
افغانستان
د ساسانیانو دورې نوې موندل شوې ۷۵ سکې نندارې ته وړاندې شوې
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د ملي پانګې په توګه د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې په دغه ولایت کې نوې موندل شوې ۷۵ سکې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د ساسانیانو د تاریخ ښودنه کوي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په روانه میاشت کې یې یادې ۷۵ سکې او یوه کوزه، چې د څه باندې ۱۸۰۰ کاله پخوا تاریخ ښودنه کوي او د ساسانیانو د هغه مهال واکمنۍ پورې تړاو لري.
هاشمي زیاته کړه، چې دغه سکې د جلګې ولسوالۍ د لوی یرم په سیمه کې د خلکو له لوري هغه وخت وموندل شوې، چې په ډله ییز ډول یې کلیو ته په ورغلو لارو کې سړک جوړاوه.