
د سالم فکر خاوندان کومې کړنې نه ترسره کوي !؟
که نه غواړئ چې ژر بوډاتوب ته ورسېږئ او خپله ځواني په کم وخت کې له لاسه ورکړئ؛ نو له ځينو بدو لارو ځان وساتئ او ځينې لارښوونې عملي کړئ،له ذهني لحاظه مظبوط وګړي د خپلو جذباتو اظهار په عامه توګه نه کوي، هغوی د یو خیال بیان زموږ یا ستاسو په څېر نه غواړي؛ بلکې د ماهرینو په څېر په ډېر ښه انداز خپل فکرونه، رویې او احساسات کنټرولوي. دلته به د ۱۲ داسې شیانو په اړه وغږېږو چې د غښتلي او سالم فکر خلک یې نه کوي.
۱: هغه خپل وخت په بې ځایو شیانو، فکرونو، کړنو او حرکاتو نه ضایع کوي.
۲: له خپلو غلطیو هېڅکله نه ډارېږي؛ ځکه دا وېره منفي فکرونه پراخوي.
۳: له خپل طاقت نه غلطه ګټه نه اخلي او هر وخت کوښښ کوي، چې په خپل
قوت باندې حاکم او ولاړ واوسي.
۴: خپل هدفونه په نیمه کې نه پرېږدي او ټولې هغه موخې چې دی یې په زړه کې د خپلې ښې راتلونکې لپاره لري د پوره کولو جدي هڅې یې کوي.
۵: له تبدیلۍ او بدلونه نه ویرېږي؛ که څه هم نوي شیان او تجربې سړی له مشکلاتو سره مخ کوي؛ مګر له ستونزې سره مقابله خلک په نورو کې ځلوي او انسان تر لوړو پایو رسوي.
۶: بې هغو شیانو فکر نه کوي، چې دی یې د ترسره کولو او کنټرول وړتیا او وس نه لري،ځکه په ټولې نړۍ کنټرول لرونکی ذات یو الله دی او انسان کله هم په هر شي واک نه شي درلودلی؛ نو د روغ ذهن لرونکی انسان دا ډول هېڅ سوچ نه لري.
۷: په ښو کارونو کې د نورو بدو رایو او افواهاتو ته ترجیح نه ورکوي؛ بلکې چې څه هم کوي په خپل پوره اعتماد او باور یې کوي.
۸: هغه په ماضي کې نه پاتې کېږي؛ ځکه پخواني فکرونه نوی تولید نه رامنځته کوي؛ بلکې انسان نور هم شا ته بیايي او ذهني سکون له منځه وړي. د دې پر ځای له حال نه مزې او خوندونه اخلي.
۹: هغه یوه غلطي څو ځله نه کوي؛ په خپلو غلطیو کنټرول ترلاسه کوي او په ښه شکل او پلان سره هرې غلطي ته د حللارې یوه هڅه کوي.
۱۰: هغه د نورو له کامیابیو نه ویرېږي او حسد نه ورسره کوي، بلکې د هر کامیاب تن ملګرتیا خوښوي او څه نا څه ترې زده کوي. ځکه د نورو له کامیابیو سره د ځان مقایسه حقیقي خوشحالي نه شي وربښلی.
۱۱: هغه په خپلې لومړني بایلات سره کله هم ماتې نه مني؛ ځکه ناکامي د هرې کامیابې لارې یو خنډ وي، چې باید انسان ترې تیر شي.
۱۲: له خپلو کارونو نه ستړی کېږي، له هر څه مثبته او ژر تر ژره نتیجه نه غواړي؛ بلکې یو اوږمهاله مکانېزم ورته جوړوي.
ساجدالله