
دا متل په افغانانو کې یادیږي
وایي غچ به له بې ننګو پاته کېږي
د لوېدلي شال، پګړۍ بدل به اخلم
که افغان ومه نو کله مې هیریږي
وطن مور ده په سرو سترګو راته ژاړي
له زخمونو د اغزن تاره کړیږي
ته مې یو ځلې تاریخ تر نظر تېر کړه
په ډېلي او اصفهان مې نوم لګیږي
مینه پال د زمانې ستم مجبور کړم
چې مې کډه بیا په تور ماښام باریږي
فیض محمد مینه پال