ساینس او ټکنالوجي

د ساينس په پرمختګ کې د مسلمانانو رول

دويمه برخه

لیکوال: پروفیسور ارشد جاوېد

 ژباړن: انوارالحق عاصم / په تېر پسې…

ماشين آلات

مسلمانانو د نورو ملتونو په پرتله د شيانو وزن کولو او تلې جوړولو ته ډېر پام اړولی و، چې په دې سلسله کې محمد بن شاکر۸۶۷م په لومړي ځل کيمياوي تله اختراع کړه چې ډېر معمولي شيان به هم پرې وزن کېدل، د مامون الرشيد په دؤر کې الفرغاني د رود نيل د طغياني څپو اندازه کولو لپاره «مقياس النيل» جوړ کړ،چې اوس ورته Nilo Meter ويل کېږي، له نوموړي وروسته البيروني۹۷۳- ۱۰۵۰م د فلزاتو، کاڼو او مايعاتو د کثافت معلومولو لپاره يو شمېر تلې اختراع کړې،چې پر مټ يې نوموړي د ۸ فلزاتو او ګرانبيه کاڼو ترڅنګ ۱۵ جامدو شيانو او مايعاتو سم کثافت واضح کړ.

د تلې په جوړولو کې الخازني ډېر مشهور و، د نوموړي مشهور کتاب «ميزان الحکمة» ۲۲- ۱۲۲۱ دی چې د Balance of Wisdomپه نامه وژباړل شو، دا کتاب د منځنۍ پېړۍ په علمي شاهکارونو کې شمېرل کېږي، نوموړي د کورني تلو، د هغې په جوړښت او استعمال باندې بحث وکړ، نوموړي په دې کتاب کې د ګرانبيه کاڼو دقيق وزن معلومولو لپاره د يوې تلې يادونه کړې،چې نوموړي خپله جوړه کړې، په اوبو او هوا کې د شيانو دقيق وزن معلومولو لپاره نوموړي داسې تله جوړه کړه چې پنځه چابړي يې درلودل.

الخازني د البيروني د اصولو په رڼا کې د مايعاتو او جامدو شيانو د خاص وزن جدول چمتو کړ، په دې کې د ډېرو شيانو خاص وزن اوس هم سم دی، نوموړي ځينې نوي نظريات هم وړاندې کړل د بېلګې په ډول: د ځمکې مرکز ته چې اوبه په څومره کچه نږدې وي هومره د هغې کثافت ډېر وي، د وخت په تېرېدو «راجربيکن» همدا فرضيه ثابت کړه، د دې ترڅنګ نوموړي د جاذبې قوې نظريه هم وړاندې کړه.

په لوېديځ کې عام خلک په دې آند دي چې د «آليور» په نامه يو انګرېز په يوولسمه پېړۍ کې د الوت ناکامه هڅه وکړه او ژوبل شو، خو په واقعيت کې له نوموړي ۲۰۰ کاله پخوا د اندلس مسلمان ساينسپوه عباس بن فرناس۸۸۷م په ذهن کې د الوتلو مفکوره راغله د دې ترڅنګ نوموړي ښيښه هم کشف کړه.

د «فلپ حتي» وينا ده چې:

«ابن فرناس لومړنی کس و،چې په ساينسي بڼه يې د الوت هڅه وکړه، نوموړي د الوتلو داسې ماشين جوړ کړ، چې دوه وزرې يې درلودې او داسې ويل کېږي چې د دې پر مټ يې اوږده الوتنه هم وکړه خو چې کله يې ناسته کوله،نو راپرېوت او ژوبل شو؛ ځکه چې ماشين يې لکۍ نه درلوده».

ځينې غربي ساينسپوهان په دې آند دي چې حضرت معاوية رضی الله عنه په دؤر ۴۹هـ کې يو عرب انجنير چورلکه جوړه کړه چې له دمشق نه قسطنطنيې ته پر لاره راپرېوته او له منځه لاړه.

دا واقعيت دی چې له «آليور» څخه سلګونه کلونه پخوا ابن فرناس او جوهري په هوا کې د الوتلو هڅه کړې وه، د ابن فرناس هڅه تر يو حده بريالۍ هم وه.

په نړۍ کې چې مسلمانانو کوم اختراعات کړي يو پکې قطب نما ده، سارټن ليکي: « غالباً تر ټولو لومړی مسلمانانو قطب نما وکاروله او څومره چې موږ معلومات لرو دا اختراع په يوولسمه عيسوي پېړۍ په پای کې وشوه».

موسيوسيديو ليکي: «په يوولسمه عيسوي پېړۍ کې عربانو قطب نما وکاروله، دوی به په برّي او بحري سفرونو کې د لمانځه لپاره د محرابونو او جوماتونو په سمه جوړونه کې له قطب نما ګټه پورته کوله، اروپايانو له مسلمانانو څخه د قطب نما کارول زده کړل.

رابرټ بريفالټ (Rpbert Briffault) ليکي:

«عربانو په اروپا کې درې داسې اختراعات دود کړل چې هر يو يې په نړۍ کې حيرانوونکی انقلاب راپورته کړ».

۱- قطب نما، چې د دې له برکته اروپا د نړۍ کونجونو ته ورسېده.

۲-بارود، چې د زغره والو پوځونو ځواک ته يې د پای ټکی کېښود.

۳-کاغذ، چې په دې سره د چاپ او نشر په مخ کې پراته خنډونه له منځه لاړل.

فلپ حتي ليکي: اسلام چې د اروپا لپاره کوم ګټور خدمات کړي،يو پکې د کاغذ دودول دي. کاغذ په چين کې اختراع شو ليکن مسلمانانو ورته پراختيا ورکړه، چين کې کاغذ تر لاسي فن پورې محدود و مګر مسلمانانو د يو صنعت په توګه وړاندې کړ، د کاغذ جوړولو برخه کې کارتن جوړول، کتاني رخت کارول، د کلک کاغذ جوړولو مساله جوړول او د کاغذ کارخونو چلولو لپاره د اوبو له څرخونو ګټه پورته کول د مسلمانانو نوښتونه وو.

تاريخ په دې ګواه دی چې مسلمانان د چاپ په چارو پوهېدل، د اندلس د پاچا عبدالرحمن يؤ منشي به دولتي مراسلات په خپل کور کې چمتو کول بيا به يې په کارخونه کې چاپول او بېلا بېلو واليانو ته به يې استول، له ځينو شهادتونو معلومېږي چې په تبرېز کې له ۱۲۹۴م مخکې د ساده پرنټ سيستم موجود و.

په ماشين آلاتو کې ابن الهيثم د راپرېوتونکو جسمونو اړوند قوانين کشف کړل، د دې ترڅنګ نوموړي د جاذبې قوې د اصليت په هکله واضح نظريات وضع کړل، نوموړی په ماشيني قوتونو باندې هم خبر و.

نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button