افغانستان

د سالنګ لويې لارې د درېيمې برخې د اساسي بیارغونې کار پیل شو

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني پروان او بغلان ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سالنګونو لویې لارې د ۳مې برخې د اساسي بیارغونې د چارو د پیل پرانیسته وکړه.د سالنګونو لویې لارې ۳مه برخه د خنجان ولسوالۍ څخه پیل تر دوشي ولسوالۍ پورې ۲۱.۳ کيلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او ۳ متره شولډرونه( د سړک غاړې) لري، چې په اوږدو کې يې مصنوعي ساختمانونه، د ځینو پلونو او پلګوټو ترمیم د سړک غاړې کانکرېټي لښتي او استنادي دېوالونو د ترميم او بیا رغونې کار پکې شامل دی.
د یادې لارې د اساسي بیارغونې چارو تړون د ټولګټو وزارت له لوري له ميرودان او قادر کاروان ودانیز او سړک جوړونې شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د ټولګټو وزارت سرپرست په دغه سفر کې د سالنګونو لويې لارې د تونل او ۱۶ ګالرۍ له رغنیزو چارو څخه هم ليدنه وکړه او د پروژې او قرار دادي شرکت مسوولینو ته يې د کار په چټکتيا، غوره کيفيت او په ټاکلي وخت د کار د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د دغې لويې لارې د اساسي بیارغونې د کار په بشپړېدو سره به د هېواد د شمالي ولايتونو ته د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد او د مسافرو په تګ راتګ کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *