اعلامیېافغانستان

د سالنګ ترافیکي حادثې په اړه د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام

 

شریعت: په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سالنګ په تونل کې پرون شپه د ترافیکي پیښې له امله زموږ ۱۲ تنه هیوادوال شهیدان او ۳۷ تنه نور ژوبل شوي دي.
اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي غمرازي ښیي او په دې غمجنه پیښه کې شهیدانو ته له الله تعالی څخه فردوس جنت، زخمیانو ته کامله شفاء او کورنیو او دوستانو ته یې صبر جمیل غواړي.
همداراز په ټولو اړونده ادارو باندې غږ کوي، چې د داسي ناوړه پیښو د تکرار په مخنیوي کې لا ډیرې او جدي هڅې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *