افغانستان

د زرګونو جریبه غصبي ځمکو دوسیې تر څېړنې لاندې نيول شوې

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون غونډه د عدليې د سرپرست وزیر او د یاد کمیسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشري جوړه شوه. په دې غونډه کې د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړلو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، د قومونو او قبایلو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري، د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د امارت د قضایاو لوی رییس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نورو مسولینو ګډون کړی و.په یاده غونډه کې کابل، فراه، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو دوسیې او موضوعات د کمېسیون تر بحث او بررسي لاندې نیول شوي.د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون پریکړه کړې، چې د فراه ولایت د خرپلان په ساحې کې ۲۶ زره جریبه امارتي ځمکه تصفیه شي او د غلامان په ساحې کې له ۱۵۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه، چې امارتي تثبیت شوې له شخصي ځمکو جلا شي.یاد کمیسیون د کابل په دارالامان ساحه کې د ۲۶.۵ جریبه ځمکې په اړه چې د تېر حکومت له خوا د لنډې مودې لپاره ګلبدین حکمتیار ته ورکړل شوې وه هم بحث وشو او په دې هکله لازم تصمیم ونیول شو.دغه راز د کابل په شکردره ولسوالي کې د نږدې ۳۹۰۰ جریبه ځمکې موضوع بررسي شوې او پریکړه شوې، چې د یادې ځمکې د مالکیت له مدعیانو څخه سندونه او معلومات وغوښتل شي او د کرنې وزارت د سندونو صحت او سقم بررسي کړي.دغه‌راز په بلخ، پروان او لوګر ولایتونو کې د زرګونو جریبو نورو ځمکو د دوسیو په بررسي سره، څه دپاسه ۳۲ زره جریبه ځمکه په یادو ولایتونو کې امارتي تثبیت شوه او په دې هکله لازمې لارښوونې ورکړل شوې.د دې تر څنګ د ارزګان پوهنتون او د خوست صنعتي پارک د ځمکو موضوع هم بحث او بررسي لاندې ونیول شوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *