دینې لیکنې

د زمـزم اوبـه!

فرید احمد مبارز

د زمزم اوبو څاه د ځمکې څخه 10.6 فیټه لاندې ده، په یوه ثانیه کې 8،000 لیتره اوبه پمپ کوي چې په یوه دقیقه کې 480،000 لیتره او په یو ساعت کې 28.8 ملیونه لیتره او په 24 ساعته کې 691.2 ملیونه لیتره اوبه پمپ کوي، مگر جالبه یې لا دا ده چې صرف په 11 دقیقو کې د هغه څاه بیرته په 24 ساعتو کي کمښت پوره کوي.
یاده دي وي چه دغه څاه د حضرت اسماعیل (علیه سلام) د وخت څخه فعاله دی. په دې څاه کې دوه معجزې دي چې یوه یې د اوبو د کمښت ژر تر ژره پوره کول او دوهم ددې څاه څخه هیڅ اوبه نه ضایع کیږي یا نه تویږي. د زمزم اوبه نه تنها د انسان تنده رفع کوي بلکي انسان موړ هم ساتي، که یو انسان تر ډیر وخته پورې خواړه هم ونه لري نو کولای شي چې یوازې د زمزم د اوبو پر څکلو سره د لوږې او تندې څخه ځان وژغوري. د زمزم د اوبو په هکله لابراتوري معایناتو په ډاگه کړي ده، چې دا اوبه د عامو اوبو په توپیر زیات Calcium› Magnisium او Fluirude لري.
یو جاپانی څیړونکی چې Masaru Emoto نومیږي د ډیر استعداد خاوند دی د زمزم اوبو په باره کې یې لاندې څیړنې تر سره کري دي.
1 – د زمزم کیفیت او خالصوالی د نړۍ په نورو اوبو کې نه شي پیدا کیدلای.
2 – هغه په یوې نوي تکنالوجې چې NANO نومیږي خپلې څیړنې تر سره کري او دا یې ثابته کړې ده، که چیرې د زمزم اوبو یوه قطره په 1000 لیتره عامو اوبو کې واچول شي، نو عامي اوبه به د زمزم کیفیت خپل کړي.
3 – د زمزم یوه قطره اوبو «منرال» خپل خاص کیفیت لري، چې په نړۍ کې بې سارې
ده.
4 – پس له څو مختلفو څیړنو څخه هغه وایې: د زمزم اوبو کیفیت او ذایقه نه شي بدلیدلای، ولی؟ نننې ساینس په دې اړه بې جوابه دی، د زمزم اوبه په هر حالت کې شفافه
وي.
5 – دا ساینس پوه په خپلو څیړنو کې دا هم ثابته کړې ده، چې مسلمانان د څښاک او خوراک تر مخه «بسم الله الرحمن الرحیم» وایي، چې د «بسم الله الرحمن الرحیم» تر ویلو وروسته د عامو اوبو په کیفیت کې هم خورا ډیر بدلون راځي او د اوبو کیفیت خورا زیات لوړیږي.
6 – هغه په خپلو څیړنو کې دا هم ثابتوي، چې که چیرې پر عامو اوبو باندی «قرآن کریم» وویل شئ او چوف شي، نو کولای شي چې د ډیرو مرضونو د مخنیوي لپاره استفاده
شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *