لیکنېمقالی اوتبصرې

د زغم او بې پرې سياست اړتيا!

س. سعيد

دلته څه د پاسه څلويښت کاله جګړه شوې، چې له همدې امله د نړۍ له کاروانه خورا وروسته پاتې او په هره برخه کې د سيمې او ګاونډ له هېوادونو ډېر کمزوري يو. اوس چې الحمدلله؛ د جګړو لمن ټوله شوه او الله تعالی افغانانو ته يو بل فرصت په لاس ورکړی، نو بايد چې په هره برخه کې له خورا ژور فکر، دقت او بصيرت څخه کار واخيستل شي. په بهرني سياست کې بايد افغانستان همداسې بې پرې او خپلواک پاتې شي. داسې چې د هيڅ هېواد پر سر، د نورو دښمني پر غاړه وانه خلو. تېر رژيم خو د ټولې نړۍ شريک ؤ او له همدې امله يې بې پرې سياست درلود. البته د روسيې او چين په نسبت يې امريکا ته او د پاکستان په نسبت يې هند ته تمايل درلود. اوس چې الحمدلله؛ خپلواکي لرو، نو بايد چې ټولې نړۍ سره مستقلې، بې پرې او پياوړې اړيکې ولرو، او موجوده بدګوماني او بې اعتمادي په بشپړه توګه له منځه يوسو. دا چاره ښه روانه ده، البته لا ډېر کار ته اړتيا لري.

دغه راز؛ د ايران او عربي نړۍ تر منځ هم بايد تعادل وساتل شي. يو طرف ته له عربي نړۍ سره نه شلېدونکې اړيکې لرو او که په ښه توګه ورسره وپالو، نو ډېر څه ور څخه تر لاسه کولی شو. خو بل طرف ته مو ايران هم دايمي ګاونډی دی. ګاونډيانو سره په هيڅ صورت لانجه نه ده پکار، ځکه که راته په بده شي، ډېر ضرر رارسولی شي او که ښې اړيکې ولرو، نو يو له بله ښه فايده تر لاسه کولی شو.

 دا چې بهرنی سياست مو په بې پرې توګه وساتلی شو او په عين حال کې له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې هم ولرو، نو بايد چې ټولو هېوادونو سره د مختلفو مشترکاتو پر اساس وپالو. يعنې ځينو سره بايد د اسلامي ورورګلوي، ځينو سره د ګاونډيتوب او ګډ امنيت او ځينو سره د اقتصادي ګټو پر اساس وپالل شي. البته؛ ځينې وخت بايد حقيقي شخړو کې له ښکېلېدو پرته، د مخالفو هېوادونو له سيالي څخه هم سالمه استفاده وشي، چې دا فرصت اوس هم موجود دی.

امير حبيب الله خان او ظاهر شاه د همدې بې پرې بهرني سياست په برکت، د لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال افغانستان له هر ډول زيانونو خوندي وساته. هماغه صحيح نسخه ده، اوسني حالت کې خو بايد حتماً پر هماغه لاره ولاړ شو. ځکه چې اوس موږ تازه له اوږدو جګړو راوتلي يو او ټول بدن مو زخمي، زخمي دی.

همداراز؛ ګاونډيانو سره هم بايد له شخړو، لانجو او تورو، سپينو په کلکه ځان وساتل شي. د اسلامي امارت لوړپوړي مسؤلين بايد دغه موضوع تر جدي څار لاندې ونيسي او پرې نه ږدي، چې په شعوري، يا غير شعوري توګه ګاونډيانو سره ستونزې رامنځ ته شي. بايد هڅه وشي، چې ټولې ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي. يعنې د سرحداتو ساتنه کې بايد له مجاهدينو څخه سياسيون مخکې وي، که د ډپلوماسي له لارې خبره حل نه شوه، بيا دې له هغه وروسته مجاهدين مداخله وکړي. دا په هغه صورت کې چې د بهرنيانو له خوا تعرض وشي، موږ خو بايد هيڅکله تعرض ونه کړو.

زموږ يوه لويه ستونزه له پاکستان سره ده، چې اوږده پوله ورسره لرو او هغوی زموږ پراخه سيمه غصب کړې. مګر دا غصب اوسنی نه دی، ډېر وختونه پرې تېر شوي او تر اوسه زموږ هيڅ حکومت نه دی توانېدلی چې بيرته خپله سيمه ترې ونيسي. نو راځئ، دومره اوږده موده چې پاتې وه، لس کاله دې نوره هم ور پاتې وي. في الحال بايد هيڅ غرض پرې ونه کړو، ځکه موږ تازه له جګړو راوتلي يو او نه ښايي چې بيا په جګړو کې ښکېل شو. اوس زموږ د پرمختګ، تقويت او چمتووالي وخت دی. خو که خدای مه کړه؛ بيا په جګړه کې ښکېل شو، له پرمختګ څخه پاتې کېږو. نو د دې پر ځای چې اوس يو څو ډزه پرې وکړو، ښه به دا وي چې ځان ورسوو او بيا په داسې حالت کې دا قضيه را برسېره کړو، چې په هر ډګر کې موږ د پاکستان پر نسبت قوي يو. عقل او تاريخ همدا تقاضا کوي.  په مکي دور کې کفارو پر مسلمانانانو خورا زيات ظلمونه کول، خو مقابل کې يې رسول الله صلي الله عليه وسلم مسلمانانو ته يوازې د صبر، زغم او حوصلې توصيه کوله. ديارلس کاله مسلمانان تر سختو عذابونو لاندې وو، خو تر پايه الله تعالی د جهاد او مبارزې اجازه ورنه کړه. تر دې چې مسلمانان زيات شول، مدينې ته يې هجرت وکړ او هلته يې قوت وموند، بيا الله تعالی د جهاد حکم وکړ، هماغه ؤ چې مسلمانانو مقابله پيل او ورو، ورو له دفاعي حالت څخه تعارضي حالت ته واوښتل.  دغه کيسه کې موږ ته ډېر لوی درس دی، بايد موږ همدغه لاره غوره کړو، تدريجي پرمختګ پکار دی. بايد تر يوې مودې بالکل له جنګ جګړو ځان وساتو او انتهايي هڅه وکړو، چې هر مشکل د خبرو له لارې حل کړو او که خبرو اترو نتيجه ورنه کړه فقط دفاعي حالت غوره کړو. تر دې چې الله تعالی مو هغه حد ته ورسوي، چې د مقابلې جوګه شو. ان شاء الله! بيا نو هغه سات، هغه مسلات…!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *