړم، یو څه وخت به یې ازادي را وبخښله او د زندان او زولنو مضبوطې منگولې به یې رانه هېرې کړې.
که د تاریخ پاڼې ولټوو په هره زمانه کې زیات شمېر اتلان پکې موندلای شو، خو دا هم یو لوی حقیقت دی چې د هماغې زمانې نور اتلان هم وي چې د خپل دین، هېواد او ولس د ساتنې، ابادۍ او ترقۍ لپاره یې هره ممکنه قرباني ورکړې وي او خپل مسوولیت یې ادا او غاړې یې خلاصې کړې وي، خو وروستنیو نسلونو ته یې د متانت کیسې نه وي رسېدلې، د تاریخ په کتابونو کې د هماغې جغرافیې او زمانې ځینې لویان راغلي وي، خو داسې لوی قهرمانان نور هم وي چې نه پکې تر سترگو کېږي.
د دې لامل دا دی چې غازیانو خو خپل مسوولیت ادا کړی وي، خو د دوی کارنامې او خدمتونه د تاریخ په پاڼو کې ځایول او خوندي کول بیا د هماغې زمانې د فرهنګیانو مسوولیت وي چې متاسفانه زیات شمېر فرهنگیان په دې مسوولیت کې کم راغلي وي/ دي او د خپلو ویاړلو هستیو شهکارۍ او کارنامې یې د تاریخ په پاڼو کې نه وي ځای کړې.
که د خپل وطن د تاریخ دنیا ته سر ور دننه کړو دا به راته ښه جوته شي چې زموږ فرهنگیان په دې برخه کې څومره په خپلو مسوولیتونو کې پاتې راغلي دي، څومره تاریخي ویاړلې، متفاوتې او بې‌سارې هستۍ چې زموږ د هېواد په مختلفو برخو او وختونو کې تېرې شوې دي، ممکن ډېر هېوادونه به یې و نه لري. که دوی درلودای اوس به یې په خیالي کیسو او فلمونو وخت نه وای ضایع کړی، بلکې خپل ملي اتلان به یې ستایل او د تاریخ پر پاڼو به یې انځورول.
که د وخت قلموالو د خپلو غازیانو په تناسب د خپل هېواد د هرې زمانې تاریخ ته د اهمیت په نظر کتلي وای، دیني او ملي وجیبه یې گڼلې وای او خپل فرهنگي ـ تاریخي مسؤلیت یې ادا کړی وای، اوس به زموږ د نږدې زمانې نوم‌ورکي غازیان او اتلان هم له موږ هېر او ورک نه وو، بلکې تر قیامته به د راتلونکو نسلونو لپاره په کتابونو کې ژوندي وای، خو متاسفانه چې داسې نه ده، موږ ډېر ویاړلي شخصیتونه او قهرمانان د تاریخ په حافظه کې ځای نه شوای کړای او په دې کې په عموم کې زه فرهنگي طبقه پړه بولم.
د شکر ځای دا دی چې اوس هم وخت تېر نه دی، که زموږ د قلم خاوندان عزم وکړي او په ژوند کې د هېواد څو اشخاص او د وطن څو واقعي او نادرې کیسې د ځان لپاره هدف کړي او کار پرې وکړي، یقیناً به یې ملي وجیبه تر سره کړې وي. ښه نه ده چې د دې پر ځای په غیر واقعي خبرو او کیسو خپل استعداد او وخت ضایع کړي. خیالي خبرې هغه چا ته په کار دي چې څوک په خپل کور کلي او وطن کې هستي او شخصیت و نه لري، خو موږ چې زرگونه او لکونه داستانونه او شخصیتونه لرو، دا به ډېره ناځواني وي چې په اړه یې څه نه لیکو.
ښاغلي زبیر شفیقي ته دې خدای اوږد ژوند ور نصیب کړي چې په دې برخه کې یې لومړی د مرحوم نسیم حجازي ناولونه پښتو ته په جالب انداز وژباړل او د ډېرو ځوانانو د ویښتیا لامل شول او اوس یې پخپله دې ته مټې را بډ وهلې چې د دې په تمه کېناستل نه دي په کار چې یو بل نسیم حجازي به پیدا کېږي او هغه به یو تاریخي اثر یا ناول لیکي او بیا به یې دی ژباړي، بلکې عزم یې وکړ چې د خپل قوم او هېواد د ویاړلو مشرانو او غازیانو د داستان لیکلو ته پخپله په یوه افغان نسیم حجازي بدل شي.
دا دی په خپل ابتکار او هڅه یې دویم تاریخي ناول (شېرشاه سوري) بشپړ او چاپ کړ. زه یې په لوستلو خوند اخلم او د لویې خوشالۍ احساس کوم. د ده دا لوی تاریخي کردار ستایم او د خپلې زمانې نورو لیکوالو ته وایم چې د ده پر پله پل کېږدي، خپل مسوولیت ادا کړي او د خپلو مشرانو اتلانو کیسې ړنگېدلو ته پرېنږدي.
د تاریخي اثارو مطالعې او بیا په داسې خاص انداز کې لکه مرحوم حجازي او اوس شفیقي صاحب چې لیکلي، ډېر زیات تاثیر لري او خلک د ژوند مسیر ترې معلومولای شي. د غمځپلو او د ستونزو په تکو تورو دښتو کې د بندو خلکو لپاره د لارې مشال ګرځي.
د زنداني لپاره هر هغه څه مهم دي چې دی څو شېبې د زندان له محیطه وتښتوي او له ځان سره یې چېرته لرې یوسي.
ماما مې حاجي صاحب مالي خان راته ویل چې زموږ په پنجره کې یو هلمندی مولوي صاحب و، یوه ورځ چا یو نوی ناول ورته راوړی و، څنگه چې به یې لمونځ وکړ منډه به یې کړه او کتاب به یې خلاص کړ، مطالعه به یې پیل کړه خو نادره خبره یې دا وه چې څو دقیقې به یې کتاب ولوست، بیا به یې یوه پاڼه پکې نښاني کړه او کتاب به یې بند کړ، څنگ ته به یې کېښود بیا به څه وخت ورته منتظر و. بیا به یې بیا خلاص کړ او مطالعه به یې پیل کړه.
یو بندي ورته ویل چې پر تا څه چل شوی دی چې کتاب را واخلې، لږ یې ولولې بیا یې کېږدې؟ هلمندي ملا صاحب به ورته کړه چې شیریني ده شیریني! وېرېږم چې ژر خلاص نه شي.
محترم شفیقي صاحب ته د زړه له تله مبارکي وایم او له څښتن تعالی ورته د نورو خدمتونو توفیق غواړم.
کابل – افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *