مقالی اوتبصرې

د ساينس په پرمختګ کې د مسلمانانو رول

معدنيات: د نورو ساينسي علومو په څېر د معدنياتو(Mineralogy) په پرمختګ کې هم مسلمانانو مهم رول ادا کړی، مسلمانانو قيمتي غميو ته په پام اړولو د کتابونو په ليکلو پيل وکړ، له پنځوسو زيات کتابونه يې په دې برخه کې وليکل، مشهور کيمياپوه جابر بن حيان(۸۵۰م) د معدنياتو په هکله درې کتابونه وليکل چې نوموړي په کې د بېلا بېلو فلزاتو او کاڼو په هکله معلومات ورکړي وو.

مسلمانو ساينس پوهانو په درملو کې د معدنياتو کارولو ته هم پاملرنه وکړه، ابو منصور موفق بن علي هروي(ف۹۶۱م) په خپل يو کتاب کې د ۷۵ داسې درملو يادونه کړې،چې له معدنياتو جوړېږي، ابوطيب مسند بن علي په ۸۶۴ م کال د اصلي او نقلي فلزاتو د توپير لپاره د (Specific Gravity) معلومولو تګلاره کشف کړه، دا د مسلمانو ساينسپوهانو يوه ستره کارنامه ده، په دې برخه کې مهمه کارنامه البيروني ترسره کړه، نوموړي په دې هکله يو عظيم کتاب تألیف کړ چې د بې شمېره قېمتي ډبرو او فلزاتو په طبيعي او سوداګريز اړخونو يې بحث کړی دی، «رابرټ بريفالټ» د وينا په اساس البيروني د معدنياتو د نمونو په لټون څلوېښت کاله سفر کې تېر کړل، د «فلپ حتي» وينا ده چې مشهور ساينسپوه البيروني د دې قېمتي فلزاتو دقيق وزن مشخص کړ،چې تر ډېر بريده سم و.

مسلمانو ساينس پوهانو خپلې څېړنې يواځې د کاڼو اغېز او ځانګړنو پېژندنې پورې محدودې نه کړې،بلکې دوی د تجربو او مشاهدو په رڼا کې د قېمتي ډبرو صنعتي او سوداګريزې ګټې بيان کړې، په دې برخه کې مسلمانو ساينس پوهانو له کلونو، کلونو څېړنو او زحمتونو وروسته د معلوماتو ذخيره راغونډه کړه، عطارد بن محمد الکاتب په ۸۳۲م په خپل کور کې د بېلابېلو رنګونو او ساخت سلګونه معدني نمونې راغونډې او کلونه څېړنې يې پرې وکړې، نوموړي د قلم په څوکه خپلې تجربې په يو کتاب کې خوندي کړې، لوېديځوال د ياد کتاب څخه خورا اغېزمن شول او ډېره ستاينه يې وکړه.

په منځنۍ پېړۍ کې د معدنياتو علم خورا محدود مګر مسلمانو ساينس پوهانو د خپلې وړتيا او زحمت پر مټ داسې کچې ته ورساوه چې تصور يې ستونزمن و.

ډاکټر غلام قادرلون ليکي،چې د خامو تېلو او پټرولو ذخيرې په باکو کې موندل کېږي او مسعودي د دې چينو يادونه کړې ده، د نوموړي د وينا پر اساس دلته تور خام تېل او پټرول په پراخه کچه موندل کېدل چې د راويستلو لپاره به يې دلته سوداګريزې کښتۍ راتللې، په ديارلسمه عيسوي پېړۍ کې دلته د تېلو څاګانې وکيندل شوې، چې په سلګونو کښتيو به ترې تېل نورو سيمو ته انتقالول، د تېلو دويم مهم مرکز عراق و،چې د دجلې له څنډو تر موصل پورې يې چينې درلودې، د مصر سينا دښته کې او د ايران په خوزستان سيمه کې خام تېل موندل کېدل، تور(خام) تېل د تقطير(Distillation) له عمليې وروسته په سپينو تېلو بدلېږي، د دې ترڅنګ سپرټ تېل هم موندل کېدل، په عراق کې قير(تارکول) هم جوړېدل او له دې ځايه به نورو هېوادونو ته صادرېدل.

د اوسپنې په موندنه کې د فرغانې کانونه مشهور و، د کان کيندنې برخې ته مسلمانانو په خپلو ذهني وړتياوو پراخي ورکړه، کان کيندونکو ته يې ځانګړي څراغونه جوړ کړل چې دننه په کان کې نه ګل کېدل، د کانونو له دننه برخې څخه د خاورې او اوبو د راويستلو لپاره يې يو شمېر ماشينونه اختراع کړل، ځينې وخت به په کانونو کې د زهرجن ګاز يا اکسيجن کمېدو له کبله انسانان مړه کېدل، د دې ستونزې د حل لپاره بنوموسی(۸۲۸م) يو داسې ماشين اختراع کړ،چې د ژورو څاګانو او کانونو څخه زهرجن ګاز راوباسي او تازه اکسيجن دننه کړي، د دې ماشين په مرسته به کان کيندونکو ډاډه په کانونو او څاګانو کې کار کاوه، په سمندرونو کې د مرغلرو په لټه غوپېدونکو ته په ساه اخيستلو کې ستونزه وه چې له دې امله به ډېر وخت په اوبو کې نه پاتې کېدل، د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره بغداد کې غوپېدونکو يو څرمني ماسک اختراع کړ،چې په سينه پورې به يې تړلی و او په اوبو کې به غوپه کېدل، البيروني د دې جوړښت داسې بيانوي چې څرمني ماسک کې به يې د غوپې د ژوروالي په اندازه کوچنی څرمني پايپ ولګاوه او پورته سر به يې د اوبو په سطح يو ګرد قاب په سوري کې ورکړ، په قاب پورې به يې له هوا ډکې پوکڼۍ وتړلې چې پر مټ به يې قاب د اوبو په سطح تاوېده، غوپه وهونکي به له دې لارې اکسيجن اخيسته، په دې توګه به غوپه وهونکي تر ډېره په اوبو کې پاتې کېدل، په سمندرونو، سيندونو او څاګانو کې غورځېدونکو شيانو يا درندو شيانو د راويستلو لپاره يې يو ځانګړی ماشين هم اختراع کړ.

د معدنياتو په هکله «ول ډيورانټ» ليکي:

« هسپانيا کې چې د سرو، سپينو زرو، تانبې، اوسپنې، قليي، سکې او ګوګړو کوم کانونه وو؛ د کيندنې واک يې له مسلمانانو سره و او له دې لارې يې لويه سرمايه لاسته راوړه، له سمندر څخه د ملغلرو او له کانونو د لعلونو استخراج صنعت ته يې وده ورکړه، غوره فولاد يې چمتو او له هغې يې تورې او ډالونه جوړ کړل، له دې امله په ټوله نړۍ کې د طليطله تورو او د قرطبې ډالونو ځانګړی شهرت درلود، سارټن په دې آند دی چې د فولاد جوړولو صنعت د مسلمانانو په لاس اروپا ته او له منځنۍ اسيا نه چين او جاپان ته ورسېد.

ډاکټر لون ليکي چې، د ځمکپوهنې (علم طبقات الارض (Geology) له معدنياتو سره ژورې اړيکې لري، په منځنيو پېړيو کې دا علم منظم نه و، مسلمانو ساينسپوهانو جيولوژي د معدنياتو په برخه کې تر څېړنې لاندې ونيوله، يعقوب کندي، مسعودي او اخوان الصفا په خپلو ليکنو او تأليفاتو کې د زلزلو، بادو باران او د ځمکې د بېلابېلو طبقو او د هغې په جوړښت خورا مهم معلومات ورکړي ، کندي د غرونو د څوکو ارتفاع معلومولو موضوع باندې يو کتاب تأليف کړ، نوموړي په ۵۱ کتابونو کې د هوا حالات، بادو باران، تالنده، برېښنا، وريځ، زلزلې، مدوجزر او دېته ورته موضوعاتو باندې په ساينسي انداز څېړنې پيل کړې، اخوان الصفا او د هوا پېژندنې ځينو نورو ماهرينو پرې څېړنې وکړې، دوی د بوډۍ ټال(قوس قزح) او د هغې د رنګونو په ترتيب د څېړنو پيل وکړ.

اخوان الصفا په خپلو ليکنو کې د سمندرونو او غرونو په جوړښت باندې رڼا واچوله، د دې ترڅنګ نوموړي د لرغونې زمانې د حيواناتو او نباتاتو پاتې شونی (Fossile) کشف کړ، په داسې حال کې چې هماغه وخت د دې تصور هم مشکل و، نوموړی په دې آند و چې (Fossile) د سمندري ژویو بڼې دي چې په کاڼو بدلې شوي دي، کومو سيمو کې چې (Fossile) موندل کېږي؛ هغه سيمې پخوا د سمندر برخه وې چې وروسته په وچه بدلې شوي دي، نوموړي د اور غورځوونکو غرونو کې د قليې په شتون او د هغې په پايله کې د زلزلو په راتګ هم څېړنه کړې چې په ليدلو يې انسان تعجب وکړي.

ابوبکر رازي د ځمکې په جوړښت قلم راپورته کړ، مسعودي د مردار سمندرګي د اوبو، زلزلو، د سمندر څپو او ملغلرو يادونه کړې ده، نوموړی په دې آند دی چې د نړۍ په بڼه کې بدلون راځي، له ويالو سمندر جوړېږي، سمندر وچېږي د ځمکې بڼه غوره کوي او وچه ځمکه په سمندر بدلېږي.

له اخوان الصفا وروسته البيروني د جيولوژي په برخه کې ځينې په زړه پورې او ګټور معلومات وړاندې کړل، نوموړي په لومړي ځل دا نظر ورکړ چې د سند دره يو وخت سمندر و، د سمندر په تل کې خټه راغونډېده او اوبه کمېدې تردې چې سمندر له منځه لاړ چې بالاخره ځمکه وچه او د استوګنې وړ شوه، البيروني د سمندري اوبو د مالګين کېدو  عامل په ډاګه کړ، فوارو، طبيعي چينو او د ځمکې لاندې څاګانو (Artesion/ Wells) نه په خپله د اوبو بهېدو لاملونه يې هم واضح کړل.

«لي بان» وايي،چې د سمندري بدلونونو له امله د ځمکې مخ بدلېدل او د ځمکې په بڼه کې د تغييراتو په راتګ عربان ډېر ښه پوهېدل، آن تردې چې عوام هم ترې بې خبره نه وو.

ابن سينا پر ځمکپوهنه خپل مشهور کتاب «الاحجار» وليکه چې نوموړي په کې د هواګانو اغېزې او د نورو جغرافيوي عمليو اهميت واضح کړ، د ځمکپوهنې په ډګر کې د نوموړي نظريې اوس هم منل کېږي، د نوي عصر ځمکپوهنې ماهرين چې کومو پايلو ته رسېدلي؛ کټ مټ د ابن سينا د نظريو تائيد کوي، د ځمکپوهنې برخه کې ياد کتاب ډېر اهميت لري، «ميکس ميرهاف» لیکي:

«بل لوري ته موږ د ابن سينا د احسان پوروړي يو چې د غرونو، رغونو او معدنونو په جوړښت يې يو کتاب تاليف کړ، دا کتاب د ځمکپوهنې په تاريخ کې خورا اهميت لري؛ ځکه چې په دې کې د منجمد کېدو عوامل، د زلزلې اغېز، اوبه، تودوښه، د اوبو په تل کې د خټو راغونډېدنه، وچېدنه او دې ته ورته نورو شيانو باندې څېړنې موندل کېږي».

ددې اهميت له امله دا کتاب په اروپا کې د ځمکپوهنې په برخه کې تر پېړيو پېړيو يوه باوري مرجع شمېرل کېده، «ول ډيورانټ» ليکي:

« د نوموړي کتاب (الأحجار) تر ديارلسمې عيسوي پېړۍ پورې د اروپا د ځمکپوهنې په برخه کې له ټولو مهم مرجع يادېده».

لیکوال: پروفیسور ارشد جاوید  /  ژباړن: انوارالحق عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button