افغانستان

د سالنګ تړل کېدو له امله د خوراکي توکو بيې لوړې شوې

وروسته له هغه چې د سالنګ لاره د بیارغولو په هدف وتړل شوه، په کابل ښار کې د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د اوړو بیې یوه اندازه لوړې شوې.په کابل ښار کې د خوراکي توکو پلورونکی عبدالله غفوري وایي، د هغو خوراکي توکو بیې یوه اندازه لوړې شوې چې د شمال له لارې کابل ته راوړل کېدل او علت یې هم د سوداګرو له خوا احتکار دی:«یوه بوجۍ اوړه اوس ۱۶۵۰ افغانۍ دي، له دې وړاندې ۱۵۰۰ افغانۍ وو، کله چې ټولګټو وزارت اعلان وکړ چې په ۱۹مه نېټه لاره بندیږي، نو له دغې نېټې لس یا پنځه ورځې وړاندې یو شمېر سوداګرو سل، دوه سوه یا پنځه سوه ټنه اوړه زېرمو ته ولېږدول چې بیې لوړېږي او بیا یې په لوړه بیه وپلوري.»غفوري وایي، څو ورځې وړاندې د اوړو بیه هم تر ۱۷۵۰ افغانیو پورې ورسیده، خو اوس چې ورته تقاضا کمه ده، بېرته بیې راټیټې شوې. په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، په بازارونو کې د توکو د کمښت په اړه هېڅ ډول اندېښنه نشته او ټول توکي د سالنګ پرځای په بدیلو لارو راوړل کېږي.د دغې خونې ویاند جان آغا نوید وایي، که بیې لږ پورته شوې وي، د سالنګ بدیلې لارې اوږدې او خرابې دي، نو د ټرانسپورټ لګښت یې لوړېږي، خو ټینګار کوي چې وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی:«په بازارونو کې توکي ډېر دي، د اندېښنې وړ خبره نه ده، دا ټول توکي له بېلابېلو لارو څخه راځي، هېوادوالو ته وایم چې اندېښنه ونه کړي او په هېواد کې په کافي اندازه توکي شته، هغو سوداګرو ته چې د لارې پلمې کوي هم توصیه کوو او هیله ترې لرو چې توکي په مناسبو بیو وپلوري.د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وایي چې سوداګري روانه ده او د سالنګ له بدیلو لارو څخه توکي کابل او ټول هېواد ته رسېږي.د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده کلید راډیو ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې له بازار څخه د څارنې ګډ کاري ټیمونه لري:«موږ په کابل او ولایتونو کې له نورو ادارو سره ګډ ټیمونه لرو چې په بازارونو کې له بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو په اړه څارنه کوي او دغه راز که د احتکار راپور موږ ته ورسیږي یا یې موږ پیدا کړو، نو موږ ورسره قانوني چلند کوو او یا لږ تر لږه ورته توصیه کوو چې بیا دا کار ونه کړي.»د یادولو ده چې افغانستان ته د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د اوړو او غوړیو ډېر واردات له منځنۍ آسیا څخه کېږي چې د شمالي ولایتونو له لارې مرکز کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *