
د سایبري، انټرنېټي او کمپیوټري جرمونو ترمنځ توپیرونه
سریزه
ښایي په افغانستان کې سایبري، انټرنېټي او کمپیوټري جرمونه کم اورېدل شوي وي، خو داسې هم نه ده چې دغه شان پېښې دې نه وي په کې شوې په تېرو کلونو کې زموږ په هېواد کې سایبري، انټرنېټي او کمپیوټري جرمونه په مختلف ډول ثبت شوي،چې په راتلونکی کې باید ورته رسېدنه وشي.
ځکه په افغانستان کې ۸۵سلنه وګړي مخابراتو ته لاسرسی لري او شاوخواه دري میليونه خلک انټرنیټ کاروي، خو د سایبري، انټرنېټي او کمپیوټري جرمونو اصطلاح ګانو سره آشنا نه دي.
نو ځکه لکه نوره نړۍ په افغانستان کې په دې تړاو ګواښونه شته او د یادو جرمونو توپیرونه مهم دي چې ځانونه ور باندې خبر کړو.
سایبري، انټرنېټي او کمپیوټري جرمونه که څه هم په افغانستان کې نوي اصطلاحاګانې دي، خو په دغه هیواد کې د انټرنیټ له چټکتیا سره سم دغه اصطلاحاګانې هم ورځ تر بلې په عامېدو دي، کله ناکله زموږ هیوادوال کمپیوټري جرمونه، انټرنېټي جرمونه او سایبري جرمونه په یو مانا او مترادف ډول استعمالوي خو داسې نده.
ځینې حقوق پوهانو د سایبري، انټرنېټي اوکمپیوټري جرمونو لپاره مختلف تعریفونه او نظرونه وړاندې کړي دي.
لکه پروفیسور شیک چې د اتریش هیواد یو حقوق پوه دی چې کمپیوټري جرمونو په اړه داسی نظر لري، کمپیوټري جرمونه هغه مجرمانه عمل ته ویل کیږي چې د جرم ارتکاب لپاره د کمپیوټر او د هغې وسایلو څخه کار اخیستل کېږي. یعنی کمپیوټري جرمونه د کمپیوټر او د هغه تجهیزاتو په ذریعه په یو مشخص ساحې کې را منځ ته کیږي.
انټرنېټي جرم یوه جرمي انټرنېټې کړنه ده چې کمپیوټر، انټرنېټي آله، انټرنېټ او افراد په کې شاملېږي او دوه سترې موخې لري:
۱- د پیسو تر لاسه کول.
۲- معلوماتو ته لاس رسی پیدا کول چې د ادارو او وګړو کړنې په خپل کڼترول کې واخلي او امتیازي ګټې ترې واخلي.
انټرنېټي جرمونه بېلا بيل ډولونه لري او موخې یی مختلفې دي. له سیاسي موخو نېولې بیا تر سوداګريز رقابت او سقوط په پار دا ډول بریدونه کیږي. اوسایبري جرمونه اکثره په غیر مملوس فضا (سایبر سپیس) کې را منځ ته کېږي د حقوقو په لحاظ، سایبري جرمونه داسې تعریف کوو( هر هغه اقدام چې د مجازي فضا له لارې او یا هم مجازي فضا سره د اتصال وسیلو په کارولو سره ترسره کېږي او د چا شخصي، انټرنیټي یا کمپیوټري حریم ته د ننه شي د قانون له مخې په سایبري جرمونو کې ښکېل بلل کېږي.
یعنی هر څوک چې د چا شخصي انټرنیټ یا کمپیوټري حریم ته دننه شي د قانون له مخې په سایبري جرمونو کې ښکېل بلل کېږي.
پایلې:
مجازي فضا د اړیکو هغه شبکه ده چې له مختلفو هاردویرونو اوسافتویرونو لکه کمپیوټر، مبایل، لب ټاپ او انټرنېټ څخه په ګټې اخیستنې سره د نښلیدو امکان رامنځته کوي. خو په کلی توګه کمپیوټري، انټرنېټي او سایبري جرمونه کمپیوټر سره یو ځای پیدا شویدي:
سایبري، انټرنېټي او کمپیوټري جرمونه د عصري ټکنالوژۍ څخه دي چې جالب او عمده توپیرونه لري چې په لاندې شرحې دي:
الف- کمپیوټري جرمونه:
کمپیوټري جرمونه هغه دي چې کمپیوټر او د هغه تجهیزاتو په واسطه رامنځته کیږي یا هم موضوع د جرم کمپیوټر یا کمپیوټري وسایل وي لکه جعل، تذویر او تخریب او …
د کمپیوټری جرمونو ساحه محدوده ده کولي شو آثار او مدارک یې د کمپیوټر په واسطه حاصل کړو )زبیر، 2011: 643).
ب-انټرنیټي جرمونه:
د امریکا متحدو ایالتو عدلیې وزارت انټرنېټي جرمونه په دريوو برخو ویشلي دي او سرغړونکو ته یې د همدې دریوو کتګوریو پر بنسټ سزا ورکول کیږي او قانون پرې پلې کیږي:
هغه انټرنېټې جرمونه چې کمپیوټرونه په کې موخه ګرځول کیږي د بېلګې په ډول، نیټورکېنګ ته لاس رسی پیدا کول.
هغه انټرنېتي جرمونه چې کمپیوټر په کې د یوې وسلې په ډول کارول کیږي د بېلګې په ډول کمپیوټري سیستم له کار کولو غورځول.
هغه انټرنېټي جرمونه چې کمپیوټر په کې د سایبري جرم وسیله ووسي لکه معلوماتو ته په کې لاس رسی پیدا شي.
ج- سایبری جرمونه:
سایبری جرمونه هغه دي چې کمپیوټري دستګاه په کښې په نښه کیږي د مثال په توګه شبکې ته لاسرسی. سایبري جرمونه هغه دي چې په مجازي فضا کې رامنځ ته کیږي او آثار او مدارک یې په حقیقی نړۍ کې ظاهر کیږي لکه په غیر مجاز ډول نفوذ کول، په غیر مجاز ډول اوریدل، د ویروس خپرول، د کمپیوټري چینجي انتشارول او…
سایبري جرمونه هغه دي چې کمپیوټر د وسلې په توګه په کې کارول کیږي د بیلګې په توګه په خدماتو باندې بریدونه.
سایبري جرمونه هغه دي چې کمپیوتر د ډله ایز وسیلې سرلیک په عنوان لاندې کارول کیږي. پورتني توپیرونه د کمپیوټري، انټرنېټي او سایبري جرایم په دې لیکنه کې تاسو ټولو قدرمنو ته ولیکل شو هیله ده چې په دی برخه کې تاسو ته لازم پوهاوی شوی وي.
منابع
زبیر، اولریش، 1391، د سایبر حقوق سریزه، اول چاپ ، د میزان انتشارات ، تهران.
سایټونه:
1-http://www.sid.ir.
2-https://www.bbc.com.
نوروز خان ـ خوشحال