ساینس او ټکنالوجي

د ساينس په پرمختګ کې د مسلمانانو رول

لیکوال: پروفیسور ارشد جاوید /   ژباړه: انوارالحق عاصم

ماشين آلات

مسلمانانو د ماشين آلاتو(Mechanics) په برخه کې هم بې سارې وړتيا ښودلې ده، مسلمانو ساينسپوهانو خورا ډېر آلات جوړ او ډول ډول ماشينونه يې اختراع کړل، په دې برخه کې يو شمېر کتابونه هم ليکل شوي، احمد بن موسی (۸۶۰م) کې د «کتاب الخيل» په نامه يو کتاب تأليف کړ، نوموړي په دې کتاب کې تر سلو پورې آلاتو(Tools) او ماشينونو يادونه کړې،چې (۷۵) شيان نوموړي خپله اختراع کړي وو، د ماشين آلاتو په برخه کې دا کتاب د نړۍ لومړنی کتاب شمېرل کېږي، په دې  کتاب کې د داسې ساينسي آلاتو يادونه شوې،چې په لوستلو يې انسان حيران شي، نوموړي داسې ماشينونه اختراع کړل چې په ليدلو يې عقل چپه کېږي، په دې کتاب کې د داسې لوښو يادونه شوې،چې د اوبو څښلو پر مهال به ترې د موسيقۍ غږ راووت.په منځنۍ پېړيو کې مسلمانو ساينسپوهانو د آلاتو(Tools) په موضوع يو شمېر کتابونه ليکلي، چې د اوبو رسولو او آب پاشۍ وسائلو لپاره د بېلابېلو آلاتو تفصيلات په کې موندل کېږي، په دې کتابونو کې مسلمانو ماهرانو د اوبو ساعتونه، د اوبو پورته کولو ماشينونه او ارټ جوړولو اړوند ډېر معلومات ځای پرځای کړي، ځينو کتابونو کې خو د داسې ماشينونو يادونه هم شوې،چې په اوبو، تېزابو، وزن او بلېدونکو شمعو باندې چلېدل. بديع الزمان اسماعيل بن الرزاز چې په الجزري مشهور دی؛ خپل يو کتاب کې د اوومې هجري پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې د اوبو او لمريزو ساعتونو، ډول ډول لوښو، کوزو، شکل بدلوونکو فوارو، اوبو پورته کولو ماشينونو او نورو آلاتو يادونه کړې ده، د دې ټولو ماشينونو په ساخت او جوړولو باندې يې په ساده ژبه رڼا اچولې ده.مسلمانانو اوبو رسولو ته ځانګړې پاملرنه وکړه،چې په پايله کې يې ډېر ماشينونه منځته راغلل، په دې ټولو کې تر ټولو پرمختللی نعورا(Naura) ماشين و،چې په اوبو به چلېده، دې ماشين به د سيندونو او بندونو څخه اوبه په اوچته سطحه يو حوض ته پورته کولې چې له هغه ځايه به په پخو ويالو او لښتيو کې بهېدلې او د هر کور اړتيا پوره کولو ترڅنګ به يې فصلونه هم خړوبول، په ټوله اسلامي نړۍ کې د نعورا کارېدنه عامه وه. الجزري د اوبو پورته کولو د يو داسې ماشين يادونه هم کړې،چې له نعورا نه هم ډېر ګټور و، د مسلمانانو نه مخکې هم څرخونه عام وو خو مسلمانانو د څرخونو فن په ټوله اسلامي نړۍ کې عام کړ، په څلورمه هجري پېړۍ کې ځينې څرخونه په مدوجزر سره چلېدل، د اوبو انرژي وروسته د ګنو په زبېښلو، ماشيني ارې چلولو او د کاغذ جوړولو کې وکارول شول.په کومو سيمو کې به چې اوبه نه وې او بادونه به چلېدل، هلته هوايي څرخونه عام ول، اروپايان تر يوولسمې پېړۍ پورې له هوايي څرخونو ناخبره وو، په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ له دې څرخونو په لسمه عيسوي پېړۍ کې برخمنه وه، په پيل کې ترې د وړو اغګلو، اوبو راويستلو کار اخيستل کېده، وروسته پرې د ګنو زبېښل هم پيل شول، له اندلس نه د اروپا نورو برخو ته هوايي څرخونه خپاره شول، هندوستان کې د اکبر واکمنۍ پر مهال فاضل فتح الله شيرازي(۱۵۸۸م) يو داسې څرخ اختراع کړ،چې په خپله يې حرکت کاوه.

د منځنۍ پېړۍ په اوږدو کې په جنګي تکتيکونو او چورلکو جوړولو کې مسلمانان له نورو ملتونو برلاسي وو، دوی د سوداګرۍ او جګړې دواړو لپاره سمندري بېړۍ وکارولې، د مسلمانانو سوداګريزې بېړۍ دومره لويې وې چې ځينو يې له زرو ټنو زيات وزن انتقالولو ظرفيت درلود، جنګي بېړيو به تر يونيم زرو پورې پوځيان انتقالول.د منځنۍ پېړۍ مسلمانانو په پوځي مهارتونو تر پنځوسو زيات کتابونه وليکل، منجنيق په لومړۍ هجري پېړۍ کې وکارول شو،چې د دې پر مټ به يې په دښمنانو لوی، لوی کاڼي ورول، عباسي واکمنانو دې ته نور پرمختګ ورکړ، مسلمانانو د منجنيق برخې ته پراخي ورکړه چې د دې پر مټ به يې اور غورځوونکې ماده او چاودېدونکې وسله ويشتله.

مسلمانانو ډول ډول وسلې اختراع کړې، د مسلمانانو مهمه اختراع بارود وه چې د نړۍ سياسي نقشه يې څو ځل بدله کړه، د انسائيکلوپيډيا برټانيکا د معلوماتو په اساس:

«عام خلک په دې آند دي چې بارود په چين کې پيدا شول، خو ځينې شواهد وايي چې بارود لومړی عربانو جوړ کړل، لومړنی توپک مسلمانانو په (۱۳۰۴م) کې جوړ کړ».د بارودو ترڅنګ مسلمانانو توپک او توپ هم اختراع کړ، توپک جوړونه کې مسلمانانو ډېر مهارت درلود، د مغلو واکمنۍ کې فتح الله شيرازي يو داسې توپک جوړ کړ چې په يو ځل يې دولس مرمۍ ويشتلې، «ګستاولي بان» ليکي چې عربانو به توپ ډېر کاراوه. مسلمانانو د «سهم» په نامه يو راکټ هم اختراع کړ، دا ډول راکټونه به يې له بارودو ډک کړل ، پلتې ته به يې اور ورته کړ او په دښمن به يې توغول، يو ډول يې «سهم ساعي»(تلونکی غشی) نومېده چې د دښمن پنډغالي ته په رسېدو به يې اور غورځوونکې ماده وويشتله او بېرته به خپل ځای ته راستنېده، دې راکټونو کې يو ډول «فتاش» نومېده چې د کاغذ يا څرمنې وزرې يې درلودې او د پتنګ په څېر به الوته، چې په کلاګانو او غرونو به يې اور غورځوونکي ماده غورځوله، په دې وسلو کې «تورپيډو» وسله هم د يادونې وړ ده چې د اوسپنې څادر څخه جوړه وه په اوبو کې به يې مزل کاوه او سمندري بېړۍ به يې ويشتلې.په ساعت جوړونه کې هم مسلمانانو خپله لېوالتيا وښوده او ډول ډول ساعتونه يې اختراع کړل، د لومړي ځل لپاره د هارون رشيد په دور کې ساعت جوړ شو، نوموړي د فرانسې پاچا شارليمان(۷۶۸- ۸۱۴م) ته يو ساعت ډالۍ کړ، د نوموړي مشاورينو چې وليد،نو د ويرې احساس يې وکړ.«ول ډيورانټ» ليکي چې هارون الرشيد په اوبو چلېدونکی يو ساعت شارليمان ته د ډالۍ په توګه ولېږه، چې له څرمن او پيتلو جوړ و، د وخت معلومولو طريقه يې دا وه چې د هر ساعت په تېرېدو به له دورازې يو فلزي شاهسوار راووت او د ساعت په لګن به يې د ساعتونو موافق سيکې وغورځولې او بېرته به ننوت.عباسي دور کې محمد بن موسی الفرغي(۸۶۱م) لومړنی لمريز ساعت جوړ کړ، له هغې وروسته دا ډول ساعتونه عام شول، مسلمانانو په يوه چينه لنګر لرونکی ساعت جوړ کړ،چې د لمانځه وختونو کې به يې زنګ واهه او غږ به يې ترڅو ميلو پورې رسېده، مسلمانانو ډول ډول حيرانوونکي او ناشنا بې شمېره ساعتونه جوړ کړل.مسلمانانو د لمريز او د اوبو ساعتونو ترڅنګ لنګر والا ساعتونه هم جوړ کړل، د اکسفورډ پوهنتون پروفيسور ډاکټر برنارډ په وينا د لومړي ځل لپاره په ساعتونو کې مسلمانانو لنګر وکاروه.«ډرېپر» وايي چې د لومړي ځل لپاره لنګر مسلمانانو اختراع کړ، «موسيوسيديو» په دې آند دی چې د زنګ لرونکي ساعت لنګر ابن يونس(۱۰۰۹م) اختراع کړی دی.د اندلس مشهور ساينسپوه عباس بن فرناس(۸۸۷م) په خپل کور کې سيارګاه جوړه کړې وه چې نوموړي په کې مصنوعي سپوږمۍ، ستوري او برېښنايي چاپېريال جوړ کړی و، په اغلبي ډول دا د نړي لومړنی «پلاني ټيريم» و.

   نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button